د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا د ملي وحدت حکومت د مشرانو د اصلاحاتو وخت دی

ع، ابراهيمي 14.01.2015 20:03

د ملي شوراء ۱۶مه تقنيني دوره د ۱۳۹۰کال په يولسمه مياشت رسماً خپل فعاليت شروع کړو، چې په يادو مراسمو کې د وخت ولسمشر حامدکرزي سربېره يو شمېر لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ډيپلوماټانو هم ګډون کړی و، له دې دورې وړاندې جرګې تر ډېره په خپلو جنجالونو کې بنده پاتې وه او ۱۶مې دورې وکيلانو ته يې پر ورسپارل شوو مسايلو لازم کار نه وه کړی، په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې غړو پر پاک قران لاسونه کېښودل او قسم يې وکړو چې ملت ته به وفادار وي، دوی وعده وکړه، چې دوی به تر ډېره ملي مسايل مطرح کوي او پر هغوئ به بحثونه کوي، تر څو هېواد له بحرانونو وژغوري.

د ولسي جرګې د غړو شمېره د ۲۵۰تنو څخه اوړي چې هر ولايت پکې د سهم مطابق غړي لري.

خو د کالونو په تېرېدو نن بياهم هېواد لکه څنګه چې پخواء پاتې و همداسې پاتې دی او په ځينو برخو کې خو لا نور هم وروسته پاتې شو.

دا چې ولسي جرګه يا پارلمان د يوه هيواد د ملي او ګډ كور حيثيت لري. پدې مانا چې د اړوند هيواد د اساسي قانون او يوې معقولې پروسې له مخې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه استازي يا وكيلان ورته انتخابيږي. وكيلان د ولسي جرګې په مجلسونو كې ګډون كوي، خپل نظريات د نورو سره شريكوي، د وړاندې شوو قوانينو په هكله پريكړې كوي، سيمه ايزې ستونزې مطرح كوي او د حكومت د پاليسيو په هكله غور كوي. په همدې توګه د اړوند هيواد د اساسي قانون له مخې د حكومت د لويو لويو ملي تصميمونو په اړه د تصويب يا عدم تصويب دنده هم پر غاړه لري.

خو که وليدل شي، زموږ په هېواد کې ولسي جرګې د چوکاټ مطابق هېڅ داسې څه نه دي کړي، چې ياد او افتخار پرې وکړو، زه چې تر کومه د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان پيژنم دوی خو يوازې د خپلو جيبونو د ډکولو په فکر کې دي، او پدې آند دي، چې څنګه بيا ځلي کانديد شي او د راتلونکو پنځو کالونو لپاره څوکۍ انحصار کړي.

دوی داسې سپين سترګې دي، چې ورته حيرانېږم، د سترګو ليدلی حال درسره شريکوم، د ۱۳۹۳کال د ولسمشرۍ انتخاباتي مبارزو پر مهال د خپل رسمي کار د خلاصون لپاره بايد د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته تللی وی او يوه امضاء چې په اسنادو کې پاتې وه هغه د ياد کمېسيون د مشر وه، په همدې اړه ياد کمېسيون ته ورغلم هلته يوه وکيله (نيلوفر) ناسته و او پر ډاکټراشرف غني احمدزي يې ډېرې توندي نیوکې وکړې حتی تر دې پورې چې نومړی او دهغه ټوله کورنۍ يې عيسوۍ ياده کړه، او بيا يې زياته کړه، چې دا کل سری به اوس زموږ په سر مشري کوي، زما ورسره لهجه تونده شوه، دا چې يو پښتون او مشر پسې څوک خبرې وکړي دا برداش نه لرم چې وايې ورم، نيلوفر پر ډاکټرعبدالله عبدالله ټينګار کاوه، چې دی جمهور رئيس شي، نن مې بيا وليده راته يې ويل چې نه د اشرف غني نه څه جوړ شول او نه هم د عبدالله عبدالله نه، په خنداء شوه او زياته يې کړه دوی هم زموږ په شان يوازې د خپلو لپاره کار کوي او ملت ترې هير دی، کله چې د ولسي جرګې يوه غړې پر دې اعتراف کوي چې دوی يوازې خپل ځان او کورنۍ ته کار کوي نو موږ به ترې څه طمعه او توقع وکړو.

کله چې د ولسي جرګې وکیلان په ګردي ميزونو کې کښينې او لوي لوی خبرې کوي راته خنداء راځي او افسوس کوم چې دوی ولې د تلویزيون پر مخ داسې خبرې کوي او په عمل کې هېڅ نه پياده کوي ولې دوی د ولس په سترګو کې خاورې اچوي، او ولې دوی هېواد د بحرانونو خواته وړل غواړي؟

د نوي ائتلافي حکومت څخه د ولسي جرګې د غړو پرلپسې غوښتنې چې دوی ته دې د اعتماد رايې اخيستو لپاره وزيران وپيژني څو ځل دوی ګواښ وکړو که دوی ته وزیران ونه پيژندل شي، دوی به د پارلمان دروازې وتړي او کورونو ته به ولاړ شي، زما په اند چې دوی يوازې د پیسې پيداکولو لپاره دا ګوت څنډنه کوله.

د نوي حکومت له پيل څخه ولسمشر او اجرائيه رئيس ولس ته ژمنې ورکولې، چې دوی به کار اهل ته سپاري او اصلاحات به راولي، دوی د په لومړنيو بيانيو کې اشاره کړې وه، چې دوی به تر وسه کوښښ وکړي تر څو د پارلمان د وکيلانو کړنې کاري چوکاټ ته برابرې کړي او حکومتي چارواکو يې غوښتي و، دوی دې ولسي جرګې غړو ته وعدې نه ورکوي.

اوس د ولسمشر او اجرائيه رئيس د اصلاحاتو وخت رارسېدلی دوی ته پکار ده، چې نوماند وزيران وڅاري چې دوی د څومره وکيلانو سره تماسونه نيسي، غوړې او لوی وعدې او څومره پیسې ورکوي؟

زموږ په اند که بيا هم د پخواء په شان نوماند وزیران د وکیلانو لاس ته کښينې سر له اوسه ورته وعدې او پیسې ورکړي تر څو بيا دوی وزارت ته ورسېږي نو خبر روښانه ده چې دوی به بيا ونشي کولای لکه د تېرو وزیرانو په شان ولس ته خدمت وکړي، موږ د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړو چې پدې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او پرې نه ږدې چې نوماند وزیران دې داسې يو څه وکړي چې وروستی انجام يې بد وي.