د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الهام او د هغه ډولونه

عطا محمد میاخېل 14.01.2015 09:55

 الهام په لغت کې د یوڅیز څښلو او تیرولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې د الله تعالی له خوا د انسان زړه ته د ښې خبرې یا ښه مطلب اچولو ته  الهام ویل کیږي ، یعنې ګواکې ته به داسې انګیرې ، چې د انسان روح دغه مطلب په توله مانا اخلي ، او کله نا کله د وحې په مانا هم راځي د دغو مطالبو په پام کې نیولو سره قرآن کریم د الهام او وحې د کلمو اصطلاح کله نا کله د الهام په مانا هم استعمال کړې ده ، له دې امله موږ د الهام اصطلاح په دوه ډوله ویشو :
الف . ځان پوه الهام :  هغه الهام ته ویل کیږي چې د وحې په کلمې سره او یوازې د انسان له پاره کارول کیږي ، لکه څرنګه چې الله تعالی د موسی (ع) مور ته د وحې په کلمه سره الهام ورکړ ( اوحینا الی موسی ان ارضعیه فاذا ختف علیه فالقیه فی الیم )
ژباړه : موږد موسی ( ع) مورته وحې وکړه ، چې خپل بچي ته تی ورکړه ، او که ته پرې ډاریدلې نو سیند ته یې وغورځوه .
ب . ناببره او ناڅاپي الهام : هغه عام الهام ته ویل کیږي چې هغه انسان او له انسان څخه بر سیره د کایناتو نورو څیزونو ته هم کیږي ، او دې ډول الهام ته غریزي الهام هم وایي ، چې د هغې بیلګه په دې آیت کې یاده شوې ده
( فالهمها فجورها وتقواها ) . ژباړه : نو بدي او نیکي یې په زړه کې ور واچوله دغه راز نا ببره الهام د وحې په کلمه سره راغلی ، لکه چې الله تعالی د ګبینو مچۍ ته د وحې په کلمې سره الهام وکړ ( و اوحی ربک الی النحل ان اتخذی من الجبال بیوتا و من الشجر و مما یعرشون ) . ژباړه : او ستا رب د شاتو مچۍ په زړه کې ور واچوله چې غرونو ، ونو او هغو لوړو او دنګو ځایونو کې چې خلک یې جوړوي ځانوته ځالې جوړې کړې کړئ .
دغه راز امام غزالي (رح) د الهام په اړه لیکي : الهام کله په خوب کې راځي او کله په ویښه ، خو الهام داسې یو ډول نرم نازک ، لطیف او ښه حالت ته ویل کیږي ، چې الله تعالی د هغه په وسیله د زړه پرده او حجاب پورته کړي ، او بیا د هغه په پایله کې هغه د عالم غیب  څخه داسې رڼا واچول شي چې د هغې په پایله کې د علمي غرایبو او نوادرو د تحصیل اوزده کړې جوګه شي .
کله نا کله د الهام دغه حالت دوام هم مومي ، خو د یادونې وړده چې الهام په بیلابیلو حالتونو کې د انسان په واک کې نه وي .
د الهام ، کشف او وحې تر منځ توپیر : دوحې هغه ډول چې زړه ته اچول کیږي ( نفس فی الروح ) نو هغه الهام ته خورا نیږدې بریښي ، زړه ته د یو څیز اچول په حقیقت کې په الهام او وحې دواړو کې شاملیږي ، خو توپیر یې په دې کې دی، چې د وحې القاء او نزول یوازې نبي علیه السلام ته کیږي لکه څرنګه چې د حاکم په کتاب کې د نبي علیه السلام دا وینا : ( چې روح القدوس زما زړه ته القاء وکړه ) خو د الهام په هکله دا څرګنده نه ده چې القاء چا وکړه ؟ یوازې دومره اندازه د هغې احساس کیږي چې زړه ته څه مطلب داخل شو چې د مخه نه و ، دغه راز مجدد الف ثاني د کشف او الهام د توپیر په اړه لیکي : کشف له محسوساتو سره تړاو لري ، یعنې هغه څیز د حواسو په وسیله څر ګندیږي ، خو الهام له وجدان سره تړاو لري ، یعنې هغه څیز د حواسو په ذریعه نه پیژندل کیږي ، یوازې یو مطلب زړه ته داخل شي ، له دې امله الهام د کشف په پرتله حقیقت ته ډیر نیږدې دی .
امام غزالي په دې اړه لیکي : کومې خاطرې چې د انسان زړه ته داخلیږي پرته د هغو له زده کړې او هڅې څخه په دوه ډوله دي .
1ـ هغه څه چې د انسان په زړه کې راشي او ده ته دا علم نه وي چې هغه څرنګه او له کوم ځای څخه صادریږي هغه ته الهام ویل کیږي او دا ډول الهام یوازې اولیاوو ته کیږي .
2 ـ  په هغه څه چې انسان پوه او خبر شي ، او دهغې سبب او سر چینه د پریښتې د ښودنې په وسیله درک او وپیژندل شي ، هغې ته وحې ویل کیږي ، او دا ډول وحې یوازې انبیا وو ته ځانګړې ده .
د الهام حقیقت او ماهیت د عقل او فکر په وسیله نه پیژندل کیږي ، ځکه چې د انسان د عقل علمي سطحه ټیټه ده ، او انسان ته چې کوم الهام کیږي هغه په ناڅاپي او ناببره توګه کشف او احساسیږي ، نو له دې امله عقل د هغه له ادراک او پیژندنې څخه عاجز او بې ځواکه دی .
الهام د اعلام څخه خاص دی ، ځکه اعلام کله د استعلام په وسیله څرګندیږي ، یعنې د پوښتنې له مخې خبریدل ، خو الهام د کوم سبب یا پوښتنې له مخې نه څرګندیږي ، له  دې امله د الهام د علم حصول عامو خلکو ته نه څر ګندیږي او عام خلک په هغه باندې ملزم نه دي ، نو الهام خاص شو ، ځکه چې هغه د سبب له مخې نه څرګندیږي او کوم علم چې د الهام له مخې خاص شي ، نو هغه الهام اخیستونکي پورې خاص دی .
د الهام حکم هغه څه چې د کشف ، الهام او خوب له مخې څر ګند شي که چیرې هغه د قرآن کریم او نبي علیه السلام له سنتو سره برابر نه وي ، نو د شریعت په رڼا کې په هغه عمل کول جواز نه لري او نه د اولیاوو الهام یقیني دی ، له دې امله ، هغه نه په دین کې حجت ګڼل کیږي او نه یې پیروي لازمه ، که څه هم د تصوف پوهان په کشف او الهام باور لري ، خو دوی هیڅکله دې ته چمتو نه دي ، چې هغه د شرعي دلیل په توګه ومني ، بلکې د هغوی د عملونو او ویناو بنسټ قرآن او سنت جوړوي لکه څرنګه چې په دې اړه ابو القاسم الجنید ویلي دي : زموږ علم او پوهه د الله تعالی په کتاب او نبي علیه السلام په سنتو نو ولاړه ده او چا چې قرآن لوستی نه وي او احادیث یې لیکلي نه وي ، هغوی ته زموږ له خوا په علمي مباحثه کې د بحث کولو اجازه نشته، او هغوی هیڅکله د خلکو مقتدي او لارښود کیدای نه شي .
دغه راز شیخ ابو سلیمان الداراني ویلي دي : چې کله د خلکو د ویناوو او باورونو له مخې یو څیز زما زړه ته الهام شي ، نو هغه له دوه ګواهانو څخه پرته نه منم یعنې د الله کتاب او د رسول سنت .
همدارنګه عمرو بن نجید ویلي دي : هر هغه وجد ( الهام ) چې کتاب او سنت یې تایید نه کړي هغه باطل دی .
شیخ الا سلام ابن تیمیه وایي : ډیر خلک دا ګمان کوي ، چې هغوی د کمال درجې او پوړته رسیدلي دي ، په داسې حال کې چې ډیر ځله دا ګمان له حقیقت څخه لرې او هغوی هیڅکله حق ته نه وي رسیدلي ، البته د مکاشفاتو او مخاطباتو خاوندان ، ځینې یې حق ته رسیدلي او ځینې یې په غلطه لار روان شوي دي ، له همدې امله دوی ته په کار ده چې د الله کتاب او نبي (ص) په سنتو منګولې خښې کړي ، او خپل معقول الهامونه ، مشاهدې او نظریات د الله (ج) د کتاب او د نبي (ص) د سنتونو په تله کې وتلي او په خپلو دغو شتو معلوماتو بسنه ونه کړي .
او که څوک په هغه څیز چې د الهام له مخې حاصلیږي بسنه وکړي او هغه څیز له قرآن او سنت ته د وړاندې کولو له پاره اړین ونه ګڼي او د دین په ځینو چارو کې له نبي (ص) څخه ځان مستغني وګڼي ، نو بې له شکه چې دا ډول شخص د مارقینو
( له دین څخه وتونکي ) په ډله کې راځي .
همدارنګه امام حسن البنا (رح) ویلي دي : رښتینی  ایمان صحیح عبادت او دوامداره مجاهدت  هغه نورانیت او خوږوالي ته ویل کیږي که الله تعالی وغواړي نو هغه د ځینو کسانو په زړه کې اچوي  .