د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سنګین کي افغان پوځ توره وکړه

میوند سادات 02.01.2015 23:01

نن مي په ګڼو رسنیو کي دهلمند د سنګین ولسوالۍ په مربوطاتوکي دواده پر مراسمو په راکټي برید کي دملکي خلګودګڼي مرګ ژوبلي سر لیکونه تر سترګو شول ،راپورونه ډیر بوږنونکي وو، یو داچي په برید کي تر سلوډیر ولسي هیوادوال شهیدان اوټپیان شوي ،بل داچي دخوښۍ مراسم په دومره لوی ویر واوښتل . هسي خو هر افغان په دغه غم غمجن دی خو داچي ددغه برید قربانیان سل تنه شول ،دهر کس بیا لږ ترلږه سل تنه قریبان او دوستان وي چي په همدې ډول دغه بریدپه زرهاوو هیوادوال عملادویر پرټغر کښېنول .
د۲۰۱۴ز،کال دوروستۍ ورځي په ماښام دهلمند دولایت دسنګین ولسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکروراکټونه دواده پر مراسمو لګیدلي چي له امله یې ترسلوډیر ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدان او زخمیان شوي دي .
وروستي راپورونه ښیې چي په دغه برید کي شپږ پنځوس تنه وژل شوي او ترسلو ډیر ژوبل شوي دي ، ځایې خلګو رسنیوته ویلي چي خلګ اوس هم لګیا دي ترخاورو خزلو لاندي جسدونه راباسي او داسي ډیره بیره شته چي شاید دمړو اوټپیانوشمېر تردې هم زیات شي .
توغندي دمحمد اکا پرکور لګیدلي چي دزوی دواده مراسم یې دایر وو، طبعا دوی به هم له لیري او نژدې خپل قریبان او دوستان دواده په خوښۍ کي دشرکت په موخه رابللي وو، خوخبر نه وو چي خوشحالي به یې په غم بدلیږي او دیوې خوښۍ مراسم به یې په سلو غمونو او ویرونوتبدلیږي .دزوم ورور رسنیو ته ویلي چي یوازي ددوی دکور پنځلس غړي شهیدان شوي اوزوم او ناوې دلښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کي دمرګ پر بستر پراته دي خدای جل جلاله دې ژوند وژغوري .
دهلمند دچارواکوله قوله دغه پیښه داسي رامنځته شوه چي لومړی طالبانوپرحکومتي ځواکونو حمله وکړه ، دحکومتي قواوودتوپخانې د متقابلوډزوپه ترڅ کي یوه ګولۍ پر یو کورلګیدلې چي مرګ ژوبله یې اړدولې ده .خو ځایې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چي په دغه شپه دطالبانوله لوري هیڅ برید نه دی شوی اونه هم دوی دجګړې دډزو اوازونه اوریدلي دي .
په لښکرګاه کي دسیمي یو اوسیدونکي ویلي چي عسکر ددوی سره ډیر بد چلند کوي کله چي دوی بازار ته ځي او یا دنورو اړتیاوو په موخه له کلي وځي عسکر یې وهي اوګواښي ، ، دهلمند دولایتي شوری یو وکیل بي بي سي ته ویلي چي حکومتي قواوي دطالبانوغچ له ملکي خلګو اخلي .
دهلمند په مرکز لښکرګاه کي خلګو دسنګین دپیښي په غبرګون کي مظاهره وکړه ، دوی له حکومت څخه وغوښته چي ژر ترژره ددغي پیښي عاملین ونیسي او مجازات یې کړي ، خو که دنوي حکومت خپل منځي اختلافاتو اودو لس سره بې باکانه تعامل ته وکتل شي ، ښایې دخلګو لاریون کومه لاس ته راوړنه ونه لري .
دګډ حکومت مشر اشرف غني په پیښه خواشیني ښکاره کړې او سیمي ته یې دپیښي دپلټني په موخه یو پلاوی استولی چي سیمه له نژدې وګوري اوخپل تحقیقات داړونده مراجعو سره شریک کړي .دغني حکومت ته سیمي ته دپلاوي استول دکرزي څخه په میراث ورپاته دي ، دکرزي په دور کي دورته پیښوپه بهانه ترحساب تېر پلاوي وخت ناوخت لیږل شوي خو هیڅ یوه هم نه دپیښي منصفانه پلټنه کړې او نه یې هم دقربانیانو کوم درد دوا کړی دی ، نوګومان نه کیږي چي دغني لیږل شوی پلاوی به دخلګو پرهرونه پټۍ کړي .
دسنګین فاجعې دننګرهار - کړم کلي، هسکي مېني ، عزیز اباد، دهراود،شینډنډ،چهاردرې،غازي اباد، شاه ولیکوټ ، باغران،نوزاد،برکي برک او..... تراژیدیو یاد راتازه کړ.
دهیواد په مختلفو سیموکي هره میاشت په سلهاوو ملکي وګړي په بمباریو، چاپو، ماینونواو راکټونوکي دژوند له نعمت څخه بې برخي کیږي ، معلومه نه ده چي دغه دزګیرویو، کریږو،اهونو،غمونواو ویرونولړۍ به لا ترڅوروانه وي .اما جوته ده تر څو چي دجګړې علت چي هغه دیرغلګرو ځواکونو شتون دی له منځه نه وي تللی معلول به یې هرو مرو موجود وي ، نوبنا ء دجګړې مخالفین اوسوله غوښتونکي افغانان ترڅه وړاندي باید دیرغلګرود یومخیز شړلوهڅو ته لومړیتوب ورکړي .
دوې ورځي وړاندي یرغلګرو ځواکونو دخپل پوځي ماموریت پای اعلان کړ ،اشرف غني داشغالګرو دماموریت دپای مراسمو ته په وینا کي وویل چي : نور یې خپل ځواکونه ددې جوګه دي چي دمځکنۍ بشپړتیااو ناموس څخه په خپلواک ډول دفاع وکړي ، خو په عملي ډګر کي خلګو ولیدل چي افغان ځواکونو نه ناموس وساته او نه یې هم بله توره وکړه ، بې له دې چي خپل خلګ ووژني او دخوښۍ مراسم یې په ویرونو ورتبدیل کړي .