د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوسوال

حفیظ الله خالد 03.01.2015 13:25

د دوه و ډاکترانو یو د بل سره جـګړه  ده
یوډاکترغصه ده چې چوکئ  ورله وړه ده
دی وائي زما برخه چوکئ د تنظیمي وي
خیرکه مسلکي نوي خو ټــول جمیعتي وي
زه یې د تحصیل او تجربې پرواګیرنه یم
زما برخه دی ټوله بیګانه نوي قومي وي
بل ډاکتر بیا وائي چی وزیردی مسلکي وي
حزب اودتنظیم پرځای هغه د افغا نی وي
زده کړه اوکــاري تجربه دواړه ده اړینه
نه به رانه تــیرشــي زه کوم خبره سپینه
درې میاشتی راهیسی دا جګړه ده راروانه
هاخوا د رنځور ملــت جونګړه شـــوله ورانه
اوس نو ګرانه وایه چی مسئول پدی کی څوک دې؟
کوم یودی ریښتنئ او بیا کوم په زړه کی کوګ دې؟
            *  *  *
             
             ویانا / د جنوری ۲ کال ۲۰۱۵