د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تدبیر او تقدیر

نجیب منلی 02.01.2015 13:50

په نهه پنځوس کلنۍ یې د ژوند ټول ترخه لیدلي وو. د شپږمې لسیزې رارسېدل ورته یوه بې رحمه بلا ښکارېده. سهار وختي له کوره ووت. پلاستیکي پړی یې د بالاپوش لاندې پټ کړ. د کور دروازه یې غلې ځان پسې کلکه کړه. هلته نېږدې د واټ پر سر هوایي پله ته یې په مینه وکتل. په زغردو ګامونو یې ځان ورورساوه. د پله سر ته وخوت. پړی یې د پله له کټارې سره وتاړه. د پړي بل سر یې لا له وخته کړۍ کړی و، سر یې په کې ننه وېست. ډېر ارام و. لکه د نهه پنځوسو کالو ستړیا یې چې د پله شمال وړې وي. ورو کټارې ته ورپورته شو. ډاډه و چې څو ثانیې وروسته به د ژوند له غمونو بېغمه شي. ځان یې وغورځاوه.

پلاستیکي پړی سولېدلی و. د ده وزن یې نه شو پورته کولای. ده چې ځان وغورځاوه، له لومړۍ ټالۍ سره پړی وشلېد.

اته متره لاندې پر سړک پروت و. شاوخوا هیڅوک هم نه ښکارېده. ټول بدن یې یو درد و. لمر لا نه و راختلی او ښاریان لا واټونو ته نه وو راوتلي. یو عمر نور هم تېر شو. یوه ځوانه پېغله راغله. تېز عطر یې وهلي وو. دی یې وښوراوه. څه یې ورته وویل خو ده ځواب ورنه کړ. هغې له دستکوله تلېفون راووېست.

پولیس له امبولانس سره راغلل. روغتون ته یې یوړ. چې امبولانس د روغتون په دروازه ننووت، ده سا ورکړه.

(د پاریس په سیمه کې د ۲۰۱۴ د دسمبر په ۲۲ مه د یوې واقعي پېښې له مخې)