د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بیان د آزادۍ او ملي خیانت په اړه

عبدالرحمن فرقانی 08.01.2015 19:38

په فرانسه کې د بیان د مطلقې آزادۍپر وړاندې غبرګون او په افغانستان کې د ملي خیانت په هکله د ولسي جرګې څرګندونې د دغې اونې هغه تودې پیښې وي، چې د مطبوعاتو فضا یې توده کړې وه. غواړم په دې اړه لاندې څو ټکي درنو او ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم:
دبیان آزادی، ملی خیانت.... هغه اصطلاحات او مفهومونه دی، چې د بشري تاریخ په اوږدو کې تل په نسبي ډول مطرح شوي او هیڅکله په مطلق ډول نه دي، تعبیر شوي، خو استعمار دغه راز مفهومونو د فکري مبارزې په ډګر کې د خپلو ناوړه اهدافو په لاره کې په ځینو هېوادونو کې په مطلق ډول ګمارلي دي، او هڅه شوې ده، تر څو د ذهنیتونو د فکري اغوا په موخه ورنه ګټه پورته او د سیاسي، فکري او ټولنیزو ډګرونوکې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره توظیف کړي
له کومه ځایه چې د بیان آزادي او په تېره بیا فکري آزادي یو جذاب او راکښوونکی مفهوم دی، او دنړۍ په کچه د بېلابېلو اړخونو او بنسټونو له لوری په دوه ډوله مطرح کېږي، که یو اړخ یې د بې بریده لیوالتیا په چوکات کې د خپلو موخو لپاره ګماري، خو بل اړخ دا د آزادۍ مفهوم ځینو دیني، کلتوري او ټولنیزو اعتبارونو ته مقید بولي، او استدلال کوي چې په کار ده، نوموړي مفهوم د معقولو پولو په چوکاټ کې د انسان د حقونو څخه یو حق وپیژندل شي، او په داسې ډول ډګر ورته پرانیستل شي، چې د یوه هېواد ملي هویت او فرهنګي او دیني ارزښتونه زیانمن نه کړي، ځکه چې د هر هېواد آزادي هغه مهال تر پوښتنې لاندې واقع کېږي، کوم مهال چې بله پردۍ آزادي پکې پیل شي.
که د بیان د آزادۍ مفهوم په اسلامي او وضعي ارزښتونو کې وپېژنو کېدای شي د دغه مفهوم په نسبیتوب او مطلقتوب پوه شو : په اسلام کې د بیان آزدي دری قیدونه یا ظوابط لري، چې عبارت دي له:
• د ټولګټو تحقق؛
• نورو ته د ضرر نه رسول؛
• د فساد مخنیوی؛
د نوموړو دریو ضوابطو په چوکاټ انسان کولای شي، خپله هر اړخیزه آزادي تر لاسه کړي. په دې موخه اسلام د بیان د ازادۍ په نسبیتوب باور لري.
په وضعي قانون کې د انسان د حقوقو په اعلامیه کې راغلي، چې د بیان آزادي هر هغه کار دی چې انسان پرې قادر شي، په داسې حال کې چې نورو ته ضرر او نقصان وا نه ړوي. بناٌ وضعي قانون هم د بیان آزادي ته قید ږدي او په نسبي ډول یې پېژني.
دواړه مفهومونه رسوي، چې د بیان آزادي نسبي ده، مطلقه نه ده، چې هیڅ ډول سرحد او پوله ونه پېژني، بلکې د بیاڼ آزادي په دې مقیده ده، چې نورو ته ضرر و نه رسېږي، او اسلام خو تر دې سربېره د آزادي اعمال په داسې ډول پېژني، چې باید انسان ته پکې ګټه ورسېږي او د ټولګټو د تحقق لپاره ترې کار واخیستل شي.
نو په کار ده، چې د بیان د آزادۍ لپاره یو لړ ضوابط او قیدونه شتون ولري او د نوموړو قیدونو په چوکاټ کې تنظیم شي.
هغه څه چې په فرانسه کې د اسلام د سپیڅلي پیغمبر پر ضد د یوې معتبرې رسنۍ له لارې تر سره کېږي په واقعیت کې هغه د بیان د آزادي له اصل سره کاملا په ټکر کې دي، ځکه د پورتني استدلال سره سم هیڅ څوک حق نه لري نورو ته ضرر ورسوي د نورو احساسات تر یرغل لاندې واقع کړي، ضرر رسول په دې ډګر کې یوازې مادي ضرر نه بلکې معنوی ضرر هم مراد دی، د یوه لوی امت احساساتو سره په دې ډول لوبې کول په پای کې همدا راز غبرګون را پاروي. که د اسلامي او بشري وضعي ارزښتونو سره سم د بیان آزادي یو لړ ظوابط او شرایط لري، چې باید مراعات شي او هر څوک د هر څه ویلو حق ونه لري، نو بیا باید دا اصل په ټوله نړۍ کې په یوه ډول مراعات شي ، نه دا چې په لوېدیځ کې مرعاتېږي او د اسلامي امت پر وړاندې نه مراعتېږي.
او همدا راز په افغانستان کې د بیان آزادی د ځینو کورنیو کړیو له خوا د بهرنیو کړیو په ملاتړ په مطلق ډول مطرح کېږي، ګواکي هر څوک حق لري هر څه چې غواړي وې وایی باید یې ووایی، د بیان آزادي هیڅ ډول سرحد او پوله نه پېژني، خو بیا د دغه راز چلند په پایله کې د انسانانو پاک او سپيڅلي احساسات ځپي، هغه اخلاقی ارزښتونه له منځه وړي چې د یوې انساني ټولنې ځانګړتیا ټاکي او په ځمکه کې فساد خوروي په داسې حال کې چې د اصلاح او ښیګڼې داوه کوي.
اوس که دافغانستان حالت وګورو . د بیان د آزادۍ تر عنوان لاندې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشین د ایران او هند په لاس کې دی، کومې هندی ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلویزونو نو کې نندارې ته ایښودل کیږی د افغانستان ټولنه د تباهۍ لوري ته بیایی، ځکه چې د فرهنګي پیغام وړاندې پکې دیني پیغام نغښتي دی، که د نوموړو ډرامو مضمون او محتوی وڅیړل شي پرته له دینی پیغامه بل څه پیغام نه لری، د بوداییزم هغه دیني فلسفه چې د یوه سړی روح په اوو بېلابېلو کالبدونو کې د اوه ځله لپاره ژوندۍ کیږی، او یو انسان اوه ځله په بېلابېلو څیرو کې ژوندی کیږی، پکې تمثیلیږي، د کلتوری پیغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزی پیغام دا دي چې د یوه انسان روح په بېلابېلوجسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي . که د یوې افغانۍ کورنۍ یو لس کلن زلمی له خپل پلار نه دا پوښتنه وکړی چې پلاره ! نو موږ به بیا هم ژوندی کیږو لکه (سندرا ) لدې څخه موږ کولای شو د دې ډرامو اغیزه په خپلو هغو کورنیو کې انځور کړو چې اکثریت ئې سواد نه لری او دینی پوه ئې ډیره کمه ده، او د دې ډرامو د لیدلو شرایط د بې وزلی سره سره ورته مهیا شوی دي. دا چې په لباس، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغیز لاندې راشو دا خو حتمی ده، زه په ټول باور ویلی شم ،چې زموږ په افغانی ټولنه کې به د سندرا، دلهن، ساغر ... او داسې نور نومونه پیدا شوی وي، هندي لباس خو په پراخه کچه رواج او د افغاني ټولنې دفیشن او سینګار اړینه برخه ګرځیدلی، د هندوانو په څیر پر ټنده دخالونو ایښودل خو زموږ په اصیله ټولنه کې دهر چا تر سترګو کیږي.
دا خو پردی فرهنګ او دود دی چې زموږ ټولنې ته یې لاره موندلې ده، تر دې هخوا هڅې روانې دي تر څو زموږ اصیل دیني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې را شي او د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې شي، د بیلګې په توګه د روژې په مبارکه میاشت کې موږ ټول د هغه سپیځلي او ویاړلي اسلامې تاریخ د شخصیتونو د تجسید له مسالې سره مخ شوو، چې د فقهي اړخه جواز نه لري، خو کومې ډرامې چې په ډیر فخر او ویاړ د افغاني ټلویزنونو له لوری لیدونکو ته په روژه کې وړاندې شوې، هغه اسلامی ارزښت یې چې د څورلسو پیړیو را هیسې په خپل حال پاتې وو د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې کړ یعني د اسلامي شخصیتونو تجسید او تجسیم .
زموږ په ذهنونو کې د پیغمبرانو او د صحابه وو کرام د سپڅلېو څیرو بدیلې څیرې مجسمې شوې کومې چې د اسلامي حکمت پر بنسټ باید همدا راز پټې پاتې وی، تر څو یې دعظمت او لویوالی تابتیا زموږ په ذهنونو کې محفوظه او خوندي پاتې وي، او له دې لارې مو د الله تعالی عظمت او لویي درک کړې وی. په اسلام کې اصل دا دی چې ارزښت تر شخص وړاندې دی له همدې کبله په اسلام کې تر شخص وړاندې ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي ،د بیلګې په توګه کوم مهال چې عمر رضی الله تعالی عنه د اسلام تاریخ وټاکه هغه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه نه بلکې د هغه د هجرت ځخه وتاکه، تر څو د ارزښت درناوی شوی وي ،نه د شخص.
د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادی هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي ، خو دا پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملی امنیت لپاره د ژورنالزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لری تر څو هغه مواد چک کړی چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی، د لودیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم، نیوزویک، واشنګټن پوست ... هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لری، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر، کلچر، عقیده ، اخلاق ... په هغه چوکاټ کې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره مطابقت ولري .
سربیره په دې د هر هیواد روشنفکره او مثقفه طبقه مسؤلیت لری چې د خپل هیواد وګړو ته هغه فکر، عقیده او فرهنګ وړاندې کړی چې د دوی ملی هویت او دینی ارزښتونه په کې محفوط وی، که چیرې خپل هیواد ته صادق وي او پلورل شوی نه وي . .

ملي خیانت:
ملي خیانت که هرډول وي، تر ټولو ناوړه او نه بښوونکی عمل دی، چې انسان یې مرتکب کېږي، او تر هر بل خیانت که هغه فردي خیانت وي که ټولنیز خو ملي خیانت یې تر ټولو ناوړه او نه بښوونکی خیانت دی، ځکه هر بل ډول خیانت کېدای شي د یوه یا دوه کسانو په حق کې تر سره شي، خو ملی خیانت د یوه هېواد د ټول ملت په حق کې تر سره کېږي، نو ځکه د بښلو وړ نه وي، شونې نه وي چې څوک د ټول ملت حق ورته معاف کړي او وبښي، نو کېدای شي ملي خیانت داسې تعریف کوو: په هر هغه شخص تطبیقېږي، چې د هېواد او وطن د ګټو په ضدد قول، فعل او عمل په ذریعه اقدام وکړي. دبېلګې په توګه : که څوک د هېواد پټ معلومات بل هېواد ته ولېږدوي، که څوک د هېواد خاوره بل هېواد ته وپلوري، که څوک په هېواد کې سیاسي واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیو هېوادونو مشروط سیاسی، نظامي او اقتصادي ملا تړ ومومي. تر دې هخوا ځینې خو ټولې هغه معاملې که سیاسي وي که اقتصادي چې د شخصي ګټې پر حساب هېواد ته پکې زیان ورسېږي، ملي خیانت ګڼي او په دې ټینګار کوي، چې په هېواد کې ټول فردي، ګوندي او ټولنیز بنسټونه ورڅخه ډډه وکړي.
اوس که د افغانستان حالت وګورو، د ملي خیانت د مفهوم په چوکاټ کې هره ورځ زموږ په انځوریزو رسنیو کې ډېری کړۍ او ملي بنسټونه د هېواد پر هغه حساسو او ملي مسایلو کې د هېواد د ګټو پر خلاف په زغرده تصریحات لري ، کله چې خپل مصلحت په خطر کې وویني د ملي خیانت تور پورته کوي.. او کله چې مصلحت خوندي شي بیا چوپه چوپتیا وي!. الله تعالی دی پر افغانستان ورحمېږي.
د یوه هوسا او پرمختللي افغانستان په هيله.

Forqani_ 604@hotmail.com