د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرغلرې

نجیب منلی 13.01.2015 11:01

پخوانیو ګومان کاوه چې سیپۍ د اوبو سر ته راوخېژي، خوله وازه کړي. که پر دغه مهال د باران یا شبنم څاڅکی د سیپۍ په خوله کې ولوېږي نو مرغلره ترې جوړېږي. هماغومره قیمتي مرغلره لکه د عربستان په ریګستان کې د اوبو څاڅکی. د سیپۍ سوال او د ورېځې سخاوت شتمني او ښکلا زېږوله.


سوال مې خوی له در افشانه ابره نه دی

صدف ورانه خپله خوله کړه په غوښتلو


خو واقعیت بل ډول دی. سیپۍ، له زرګونو نورو سیپیو سره یو ځای د سمندر په غېږ کې په لویو لویو تیږو نښتې ژوند کوي. کله یوه د شګې دانه د سیپۍ غوښې ته ورشي، خوږوي یې، ازاروي یې. سیپۍ د دغه پردي، ځوروونکي جسم د لېرې کولو وس نه لري نو یوه ښویه ماده تولیدوي، په کې یې رانغاړي چې تېرې، ځوروونکې څنډې یې ښویې شي او عذاب یې د زغم وړ شي. له دوو تر پینځو کالو د سیپۍ د درد کیسه د مرغلرې د ودې داستان جوړوي.

د الماس او نورو غمیو ښکلا په تراشلو او صیقل کولو رابرسېره کېږي خو مرغلره هغه بې ارزښته شګه ده چې د نقر په لسګونو پوښونو کې نغښتل شوې او همدغه په زغم او حوصله اوبدل شوي پوښونه یې ښکلا ده.


خدای دې پسرلیه د پښتو غاړه پرې هسکه کړي

دغه مرغلرې مې روزلې د سیپۍ غوندې


زه نه پوهېږم چې استاد پسرلی به څومره د سیپیو له بیولوژي او ایکولوژي سره بلد و، خو په دې بیت کې یې د شهکار پنځولو یوه ډاډمنه لار راښولې.


دا دستور دی چې له درده زګېروی خېژي.


که درد له پیدا کېدو سره سم چغه یا زګېروی شي، نو یو څوک به خواشینی کړي، د یو چا رحم او خواخوږي به راوپاروي خو دغه احساسات، که هرڅومره شدید هم وي، تېرېدونکي دي.

خو که د دې پرځای چې دردوونکې پېښه چېغه یا زګېروی شي، دردېدلی انسان هغه په زړه کې وساتي، د خپل ژوند، خپل درد ، خپل احساس ، خپل چاپېریال، خپل فرهنګ، خپلو انګېرنو او خپلو باورونو څخه په راڅڅېدلي معجون یې و پوښي، ویې پالي، ویې ساتي او چې کله  کمال ته ورسي را ویې باسي نو دغه هنري اثر بیا داسې په اسانه نه مري.