د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وړاندیز ته وړاندیز

پوهندوی آصف بهاند 07.01.2015 11:42

ښاغلي اسدالله غضنفر د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۲۷ مه نیټه په تاند ویبپاڼه کې د «وړاندیز» تر سر لیک لاندې یو مطلب خپور کړ.  غضنفر صاحب په دې لنډ «وړاندیز» کې لکه تل بیا هم نوې خبره او د کار خبره مطرح کړې ده. داسې یوه خبره چې زموږ د اوسني فرهنګي بهیر یوه نیمګړتیا پوره کولای شي او ځوان قلموال  د ښه، منظم او ګټور فرهنګي کار په لوري خوځوي. د ښاغلي غضنفر د وړاندیز په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
« زما وړاندیز دا دی چې یو با ذوقه او دقیق لوستونکی که د کابل مجلې د لسګونو کلونو په کلکسیونونو کې د یوه کتاب په اندازه مقالې انتخاب کړي، دا به ډېر ګټور کتاب وي او لوستونکي به یې په خوند ولولي. دغسې غورچاڼ به د تیرو کهولونو د نثر له متنوع سبکونو سره د بلدتیا یو ښه فرصت راوبخښي او ورسره به د ځینو حقدارو کسانو قدرداني شوې وي. د ارواښاد صداقت هیڅ کتاب نه دی چاپ شوی، حال دا چې د هغه لیکنې او ژباړنې تر ډېرو هغو کسانو، هم د سبک او هم د محتوا په لحاظ، ارزښتناکې دي چې د کتابونو څښتنان راښکاري. دغه راز د وږمې، ادب، لمر او ځینو نورو مجلو د مقالو د منتخباتو برابرول او چاپول به د لوستونکو نوی کهول د تیرو کهولونو د ذوق، تجربو او هڅو په کامیابو بیلګو کې په آسانۍ سره شریک کړي» (http://www.taand.com/archives/37274)
 زه نه یوازې د ده د «وړاندیز» په مقابل کې نه دریږم، بلکې په تایید سره یې د کار د لا ښه توب په خاطر بل وړاندیز ټولو فرهنګیانو ته او په ځانګړي ډول ښاغلي غضنفرته په مخ کې ږدمه چې کابل میشتي او لا افغانستان میشتي فرهنګیان دې له خپلو لاس لرلو موادو او امکاناتو نه په استفادې سره له تیرو هیرو هغو کتابونو، مجلو، مقالو او شعرونو نه ګټه واخلي چې د سرو زرو حیثیت لري او د شخصي او رسمي کتابتونونو په الماریو کې له ګردونو سره لاس ګریوان دي.  
په افغانستان کې د جګړې سونامي څو نور بچیان وزیږول چې هر بچي د یوې بلې سترې سونامي په ډول د افغانستان د خلکو د ژوند په بیلابیلو برخو باندې خپل منفي تاثرات پریښي دي. د دغو سونامي ګانو په اړو دوړ کې روان فرهنګي بهیر  ټکنی شوی. وطني او ملي ګټو ته په نه پام سره ، ځینې ښاغلي خپلو اړوندو سیاسي ګروپونو، ګوندونو،تنظیمونو او ډلو ټپلو ته په وفا دارۍ سره قلم چلوي. ځینې خپل وخت په تیرو تکراري مسایلو ضایع کوي ، ځینې بیا په ځای او بې ځای د دیني مسایلو په ټال کې زانګي او ...
ډیر لږ داسې تخلیق ګر او تحقیق ګر لیکوال پیدا کیږي چې یو درد بخور څه ولیکي چې دې مریضې ټولنې ته یوه ښه نسخه شي، شته ستونزو ته د حل یوه ښه لاره وښیي او یوه فرهنګي تشه ډکه کړي.
ښاغلي غضنفر ډیر ځلې د خپلو لیکنو په ترڅ کې داسې نسخې وړاندې کړې دي، چې یوه یې همدغه «وړاندیز» نومې مقاله ده.
د نوي نسل په روزنه باندې ما خپله ډیرځلې او هر کله ټینګار کړی دی. اوس یې بیا په تکرار سره وایم چې چې باید د افغانستان په ښوونیز نظام کې بدلون او انقلاب راشي، خلک له سواد، ښوونځي او تعلیم سره آشنا شي او تیر هیر خپاره شوي مضامین او کتابونه دې هم مخکې ورته کیښودل شي.
خلکو ته باید مډیا او قلموال ووايي چې: ژوند په ټوپک نه په قلم او کار باندې جوړیږي، مقابل لوری که په غلطه لار روان وي، د میډیا په توان او طاقت سمې لارې ته را برابریدلای شي، د تاوتریخوالي او ډزو ډوز په وسیله دا کار نه شي تر سره کیدای.
 د بم له غږ او د باروتو له بوی او لوګي نه د کتاب ، مطالعې او ادب خوند ښه او ښکلی دی. او له نیکه مرغه په دې لړ کې د داسې قلموالو هڅې ګړندۍ شوې دي چې په کې د نوي نسل د روزنې پلويتوب، د کتاب او مطالعې د کلتور عامولو، ښوونځي ته تګ او د تعلیم سره مینه او دې ته ورته انساني هڅو پلوي توب په کې ګړندی شوی او هڅول شوی دی.
ښاغلي غضنفر  د دې هڅونو یو لوی محرک او هڅونکی فرهنګي دی. ده هر کله خپلې تجربې، مطالعه او سترګو لیدلی حال له لوستونکوسره شریک کړی دی.  زه د دې روش او د دې کار سخت پلوي یم  چې یو با تجربه او با مطالعه قلموال دې خپلې د څو میاشتو او څو کلنو لوستنې او تجربې خپلو شاګردانو او لوستونکو ته په استادانه مهربانۍ  په مخ کې کیږدي.  که دا کار ونه شي، د با تحصیله او با مطالعې استاد یا فرهنګي پوهه او زدکړې لکه یوه نا مالومه ارزښتناکه خزانه له هغه سره ګور ته ځي
اوس ښاغلي غضنفر ته زما وړاندیز دا دی چې خپل وړاندیز تر ټولو نه مخکې دی په خپله باید عملي کړي. په دې دلیل چې له ټولو نه ډیر په نظري او عملي ډول د دې  وړاندیز عملي کیدل په ده پورې تړلي دی. د څو دلایلو له مخې:
ــ دی پوه، مجرب او د ښه قلم خاوند لیکوال دی.
ــ د یوې لوړې ، مسلکي اوعلمي کرسۍ خاوند یعنې د پوهنتون استاد دی.
ــ په عملي ډول په داسې یوې کرسۍ باندې کار کوي چې د وطن په فرهنګي چارو کې د مملکت لومړي شخص، یعنې جمهور رییس ته ویلای شي چې د فرهنګ په ډګر کې باید کوم ښه کارونه تر سره شي.
ښاغلي غضنفر ډیر ښه وړاندیز کړی دی چې باید د پخوانیو مجلو او اخبارونو له کلکسیونونو څخه دې د ځینو حقدارو لیکوالو او ژباړونکو مضامین په منتخب ډول را واخستل شي او په جلا ټولګو کې دې چاپ کړای شي. له یوې خوا به د هغو حقداره هیرو فرهنګیانو د یادولو په څنګ کې د هغو پیژندګلوي شوې وي، نوي قلموال به د هغو له ښو تجربو نه استفاده وکړي، له بلې خوا به دا اوسنی نسل په دې پوه شي چې کوم کارونه پخوانیو د کومو علایقو او اړتیاوو پر بنا تر سره کړي دي. د دې مقالو په بیا چاپ سره به د اوسني نسل قلموال په دې پوه شي چې کوم کارونه پخوانیو په څه ډول تر سره کړي دي، چې دوی بیا خپل وخت پرې ضایع نه کړي.
پخوا هم ځینو فرهنګیانو دې تشې ته په پام سره دا کار کړی و چې په پخوانیو خپرونو کې څه خپاره شوي دي او څه ډول باید تر لاسه شي. ښه بیلګه یې د شپیتمې لسیزې په پیل کې د ډاکتر صاحب لطیف بهاند په اوږده زیار سره د کابل مجلې د پنځوس کلن موضوعي فهرست برابرول و. په هغه وخت کې د کابل مجلې مسؤل مدیر، ګران دوست ښاغلي نور محمد سهیم وعده وسپارله چې د کابل مجلې پنځوس کلن موضوعي فهرست به په کابل مجله کې په پر له پسې ډول خپروي. څو برخې یې خپرې هم شوې. بیا د هغه وخت د ځینو مقاماتو او مسؤلو کسانو په مداخلې سره د لطیف بهاند د ډیرې مودې خواري په اوبو لاهو شوه او د کابل مجلې د پنځوس کلن موضوعي فهرست خپریدل ودرول شول.
 اوس خپله ښاغلی غضنفر په داسې اداري فرهنګي علمي موقف کې کار کوي چې تر ټولو دی په خپله یې کولای شي او امکانات یې اوس د ده د واک په دایره کې دی چې د خپل وړاندیز د محتویاتو او دې ته ورته نورو فرهنګي اړینو کارونو د تر سره کیدو له پاره زمینه برابره او لار ښوونه یې وکړي.
داسې هم کیدای شی چې د پوهنتونونو د اړوندو څانګو د محصلینو د زدکړو د پایلیک (مونوګراف) په ډول دې هغوی ته وظیفه ورکړل شي چې د نظر وړ مقالې د لارښود استاد تر نظر لاندې را ټولې او چاپ ته چمتو کړي او په خپله ښاغلی غضنفر  دې د چاپ او خپرولو ځای ور وښیي او زمینه دې ورته برابره کړي.
پای