د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل ته د افغان غمیزې د یو شمېر عاملانو د سفر په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

افغان ولس 08.01.2015 13:39

د افغان ولس غږ

کابل ته د افغان غمیزې د یو شمېر عاملانو د سفر په تړاو
مطبوعاتي اعلامیه
کابل – پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۳ / جنوری   نهم ۲۰۱۵

دا څو لسيزې کېږي، چې د لوی افغانستان پر سيمه يوه کرغېړنه لوبه او جګړه تپل شوې ده. ټولو ته څرګنده ده چې د دغې پردۍ لوبې او جګړې اصلي قربانيان، لر دي او  که بر، يوازې افغانان دي. خو تر ټولو بده او خواشينوونکې خبره دا ده چې يو شمېر کرغېړنې څېرې، لکه جنرال حمید ګل، نصيرالله بابر او مولانا  فضل الرحمان، چې ځانونه پښتانه هم  بولي تر ټولو وړاندې همدوی د زموږ د هېوادوالو پر وينو سوداګري کوي او د سيمه ييزو او نړيوالو جلادانو د خوشالۍ په موخه د افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو د تباهۍ لپاره د اسلام له سپېڅلي نامه څخه ناوړه ګټه اخلي او په افغانستان کې د ورانيو او  وژنو فتواګانې ورکوي. مولانا فضل الرحمان او يو شمېر نور هغه کرکټرونه چې د افغان غميزې او افغان وژنې د تاريخي لړۍ په غځولو کې کرغېړن رول لري، کابل ته راشي او د جګړې د فتوا په څېر د سولې په خبرو هم سودا او معامله وکړي.
د افغان ولس په ملاتړ د افغانستان ګڼ مدني بنسټونه او سیاسي خوځښتونه د دوی د سفر پر وړاندې خپل دریځ په لاندې ډول بیانوي:  
موږ د افغانستان پر دولت غږ کوو چې پخوانۍتاریخي تېروتنې بيا تکرار نکړي او په خوشبینانه ډول د افغان ملت دښمنانو  ته نور اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ګټو او برخلیک معامله وکړي.  
موږ له افغان دولت څخه غواړو، چې د افغانانو  ازمويل شوي دښمنان تحريم کړي او د افغانستان اړوند هر ډول خبرو کې د دوی پر ګډون بنديز ولګوي. زموږ په اند دا به غوره وي، چې د دوی پر ځای د دوی له بادارانو او د افغان غميزې له اصلي عواملو يعنې آي اېس اي او  د پاکستان له پوځي  مشرانو سره نېغې خبرې وشي.
موږ  غوښتنه کوو، چې په پاکستان کې دې هغه سياسي ځواکونه او شخصيتونه په نښه شي چې د سيمې په کچه له سولې او تفاهم سره رښتيني لېوالتیا لري، د هغوی ملاتړ دې وشي او د سولې په هڅو کې دې ګډون ورکړل شي.
موږ همداراز له  افغان دولت څخه غوښتنه کوو، چې د سولې یا هر بل نامه لاندې هغه بحثونه چې د افغانستان د ملي ګټو اړوند کېږي، له ټولو جزیاتو سره له ملت سره شریک کړي.  
موږ د هېواد له مدني ټولنې څخه هم هيله لرو، چې د سيمې له مدني ټولنې سره په ګډه د جګړې ضد يوه پياوړې او پراخه جبهه رامنځته کړي او  د سيمې پر حکومتونو د سولې لپاره اړین فشار  رامنځته کړي.
موږ پر لر او بر افغانانو ، د سيمې پر حکومتونو او نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې نوره د افغان وژنې دا بې رحمانه لړۍ او کرغېړنه استخباراتي لوبه، چې په بېلابېلو نومونو روانه ده، ودروي او اجازه ورنکړي چې څو محدودې کړۍ خپلو اسلام ضد او بشر ضد بې رحمانه سناریوګانې لاپسې وغځوي.  موږ خبرداری ورکوو، چې د جګړې دا اور نور دومره پراخ شوی چې ډېر زر به د هر جګړه مار لمنې ته ورسېږي او بیا به يې د سیمې په کچه د خپرېدو مخنيوی ډېر ګران وي.
موږ پر ټولو هغو افغاني لورو، چې زموږ د ستر ملت پر وړاندې د دسیسو په لومو کې ښکېل دي او د دغو بدرنګو لوبو د لوبغاړو په توګه يې د خپلو وروڼو او خویندو په وژلو سترګې سرې کړي دي، غږ کوو چې نور په سد راشي او د خپل ملت پر وړاندې د وینو تویولو لړۍ ودروي.  
موږ پر ديني عالمانو، نظر خاوندانو، قومي مشرانو او ټولو هغو لورو چې د روانې غمیزې په جرړو پوه دي، غږ کوو چې  نور چوپ پاتې نشي او د دې غمیزې عاملان رسوا کړي او د خپلو ولسونو د اذهانو په روښانولو کې برخه واخلي تر څو زموږ ولسونه نور قرباني نشي.  
موږ غږ کوو، چې د افغانستان په قومونو، د  هغوی په مشرانو او شوراګانو کې شته ځواک خپل رول ولوبوي؛ سیاسي ډلې، مدني بنسټونه، د ځوانانو خوځښتونه او ديني عالمان دې د قومي جوړښتونو په ملتيا د جګړې او سولې اړوند يوه ملي اجماع رامنځته کړي او د روانې جګړې له ټولو اړخونو سره دې ریښتینې او له معاملو او دسیسو لیرې خبرې پیل کړي. دا خبرې بايد داسې طراحي شي، چې په پايله کې يې جګړه ودرېږي، بهرنی حضور پای او وسله وال مخالفت پای ته ورسیږي.   
په پای کې موږ له ټولو سياسي ډلو او مدني بنسټونو  څخه غوښتنه کوو، چې که زموږ پر ټينګار سربېره بيا هم د مولانا فضل الرحمان په څېر افغان دښمنو کرکټرونو ته د راتګ اجازه ورکول کېږی، بايد پر وړاندې يې ګډ او پراخ غبرګون وښودل شي او د سيمې په کچه د هغوی اسلام ضد او افغان ضد څېرې رسوا کړل شي.


د افغان غميزې د ژر پاي ته رسېدو په هيله
افغان ولس