د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رنګ مې دې هېر دی...

نجیب منلی 11.01.2015 13:33

نوی کابل ته راغلی وم. نوې مې فارسي زده کړې وه. یو څو ملایي کتابونه، یو څو مجلې او د تاجیک لیکوال، صدرالدین عیني، د یاداشتونو کتاب په تاخچه کې ايښي وو. له ملایي کتابونو سره مې کار نه درلود، په مجلو کې مې شعرونه او لنډې کیسې لټولې خو د عیني یاداشتونه مې د یوازې والي د شېبو ملګري وو. د امتحانو په شپو کې به مې مور مجبورولم چې درس ووایم، خو زما به درس ته زړه تنګېده. د دې له پاره چې مور مې کتاب په لاس وګوري، د مکتب کتابونه به مې څنګ ته کښېښودل او د عیني په یاداشتونو کې به ډوب شوم.

عیني د خپلې مور د مړینې کیسه کوي. د صایب دا بیت یې په ذهن کې ګرزي:

ا

ی فراموشي کجایی تا به فریادم رسی
باز احوال دل غم پرورم آمد به یاد


چې دا کرښې به مې لوستې په ستوني به مې درد شو. سترګې به مې ډکې شوې خو په خپل ټول ځواک به مې د سلګیو او اوښکو مخه ډب کړه. په سینه کې به مې خوږې څړیکې راغلې. د هېرولو دغه هیله را ته هم خوږه وه او هم د زهرو غوندې ترخه.

اوس چې کله د زړو یادونو د ژوندي کولو هڅه کوم د حافظې ناځواني مې هماغومره ځوروي لکه د صایب د بیت د لوستو پر مهال مې چې د هېرولو له هیلې خوند اخیست.


زما د عمر مساپره
رنګ مې دې هېر دی په نامه دې یادومه


خو زما یاد تر دې هم بېکاره دي. په ژوند کې مې ډېر کسان تللي راغلي، ډېر ځایونه مې ليدلي، ډېرې خبرې مې اورېدلې او ډېر پاڼې مې اړولې دي. ځینو یې زما د ژوند د لوري په ټاکلو کې اثر هم دلودلی دی خو چې بېرته یې را برسېره کول غواړم نه مې څېرې سترګو ته درېږي، نه مې غږونه خیال ته راځي، نه مې نومونه په یاد دي... داسې انګېرم چې له سینده مې غلبېل راډک کړی و. د غلبېل د جالۍ نمجن تارونه راته همدومره وایي چې دلته اوبه هم تېرې شوې دي.

هيروویل سن کلېر. د فرانسې په شمال لوېدیځ کې د مانش بحیرې له غاړې لس کیلومتره لېرې، هغه مهال نوی جوړ شوی ښار و. ځینې بلډنګونه لا نه وو خلاص شوي. د څلور لارو تر منځ تش ځایونه لا له خټو او خځلو ډک وو. ما د نورماندي د مرکز، کان ښار، په یوه ښونځي کې - له چاپېریال سره د اشنا کېدو په موخه - دولسم ټولګی له سره لوست. د غرمې ډوډۍ به مې له نورو افغان ملګرو سره د کان پوهنتون په کفتریا کې خوړه او د شپې له پاره یې را ته، په هیروویل کې، د ځوانو کارګرانو په یوه لیلیه کې خونه راکړې وه. ګاونډی مې یو لبنانی ځوان و. نیمچه بې سواده و خو هم یې سیاسي فکر درلود او هم یې له موسیقي سره ژوره علاقه درلوده. اوس مې یې نه څېره یاده ده او نه یې نوم رایادولای شم. همدغه نیمچه بې سواده زلمي له عربي موسیقۍ سره زما اړیکې وپېیلې. د فریدالاطرش خوږ غږ، لوړ شعري ذوق او ځانګړې موسیقي یې راوپېژندله. اته دېرش کاله کېږي چې د مصري شاعر، یوسف بدروس، دا ټکي مې په مغزو کې انګازې کوي

ساعه بقرب الحبيب

ساعة بقرب الحبيب أحلى أمل في الحياة
ينسى الفؤاد النحيب ويشكي حبه وهواه
ساعة ..ساعة .. ساعة بقرب الحبيب

ليه تفكر في الهموم وانت في ساعة النعيم
ده الهنا وقته قصير عمره من عمر الزهور
اغتنم فرصة صفاك وانسى همك وقساه

وان كان شقاك من الغرام من الجفا والخصام
اللي نسيك انساه ولا يهمك جفاه
ياما غيره رح تلقاه وتهنّي قلبك معاه ؟

یوسف بدروس وایي «که هېر یې کړې، هېر یې کړه!»

ما مې د خپل لبناني ملګري رنګ او نوم دواړه هېر کړي خو هر وار چې د فریدالاطرش غږ اورم یا یې په اړه فکر کوم، را ته یادېږي. هر چېرې چې وي، ښاد دې وي. که زه یې هېر وم ګیله ترې نه شم کولای.


https://www.youtube.com/watch?v=BWatrwf24KM