د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشارلي ابیدو مقدس جهل

محمدحسن حقیار 11.01.2015 23:41

په فرانسه کې دطنزي مجلې شارلي ابدوپه دفترکې پیل شوي تراژیک اتڼ شل تنه فرنسویان ووژل .
ددې غمیزې لپاره مې داطنزي سرلیک د هاراکیری (هغه مجله چې شارلي ابدوترې نړۍ ته دراتللو الهام اخستی ) دیوپخواني خبرپه تاثر وټاکه . ، کله چې دفرانسې ولسمشر جنرال شارل دوګول په ۱۹۷۰ زیږیزکال کې ومړنوهاراکیري په لوی سرلیک لیکلي و: [[په کولومبی( د دوګول کور)کې تراژیک اتڼ یوتن وواژه.]]
دفرانسې نوی اتڼ چې دچهارشنپې په ورځ دمرغومي په ۱۷مه دشارلي ابدودمجلې پردفتر ددرې تنو مجاهدوفرانسویانودبریدله امله پیل شوی خوظاهراً پای ته ورسېد خولاهم دپاریس داوسېدونکیوزړونه ځای ته نه دي راغلي او لاهم وېره ورسره ده چې څوک يې په زور داتڼ میدان ته ورکش نکړي.
شارلي ابدو مجله په ۱۹۷۰ زېږدیزکال کې تاسیس شوې اوتراوسه يې زرګونه سیاسي کاریکاتورونه چاپ کړي دي .
دې مجلې دځان دشهرت او مینه اولو اوبازار دموندلولپاره نه سیاستوال پرېښي ، نه هم مذهبي مشران او نه هم سوداګر.دې مجلې نه یواځې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال دحضرت محمد ص هغه کاریکاتورچې تردوی وړاندې یوې دنمارکۍ مجلې خپورکړی و بیا خپورکړ،بلکې، د ۲۰۱۱ زېږدیزکال په نومبر او د۲۰۱۲کال په سپتمبرکې يې هم دحضرت محمد ص کاریکاتورونه او اتیازره نسخې داسلام دسترپیغمبر توهینوونکی کتاب خپورکړ چې په ۲۰۱۱ کې یې هم پردفتر داورشیدونکي بم حمله وشوه اودفتریې وسوځول شو،شارلی ابدو یواځې په اسلام پسې نه وه رااخستې ،بلکې نور ادیان یې هم سپکول .دې مجلې دعیسوي ښځینه راهبانو داسې کاریکاتورونه هم خپاره کړي چې ښيي هغوی خپل جنسي اورپخپله سړوي ،دپاپانو داسې کاریکاتورونه یې هم خپاره کړي چې کاندوم یې اچولی، دداسې پولیس کاریکاتوریې هم خپورکړ چې له یومهاجرڅخه يې غوڅ کړی سر په لاس کې نیولی او ویني ترې څاڅي . اوس یې هم دداعش دډلې دمشرانو ابوبکر البغداي او عمر البغدادي کاریکاتورونه خپاره کړي لویدیځو رسنیو لیکلي چې شارلي ابدودبریدپه شپه پخپله سبانۍ (پنجشنبې) ګڼه کې هم د ابوبکر البغداي کاریکاتور خپراوه چې دې هیلې ته له رسېدووړاندې يې کارکوونکي ووژل شول.
یهودیت ته دتوهین کولو له کبله ددې مجلې یو تن یهودي مدیراحتجاجاً ددې مجلې مدیریت هم پرېښی دی .
ددې مجلې پردفتر وسلوال برید ناڅاپي نه و، بلکې مشران يې وايي چې دوی ته څوځله ګواښونه شوي و او دوی داګواښونه له امنیتي چارواکیو سره شریک کړي هم و همدالامل و چې دفرانسې حکومت يې مدیر(شارب )ته چې دحضرت محمد ص دکارتون چاپولو اصلي طراح و دوه تنه دولتي ساتونکي هم ورکړي و چې دا مدیر اوداساتونکي يې هم دچارشنبې دورځې په بریدکې ووژل شول.
کله چې په ۲۰۰۶او ۲۰۱۱کلونو کې دې مجلې داسلام دسترپیغمبر کاریکاتورونه خپاره کړل نو مسلمانانويې پرضدپه ټوله نړۍ کې لاریونونه وکړل آن دنورو ادیانو اومذهبونولارویانو هم ددې مجلې داکار په کلکه وغنده اود((باهرچه ریشخندباریش بابا هم ریشخند!!)) له مصداق سره يې ادیانو ته توهین له زغمه وتلی کاروباله .
دالومړی ځل نه دی چې په متمدنه !! لویدیځه نړۍ کې مقدس اودموکرات جاهلان مقدس او دموکراتیک جهل کوي او پراسلام او اسلامي شعایروملنډې وهي ــ ( لویدیځې رسنۍ هغو نالوستو ته چې دمذهب په نوم ناسم کارول کیږی دمقدس جاهل نوم ورکوي خوپه حقیقت کې دوی پخپله په مذهبي جنون اخته دي اوپه ناپوهۍ او له دین او نړیوالوقوانینوڅخه په ناخبرۍ اویا هم دړانده تعصب له مخې پراسلام نیوکې کوي اوتوهینوی يې ) .
ــ په دنمارک ،فرانسه اوهالندکې داکارڅوځله تکرار شوپه امریکا،افغانستان عراق او نورو هیوادونو کې دامریکایانو په اډوکې څوڅوځله عظیم الشان قران وسوځول شو ،په کثافاتوکې وغورځول شو او دمسلمانوبندیانوپروړاندې پرې لغتې وشوې،که په ختیځه ټولنه کې هم څوک داسلام سپکاوی وکړي نو لویدیځوال ورته ددوی غیږې ته دتېښتې زمینه برابروي او ددې پرځای چې دنړۍ دڅلورمې برخې د نفوس (اتلس سوه میلیونه مسلمانانو) دین اومعتقدانو ته دسپکاوي اوداحساساتواوباورونود ټپي کولواودردولوپه تور یې محاکمه کړي لایې هم نازوي ،دمسلمانانو له ضدنه ورته د مرفه ،لوړاو ارام ژوندزمینې برابروي ، ښې نمونې یې سلمان رشدي ، تسلیمه نسرین اوپه افغانستان کې مرتدشوی پنجشیری عبدالرحمن دي .
په عبدالرحمن پسې کابل ته دایټالیا لخوا الوتکه رالېږل او هلته له رسېدوسره ورته دهرکلي لپاره هوايي ډګرته دايټالیا دلومړي وزیر راتلل او دیوجمهوررییس په کچه پروتوکول ورکول که دمسلمانانو دځورولو او له اسلام څخه دخلکو د اړولو هڅه نه وي نودڅه لپاره دي .
سلمان رشدي ته دبرتانیاپه ترټولومصؤونه سیمه یاددې هیواد د نظامي استخباراتو په اډه کې ځای ورکول دڅه لپاره؟
دمتمدنې نړۍ دچارواکیوښه پلمه دبیان ازادي ده ، سره له دې چې دوی ښه پوهېږي چې نه نړیوال منل شوي قوانین ، نه ملګري ملتونه ، نه دبشر حقوق اونه هم رښتوني اسماني ادیان چاته اجازه ورکوي چې ادیانواومذاهبوته دې دبیان دازادۍ په نوم توهین وکړي . دنړیوالو قوانینو په رڼاکې انسان ترهغې دبیان دازادۍ اجازه لري چې دنورو ازادي ونه ګواښي ، پرمذهبي معتقداتوملنډوته په یوه قانون کې هم اجازه نشته ده .
هرکله چې هم دوی پراسلام او اسلامي ارزښتونوتېری او اسلامي شخصیتونوته توهین کړی نو مسلمانانو يې پروړاندې کلک دموکراتیک اونادموکراتیک غبرګون ښودلی دی خو ددموکراتیکو او نادموکراتیکو دواړوغبرګونونو ځای ترډېره حده پخپله اسلامي هیوادونه دي او کله چې داغبرګونونه خونړي شوي نوکه لسګونه کسان پکې وژل شوي اوکه سلګونه ټول پخپله مسلمانان دي اوکه مالي زیانونه يې هم اړولي نو پخپله مسلمانانو ته اوښتي دي .د سپکاوي کوونکيوبه چورت هم خراب نه و، ځکه هیڅ درد به نه وررسیده او لا به خوښ وچې توهین یې هم د مسلمانانو اوددوی د دین کړی او مالي او انساني زیانونه هم دوی ته واوښتل .
کله به چې مسلمانانو ددوی له لاسه ورته خپل اوښتي دردونه ژړل نودوی به يې په خولې پورې خندل بالاخره ترڅو ؟اخر هم دانسان حوصله پای ته رسیږي . آیا اسلام ته دسپکاوي نړیوال لمسوونکي نه پوهېږي چې اسلام کوم بې وارثه دین ندی دا زرګونه مسلمانان چې له خپل دین او عقیدې څخه ددفاع لپاره پرځان پورې بمونو تړلو ته چمتوکېږي نوآیا دوی ته یی پردې ناراوو غوسه نه راځي اودغچ جذبه یې په رګونو کې نه څپانده کیږی؟ ایا دوی نه پوهېږي چې د نړۍ د اتلس سوه میلیونه مسلمانانوله ډلې به دیوه لاس هم ددوی ګریوان ته ورونه رسیږي .دادی هغه ورځ هم راغلله څوتنو زلمیو فرانسوي مسلمانانو خپلویهودي او عیسوي په مقدس جهل اخته چارواکیوته وښوده چې عربي نړۍ ، پاکستان ،افغانستان او افریقاخوپرېږدۍ همدلته نږدې درته داسلام سرتیری زمریان شته اوپخپلوکورونو کې درنه داسلام دتوهین غچ اخلي ،دواړه اتل ورونه شریف کواشي او سعید کواشي نه لیونيان و او نه هم دخپل کار له پایلو څخه ناخبره ، دواړه پوهېدل چې موږ کله دپارس په زړه کې دشهرت اومادیاتوپرتږواودمذهبي جنون اومقدس جهل پررنځ اخته کسانوبرید کوو او ټول وژنو نو زموږ وژنه هم حتمي ده خو دادی بیا هم چمتوشول چې مقدسوجاهلانواودبیان دازادۍ له نوم څخه ناوړه ګټو اخستونکیو ته دا درس ورکړي چې هرڅه ځانته پولې لري نورمو داتبعیض او وحشت دزغملونه دی.
داسلام دمبارک دین له نظره آن هيڅ باطل دین او مذهب ،خدایګوټواوبتانو ته توهین روا ندی.
اسلام ټولو ادیانواومذاهبو ته درناوی او احترام لري او ازادي یې ورکړې ده .همداسې له نورو ادیانواومذاهبو هم غواړي چې داسلام درناوی وکړي ، له نورو ادیانواومذاهبو (خصوصا له اسماني ادیانو)سره داسلام اړیکې دوستانه ، صمیمانه اودمتقابل احترام په فضاکې دي ، اسلام جارحانه اومتعرضانه دريځ نلري ، ځان دپخوانيو اسماني ادیانو (که څه هم اوس یې بڼه اوښتې او ملاوټ پکې شوی) پشپړوونکی بولي خوله ځان څخه ددفاع حق يې هم خوندي کړی دی.
زه دپارس دبرید پلوی نه یم او پردې هم باوري یم چې اسلام دیوه تن پرګناه بل ته دسزاورکولو مخالف دی خودهرعمل پروړاندې عکس العمل طبعي خبرده بیادداسې عمل چې درديې سلګونومیلیونوخلکوته رسېږي.
زه پردې افسوس کوم چې په دې متمدنه نړۍ کې چې د ادیانو دپخلاینې پیرګڼل کېږي غربیان ولې داسې بریدونو ته زمینه برابره کړي ، ولې دمسلمانانو احساسات راپاروي ، ولې دداسې دین توهین کوي چې ټول بشریت ته رحمت دی.
که کوم مسلمان هم ددین له ادرسه نورادیان توهینوي نوله اسلام سره جفاکوي.
دادملګروملتونو دنده ده چې ددینونو دتوهین مخه ونیسي ،زه له ملګروملتونو څخه غواړم چې د ادیانو ترمنځ توپیرونکړي ، له اسلام او اسلامي نړۍ سره دمورمیرې سلوک پرېږدي ،د امریکا دارالانشاء نشي، د ادیانوترمنځ تقارب ته کاروکړي . هردین او مذهب دهغو دلارویانوله نظره ښه او حق دی، هرڅوک پخپل دین اومذهب
دردېږي،دهیچاپه سترګوکې دې ګوتې نه ننوېستل کېږي.
که فضا همداسې وي اودهردین لارویان بل دین توهینوي نوباوردی چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خوپرېږده آن کورپه کوربه جګړې روانې وي. دنړۍ پر سرداسې هیواد نشته چې هلته مسلمانان نه وي ، له نایجریانیولې تر مصراو پاکستان په ډېرواسلامي هیوادونو کې عیسویان هم شته دي که په پارس کې مسلمانان اقلیت دي نوپه پاکستان اومصر کې هم عیسویان لږه کي دي .
که همداسې د ادیانوتوهین کیږي نو لیری نده چې صلیبی جګړې بیا پیل شي او دمذهبي جګړو کنترول ځکه اسانه ندی چې لوبغاړي يې دوژل کېدوپه صورت کې ځان شهیداودژوندي پاتې کېدوپه صورت کې غازي بولي بیا به يې مقدس جاهلان اودملګرو ملتونوترپوښ لاندې دامر یکا دارالانشاء څه چاره کوي .