د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کابینه او په اړه یې اندېښنې او هیلې

محمد انور ولید 17.01.2015 17:24

د افغانستان د ملي وحدت حکومت جوړېدل د ټولو افغانانو غوښتنه وه . ددې حکومت له جوړېدو را په ایسته څه د پاسه سل ورځې تېرې شوې . حکومت ( ؤلسمشر او اجرأیه ریْس ) له خپلو اتباعو سره ژمنه کړې وه چې د سلو ورځو په مینځ کې به خپله کابینه په هغو صفاتوپارلمان ته د تایْید د رأیې خپلولو له پاره ور وپېژني چې پر تخصص ، کاري وړتیا ، ژمنتیا او نورو حمیده خصایْلو باندې موصوفه وي . ولې متأ سفانه چې د کابینې په نومولو کې لږ څه ځنډ پېښ شو او مغرضینو ته د خپلې خوښې تبلیغاتو موقع په لاس ورغله . هر چا په دې تېرو څو وروستیواوونیو کې د کابینې د نه اعلانېدو په اړه د خپلې ګېډې بړاس وایست . ملت هم په تشویش کې ور سره لوېدلی ؤ چې د کابینې د نه اعلانېدو دلیل څه دئ ؟ ځکه کورنیو او بهرنیو مخالفینو ، مافیایي او د سیمې استخباراتي کړیو یو تر بله لاسونه سره ورکړي او له دې تشې په ګټې اخیستو سره یې افغانستان د ناامنیو په لومه کې بند کړی دئ ، ترڅو خلک پرخپل حکومت بې باوره کړي ، مشروعیت ته یې صدمه ورسوي او دا هېواد د بې ثباته کېدو او بحران پرخوا ور برابرکړي .
ولې اوس چې دکابینې نوملړ اعلان شو ، ځینوخلکو اوبو ته تر رسېدو مخکې موزې ایستلې او پر حکومت باندې ډول ډول ټاپې لګوي . ځینې وایي : په دې کابینه کې (۴٪) نومول شوي وزیران د کار وړکسان نه دي . ځینې نور بیا وایي : دا کسان ټول د ؤلسمشر او اجرأیه ریْس او هغو ډلو ټپلو خلک دي چې د کمپاین پر وخت یې دعوتونه ور ته کړي دي . ځینې نورې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ بیا په دې اندېښنه کې دي چې که په افغانستان کې یوه کاري ، متخصصه ، او خپلو ملي منافعو ته صادقه او باور منده کابینه مینځته راشي ، کېدای شي چي له کورنیو مافیایي کړیو او ملي غلو سره د ملي وحدت د حکومت له خوا حساب کتاب وشي ، چې بیا به هغه مهال د بهرنیو استخباراتي اېجنسیو مافیایي ګټې له خطر سره مخ کړي .
لنډه دا چې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ په دغه بې سرحده د موکراسۍکې د هرکس او ناکس خولې او قلمونه د نارمل انساني کنټرول له کرښې ور اوښتي او داسې څه وایي او لیکي چې پر وېیلو او لیکلو یې شرعاً مکلف او مجبور هم نه دي . بس هغه متل دئ چې وایي : ( آسپه دې خپله ، لښته د ځنګله ، نن یې نه وهې نوکله؟ )
په افغانستان کې خبرې که په رسنیو کې په برقي یا چاپي ډول خپرېږي او یا په ژوندۍ بڼه په غږیزه یاتصویري بڼه ، اکثره یې لکه د نابینایانو غونډاري چې په هره خوا یې ولي ، بیا نو چې په هرچا باندې ولګېد ل ، پر همغه خوا به تللی یا لګېدلي وي . د ژوبلو اړولو مسؤولیت یې هم څوک پر غاړه نه اخلي ، ځکه چې تر شا یې تنظیمي ، سیاسي ، مالي او فزیکي ملاتړ موجود دئ .
د کابینې پر سر د تبصرو او خبرو دا بهیر له پېله همداسې روان دئ . خو ؤلسمشر د وزیرانو د نوملړ اعلانولو پر مهال یو ځل بیا دا سې وویل چې : (که نوموړي وزیران له پارلمان څخه د تایْید رأیه هم واخلي ، خو چې ماته د خپل عملي کار ټول اوونیز اومیاشتنی راپور په ژوندۍ بڼه را نه کړي ـ او ماته د خپل کار په اړه قناعت را نه کړي ، وروسته له شپږو میاشتو به یې بېرته له کاره وشړم . )
همداسې پارلمان هم دا خبره څوڅوځلې د مېډیا له لارې اعلان او ګوت څنډنه یې کړې ده چې : (موږ به دوه تابعیته ، ناکاره ، بې تخصصه ، او په فساد ککړو نوماندانو ته د تایْید رأیه ور نه کړو .)
خو دا چې څوک به د پارلمان له دې فلتر نه روغ را وځي ـ دا به په پارلمان کې د ملت د نماینده ګانو تر رأی ورکولو وروسته څرګنده شي .
خو پوښتنه دا ده چې دا کوم پارلمان دئ او په کوم ترکیب را مینځته شوی ؟ که چېرته دا همغه پارلمان وي چې له خپلو ولایتونواوخپلوخلکوپرته دکابل په کوڅو ، ښوونځیو او ناحیوکې وکیلان شول او په تېرحکومت کې به یې وزیران او نورلوړ پوړي چارواکي د استجواب او استیضاح له پاره را غوښتل ، که به پړه هم شول ، نو بیا به د همدغو وکیل صاحبانو غوا لنګه شوه ، خپل کلنګونه ، نذرانې او باجونه به یې ترې ټولول ، او بیا به بېرته په همغه وزارت کې نشه پرڅوکیو باندې ناست وو، نور اختلاسونه به یې هم په ډاډه زړه وکړل . یعنې همدې پارلمان خو د ملت له کورڅخه د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال د هغه د کابینې جوړولو وزارت داني ـ او د جیب ډکولو تر ټولوآسانه ( ان جي او ) جوړه کړې وه . همدغو وکیل صاحبانو به هغه وزیران د استجواب او استیضاح له پاره ور غوښتل چې د وزارت بجټ به یې اخیستی ؤ او دوی به هغه ور سره نیم کړ . پارلمان به هره ورځ تش تور ؤ ، او تر ننه پورې د کومې ملي موضوع د حل په خاطر د پارلمان نصاب پوره نه شو .
دې پارلمان خو د خپل ځان د مادي امتیازاتو په خاطر په قانون کې هم ګوتې ووهلې . هر وکیل صاحب د لسو او(۳۳) ساتندویانو تر مینځ عسکر له ځانه سره لري ، او تنخواه یې هم د دولت له بودجې څخه ورکوي .
له دې ټولو سره سره به پردغو وکیل صاحبانو خلک څه باور وکړي ؟ ښایي دوی به دا ځل هم دغو وزیرانو ته د تېر په څېر خپلې رأیې د سیمه ییزو استخباراتو د بنډلو وېشلو په بدل کې ورکړي .
نو که چېرته ددغې کابینې وزیران د پارلمان له همدغه فلترڅخه د یادو مواصفاتو پر بنأ را ووتل ، ښایي چې دا ځل زاړه کفن کښ ته خلک دُعأ وکړي . ځکه چې د تېر دور وزیرانوخو یوازې اختلاسونه کول ، او بډې رشوتونه یې خوړل ، خوکه دا ځل داسې پېښه شوه نو پر دې سر بېره به د خلکو پوستکي هم په ژوندون ترې نه وباسي .
ؤلسمشر او اجرأیه ریْس دواړو ته دا په کار ده چې ددې کابینې په ټاکلوکې له خورا دقت څخه کار واخلي ، او تر ټاکلو وروسته باید د هغوی ټول کړه وړه ، تخصص ، وړتیا ، دیانت او امانتداري د ملي ګټو په عینکو کې وڅاري ، هغوی ارزیابي کړي ، ترڅو د خپل اسکیرلي ملت حقوق ، هیلې او امیدونه د تېر په څېر د لېوانو په خولو کې ور ونه لوېږي . که چېرې یو ځل بیا د تېر حکومت د کاپئ سناریو په دې حکومت کې تکرار شوه ، نو بیا ډېره سخته ده چې حکومت د ملت باور او ملاتړ خپل کړي . زما هیله داده چې حکومت دې په خپل صداقت کې د خپل ملت هیلې او ملاتړ له لاسه نه ورکوي . ځکه همدغه ملت زموږ ډېره ستره پانګه او عظیمه سرمایه ده . او دا پانګه باید پردي خلک زموږ پر ضد زموږ د خپلو تېروتنو له کبله پر موږ باندې استعمال نه کړي . داسې وزیران دې پارلمان ته ور وپېژني چې د خپلې کاري دورې تر پای ته رسېدو مخکې ځوک د وزارت اړوند په ټول هېوادکې نارغ ځای ونه ګوري او حکومت او ؤلس دده د غرل کېدو اړتیا محسوسه نه کړي . ومن الله توفیق.


ؤلسمشر اوس هم په تدبیر پاخه ګامونه اخلي
محمد انور ولید
دا سمه ده چې ؤلسمشر د لوړې د مراسمو پر وخت وویل چې دملي وحدت حکومت به د خپلو (سلو ) کاري ورځو په د ننه کې خپله کا بینه اعلان کړي ، ولې داسې ونه شول . ځکه څو ورځې ځنډ په کې راغئ . او ټولوهغو کسانو په رسنیو کې داسې ډنډورې خورولې چې ګواکي ؤلسمشر په خپلو وعدو کې ؤلس ته پاتې راغئ او ویې نه شوای کړای چې له ژمنې سره سم پر خپل وخت کابینه اعلان کړي . ددغو ډنډورو اچولو اصلي عاملین هم هغه کسان دي چې یا یې په تېر حکومت کې سترې دندې او خلاص لاسونه لرل ، ځانونه یې غیر مسؤل او واجب الاحترام ګڼل ، خو اوس څنډې ته شوي . او یا هم داسې کسانو دې کارته اوږه ورکړې چې څانونه یې په دې حکومت کې ستر شخصیتونه فرض کړي وو او وروسته پوه شول چې په حکومتي هغه چوکاټ کې نه شي را تلای کوم چې دوی یې غواړي .
بل لورته د سیمې هېوادونه هم په قلاره نه دي ناست او لا هم په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي ، هغوی هم په افغانستان کې د خپلو اړیکو تارونه له یا د و کړیو او کرېکټرونوسره غړل او د ملي وحدت د حکومت پښو ته یې په یوه او بله پلمه کاڼي ورغورځول ترڅو له یوې خوا ؤلسمشر او کاري ټیم یې مصروف وساتي او وخت پرې تېر کړي ، خلک پرې بد ګومانه او شکمن کړي ، او ؤلسمشر مجبور کړي چې ددوی شخصي غوښتنې ومني ، اوبه خړې کړي او خپل کبان پکې ونیسي ، چې تر یوه بریده همداسې وشول . او له بله اړخه د خپلې خوښې کسان پر افغان حکومت له دې لارې ور وتپي .
اوس چې څاکن ( د سیمې استخباراتي کړۍ ) خپله په څا کې لوېد لې او خپل غم اخیستې دي ، نو ور سره جوخت د کورنیو مخالفینو د اوبه خور او تمویل اوبه هم مخ پر وچېد و دي .ځکه اوس کورني او بهرني مافیایي بانډونه له کلکې ماتې سره مخ دي . هغوی د افغانانو کلک هوډ ، دم او قدم هم مات نه کړی شو . ؤلسمشر هم په منطق ، استدلال او کار کولو کې قوي او بر لاسی او په خپل هوډ باندې ټینګ ولاړ سړی دئ . نوموړی به د تحول او تداوم ټیم د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره پیوند ، او په افغانستان کې به د حکومت په نامه تېرو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي .
ځکه افغان کور له تېرو څو لسیزو را په ایسته له هر ډول حشراتو ډ ک شوی ، کورنیو او بهرنیو موږکانو لویې او وړې داسې سوړې په کې جوړې کړې دي چې د دې کور امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی . ملي شتمنۍ یې لوټ شوې . ملي سیستمونه یې له کاره لوېدلي . دا کور نن له سره جوړېدل غواړي . خو څه ډول ؟
هغه داسې چې افغان ؤلسمشر مجبور دئ ترهر څه مخکې ددې کور د جوړېدو له پاره یو کاري ټیم (اجرأیه سیستم ) په مسلکي ، علمي ، تجرباتي او صا د قانه ملي شکل تشکیل کړي ، چې انشاءالله تعالی دا کار داکمال په مرحله کې دئ . وروسته له دې د کورني نظام ( امنیت ، سولې ، کورنۍ بوختیا ، ملي سوکالئ او کورنیو تولیداتو ) پینځه کلنه ، لس کلنه او پینځلس کلنه عملي سترا تیژي او پلان جوړ کړي . خو له دې سره جوخت باید ګاونډیان ، د سیمې هېوادونه او نړۍ د خپل منطًق او استقراء په ژبه دېته را مات کړي چې له افغانستان سره ددې هېواد په امنیت او ټیکاو راوستو، آبادۍ ، ښېرازه کېدو او پرخپلو پښو درېدو کې صاقانه عملي ګامونه پورته کړي . ځکه چې د ګاونډیانو ، د سیمې د هېوادونو او ټولې نړۍ امنیت ، او سوله ییز ژوند د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړاو لري . که افغانستان آرام او سوله په کې تأمین وه ، نو د ګاونډیانو ، د سیمې د هېوادونو او ټولې نړۍ ثبات او امنیت ور سره تضمین او تأ مین دئ ، او که دا هېواد بې ثباته او نا امنه ؤ ، نو په نړۍ او د سیمې په هېوادو کې هم امنیت نه شته .
دا ځکه چې ګاونډیانو ، د سیمې هېوادونو او ټولې نړۍ ته افغانستان د یوه جیو جغرافیک اوجیو پولیتیک پله حیثیت لري ، چې تل یې تمدنونه په اقتصادي او فرهنګي لحاظ له یو بل سره تړلي او دا هېواد د غرب او شرق او د سیمې د نورو هېوادونو له پاره ډېر سترا تیژیک اهمیت لري .
افغان ؤلسمشر ته په کار ده چې د خپل کور د جوړېدو تر ځنګ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره هم خپلې دیپلو ماتیکې اړیکې په اصلي دیپلو ماتیکه ژبه ټینګې کړي ، تر څو له دې لارې افغانستان وکړای شي له نړۍ سره د نېکو اړیکو لرلوپه موجودیت کې د خپلو زېرمو راایستو لارې چارې په کار واچوي ، نهري سیستمونه د زراعتي پروژو او برښنایي تولید اتو له پاره په کې فعال کړي ، چې پر مټ یې بیا د خپلو مواد و د پروسس او پخېدو زېربنأ وې بشپړې شي . ځکه له دې لارې افغانستان بیا کولی شي چې له یوې خوا ځان د خپل کورني تولید (صنعت او زراعت ) له لارې خود کفأ کړي ، او له بل اړخه به زموږ خپلې اوبه مهار او د بندونو رغولو له لارې به زموږ دښتې او شاړې ځمکې پرې خړوب شي .
که چېرې ؤلسمشر په خپل دغه کاري پلان کې بریالی شي ، بیا به یې نوم د افغانستان د تاریخ په زړه کې په زرینو کرښو ولیکل شي ، ځکه چې په دې کار سره به له یوې خوا افغانان په پردیو دروازو کې له کچکول نیولو څخه خلاص شي ، هرڅوک به په خپل کور د ننه هوسا او بسیا شي ، له بله اړخه به افغانستان د نورې نړۍ له لوېدلیو سره بشري مرستې کوي ، خو په دې شرط چې د کورني حکومت ضد بانډونو او بهرنیو کینه کښو استخباراتي او مافیایي کړیو لاسونه ور لنډ شي ترڅو دې نظام ته نورې امنیتي ستونزې جوړې نه کړي ، افغانستان د بې ثباتۍ پر خوا روان نه کړي او خپل ملي کار ته یې پرېږدي .
ځکه د افغانستان دښمنان اوس هم په دې هڅه کې دي چې په دې هېواد کې د تل له پاره باید جګړې دوام ولري ، حکومت یې باید بې ثباته او ملت یې تل وږی ، بېسواده ، بېکاره ، بې کوره نا امنه او مجبور وي ، ترڅو له یوې خوا د ګاونډیانو د هر اړخیزې مداخلې زمینه په کې برابره شي ، بېکاره ، بې روزګاره او نالوستي خلک یې د خپلو شومو اهدافو له پاره په مختلفو نومونو د تاریخ په هره مقطع کې استعمال او په نړیواله کچه بدنام کړي ، اوبه او نور پیداوار یې ترې د ځان کړي ، زموږ په دې جغرافیه کې یو داسې کاواکه او ضعیف تش په نامه حکومت غواړي چې تل دغه ګاونډیان باج ترې واخلي ، او له بلې خوا دا هېواد د خپلو غیر معیاري توکو د پېر او پلور له پاره په خپل سیمه ییز مارکېټ بدل کړي او تل یې دا خاوره او ددې خاورې زامن پوروړي وي . هو! د کینه کښو ګاونډیانواو د سیمې د نورو ور سره تړلوهېوادونوهدف همدغه دئ . ځکه یې دې کار ته اوږه ورکړې .
ولې نن د افغانستان ؤلس ، ددې هېواد سرچارواکي ، سیمه ییز او نړیوال حکومتونه ټول پر دې پوه دي چې د سیمه ییزو او نړیوالو اهدافو پرضد تخریبي پروژې چېرې ، د چا له خوا او د ځه له پاره جوړېږي ؟
په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف دا په زرګونو قربانۍ او په سوونو ترېلیونه ډالر د جنګي ماشین لګښتونه ، د هند او چین په څېر هېوادونو په میلیاردونو ډالر قانوني پانګونې او داسې نور خو ددې له پاره نه وې چې یو هېواد دې د خپلو غیر قانوني موخو له پاره دا هرڅه د خپل سر صد قه کړي . ځکه افغانستان هم په نړۍ کې یو خپلواک هېواد دئ . حکومت او اتباع یې قانوني حق او تمه لري چې په خپل هېواد کې د پردیو له مداخلو پرته د منتخب قانوني حکومت تر چتر لاندې آرام ، هوسا او بسیا ژوند ولري او ګام په ګام خپل ځان د نړۍ له پر مخ تللي کاروان سره یو ځای کړي .