د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري تولنې د خواشینۍ پېغام

نظیف الرحمن سرشار 13.01.2015 11:57

په ديرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني افسر سمونوال (ډګروال) حیات الله ایمل د ورپیښې ناروغۍ له کبله د تیرې جمعې په ورځ د ناروې په یسهایم کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، إنا لله وإنا إليه راجعون.
ارواښاد حیات الله ایمل د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د خپل ژوند ډیره برخه د ګران هېواد او خپل ولس خدمت ته وقف کړې وه، چې تر ډیره به یې خلک یادوي.
په اوسلو کې د افغانانو کلتوري ټولنه د ښاغلي ایمل مړینه ولس او هېواد ته زیان بولي، درنې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د لوی الله څخه د زړه صبر او ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوي. روح یې ښاد، یاد یې تازه.

په درنښت
نظیف الرحمن سرشار