د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميزان د۷مې غوړې وعدې ورکې دي

ع، ابراهيمي 04.01.2015 12:16

د ۱۳۹۲ کال خبر ده، ملګري په يوه هجره کې سره ټول شوي و او ډېر ښکلی بنډار و، د هر چا خوله له خنداء ډکه وه، خوشحالۍ وې او ډېره مينه وه، ډېر مينه ناک بنډار و، موږ داسې احساس نه کاوه، چې موږ دې په افغانستان کې وسو، دا شپه آرامه، خوشحاله او د خوندوره وه، خو د محفل خوشحالي يو بيړني خبر واخيسته (پر سرحد د پاکستاني او افغاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه) او پر سبا خبر شو، چې يو تن اتل قاسم خان شهيد شوی دی.

د دې خبر په اورېدو د ټولو ملګرو د خولو څخه خوشحاليو کډه وکړه، ټکان مو وخوړل او متوجه شو چې موږ خو په داسې يو هېواد کې پراته يو چې هر دقيقه د مرګ او ژوبلې خبرونه پکې خپرېږې، پر دې مو خبرې سره شروع کړې، چې کله به له ګاونډي هېواد پاکستان سربېره نورو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، يو راغبرګه کړه، زموږ ټول اميد اوس ډاکټراشرف غني احمدزي ته دی، هيله مو داده چې نوموړی واک ته ورسي او هېواد له دې بدبختيو خلاص کاندي، ټولو وویل خدای دې وکړي.

زموږ د ملګرو په اند چې ډاکټراشرف غني احمدزی داسې يو شخص دی، چې غواړي هېواد له بدبختيو خلاص کړي، امنيت او سولې ته لومړيتوب ورکړي، فقر او بېکارۍ ته د پای ټکی کېږدي، ګاونډيانو سره مناسبات ښه کړي، د نړيوالې ټولنې فکر او نظر هېواد ته کړي، له هېواد څخه د وويستونکو پيسو مخنیوی وکړي، غاصبين مجازات کړي او درې ګونو قوواو کې ژوره اصلاح راولي.

له هماغه ورځې مو ډاکټراشرف غني احمدزي ته غير رسمي کمپاين شروع کړو، او کله چې بيا د کمپاين رسمي اعلان وشوه نو بيا خو مو ورته خوبونه حرام کړل او هره ګړۍ مو پردې فکر کاوه، چې څنګه د ۱۱تنه نوماندو څخه ډاکټرغني لومړۍ مقام ته راولو، د ټولو هېوادوالو په مرسته لومړی پړاو ټاکنې بريالي وشوې خو د کومې مثبتې نتيجې پرته، دوهم پړاو ته ټاکنې ولاړې بيا د خو د هېواد له کونج کونج څخه پوښتانه راپورته شول دا ځل ټاکنې قومي بڼه غوره کړه او بالاخره ډاکټراشرف غني احمدزی بریالی شو، د ميزان په ۷مه نېټه يې د ارګ واکې په رسمي ډول ور وسپارل شوې او په لومړۍ وينا کې وويل، ( په يوه میاشت کې عدليي او قضايي ارګانونو کې مثبت بدلون غواړم، د ولسي جرګې وکيلان نشي کولای له وزیرانو سره شخصي ملاقاتونه وکړي او د دوی کړنې بايد په يو چوکاټ کې چې قانون اجازه ورکړې برابرې شي، په ۴۵ ورځو کې کابينه اعلان وم) او څو نورې غوړې غوړې خبرې يې وکړې په واقعيت کې هره خبر د هر افغان د زړه غږ و،موږ د ډاکټرصاحب شويو وعدو ته په طمعه و چې ورځ په ورځ به عملي شي خو اوس معلومېږي چې د ميزان د ۷مې وعدې د واورې ليکل او لمر ته کېښودل و.

د سل ورځو په تېرېدو نه تر اوسه په عدليي او قضايي ارګانونو کې کوم بدلون راغی، نه هم د ولسي جرګې د غړو کړنې قانوني چوکاټ ته برابرې شوي آو نه هم شوې غوړو وعدو کې کومه يوه پوره شوې، ولې شوې غوړې وعدې برعکس شوې د سترې محکمې پخواني مشر (پوهاند عبدالسلام عظيمي) ته یې د ښو کړنو مډال ورکړ او د ولسي جرګې غړو ته یې دومره صلاحيت ورکړو چې د هغوئ په خوښه عمل کېږي.

څو ورځې وړاندې د هرات پخواني سرپرست والي فضل الله واحيدي چې يو فعال، پر وطن مين او ښه مدير شخص و، د دندې ګوښه شو، خو د دې د ګوښه کېدو او تر شاه يې پټو خبرو څخه تېره ورځ خپل وحيدي پرده پورته کړه، نوموړي په يوه مرکه کې وویل چې په هرات کې د ولسي جرګې يو شمېر برحاله وکيلانو ډېر غصب کړی، ولايتي ادارې کوښښ کاوه، چې د دوی مخه ونیسي حق حقدار ته وسپاري او قانونو پر ټولو يو شان پلی شي، ولې خبره غټه شوه، وکيلانو جمهور رئيس ته شکایت وکړو او هماغه غاصب وکيلان يې راته د يو ګډ هئيت په توګه ولايت ته راواستول، د راغلي هئیت سره مې لومړۍ ناسته په ولايت مقام کې وکړه او کله چې مو نظرونه سره تبادله کړل ما د هرات پر غاصب وکيلان نيوکې وکړې چې پر ځای وې غاصب وکيلانو زما د خبرو د اورېدو جرئت نه شو کولای او په همدې سره مو خبرې توندې شوې، دوی زما څخه جمهور رئيس ته شکايت وکړو او زه يې له دندې ګوښه کړم، د ژورناليست ترې پوښتنه وکړه، چې که بيا چانس درکول شي آيا بیا به پدې حکومت کې دنده اجراء کړې وحيدي پر ځای ځواب ورکړو چې (نه).

راځئ قضاوت وکړو چې يو څوک په غصب کې لاس لري، دوی به يو مسله څنګه حل کړی شي چې بيرته د هماغې مسلې د حل لپاره د هئیت په توګه ټاکل کېږي، له دې داسې انګيرل کېږي چې نوی جمهور رئيس هم د وکیلانو په ولکه کې دی او بيا ۵کاله له بدبختيو سره مخ یو.