د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولنه دروزني ترزره بین لاندي

وکيلي 29.12.2014 22:42

په ټولنه کي کړه وړه،دوداوخویونه پخپل مهال اوځای پوري د ټولني اړه لري اوپه تېرېدو سره دمهال بدلون یااوړون مومي . دغه اوړون ډېرسوکه وي،که چیري بهرني عوامل پر ټولنه آغېزه ونه کي پخپله ئې بدلون ډېر پڅ وي .بهرني عوامل طبعي آفتونه (وچکالي،سېلاوي طوفانونه،طوفاني بادونه اوزلزلې)،خپل منځو کي جنګونه اوبهرني خوځښتونه داهغه عوامل دي،چي پرټولنه آغېزه کوي او په ټولنه کي بدلون چټکه وي .
ټولنه په ځان کي دروزني له مخه هغه شی مني،چي دهغې ټولني دذهن، آند او واندو سره برابر وي کله چي په ټولنو کي څوک نابغه یادهغې ټولني تر پوهي یو کدم ډېر اخلي په ټولنه کي چندان نه منل کیږي اوخپله ټولنه ستونزي ورته رامنځ ته کوي یائې ګردسره نه مني یائې په نظر نه راولي،داځکه چي دټولني ترفکر اوذهن ئې کارلوړ وي نوټولنه نه په پوهیږي . ټولنه جوړه دپرګنو څخه ده،چي کلاسیکه(زړه) ټولنه یوه سره تړلې (integrated) ټولنه ده،چي یو په بل پوري اړه لري . دغسي یوه سره تړلې ټولنه یوکورنی جوړښت لري .داخبري په «ټولنپونه» یاني سوسیولوژي (sociology)پوري اړلري . خودلته ئې دروزنپوهني له مخه ګورو.
دټولني یو وړوکی اوکوچنی جزء یافاکتور(Faktor) کورنې ده . یوازي دغه کورنې ده،چي دروزني له لیاري وخپل راتلونکو ماشومانو ته دخپل ټولني کړه وړه،دود،ژبه اوکلتور ور زده کوي او دروزني آري بنسټ ږدي .پخپله دغه روزنکېدونکي هم دخپل چلندله لیاري اوراکړي ورکړي، تګ راتګ،مجلسو،مېلمستیاووله لیاري دخپل ټولني غوښتني زده کوي اوپرهغه روان وي . نو په دغه وزم دټولني رازونه دیوه څخه وبل ته لېږدل کیږي یاني لامل ئې دروزني لارده . هره ټولنه غواړي،چي غړي ئې دهغې ټولني په رنګ وي،چي دهغې ټولني طبقاتي ارزښت اوکلتوري وړتیاوساتي .
عیني دغه کار په طبیعت کي (نه دطبقاتوله مخه ) شتون لري . هغه شیان چي په طبیعت کي شتون لري طبیعت ئې د ځان له چاپېریال سره سموي بیائې مني . دبولګي په توګه : دقطب شمال ژوي ټوله تک سپین دي،داځکه چي هلته تل سپینه واوره پرته وي چاپېریال ټوله سپین ښکاري نوژوي ئې هم ټوله سپین وي؛بل رنګ نه مني اودغسي هم په ځنګلونو کي وړوکي حشرات تکشنه وي دا د دې لپاره چي ځانونه له دښنه په امان کي . ټولنه هم خلک په ځان کي ساتي،چي دهغې ټولني د ذهنیت او وزمه سره سم وي؛څرنګه چي ترمخ هم وویل سوه . دلته به څوبولګي وګورو؛هغه کسان چي دټولني تر وړتیا ئې کاراوفکر لوړ وو او ټولنه ئې په خبره نه پوهېدل دغسي کسان ټولني یاشړلي یائې په ځان کي نه دی منلي .
دساري په توګه : نیکولوس کوپرنیکوس (Nikolaus Copernicus)په المان کي زېږدلی او وروسته په پولیندکي پاته سوی حقوق پوه او ډاکتر وو او پخپل رخصتۍ ورځو کي ئې پر نجوم اوریاضي کار کاوه او د دغو دواړو علوموسره ده ډېر شوق لاره . ده ( ۱۴۷۳ څخه بیا تر ۱۵۴۳) میلادي پوري ژوندکړی دی . ده پخپل ریاضي نجوم کتاب کي ولیکل،چي ځمکه لکه نوري سیاري پر خپل محور او پر لمر څرخي . او دغه خبري ئې هم کولې؛څرنګه چي د یوې بډایه کورنۍ څخه وو چاږغ ورته ونه کی؛ خودا ورته ویل کېدل،چي دی لېونی دی په خبره ئې اعتبار مه کوۍ . تر پایه خلکولېونی باله او دلوني په سترګه ئې ورته کتل .
بل مثال ئې ګالیلیوګالیلی (Galileo Galilei) اټالوی فیلسوف، ریاضي پوه، فزیک پوه، منجم او کشاف دی، ده د(۱۵۶۴ څخه تر ۱۶۴۲م) پوري په اټالیا کي ژوند کاوه . ده په خپل وخت کي ډېري فزیکي قضیی ثبوت کړي دي . ګالیلی د کوپرنیکوس نظر چي ځمکه ګردې اوپر خپل محورګرځي ثبوط ئې کاوه، کلیسا دا ورسره ونه منل او داخبره ئې بې اثبات وبلل خو ګالیلی تر خپل خبره تېرنه سو. په پای کي په مرګ محکوم سو .
اخځونه ویکيپيدیا:
بل مثال ئې شمس الدین کاکړ دی، چي دښاغلي عبدالباري «جهاني» د لیکني له مخه چي ډېر غریب ژوند ئې تېر کړی؛سره له دې چي دی یولوړ شاعر اوپوه انسان وو؛د هغه وخت ټولني په کندهارکي دی چاونه مانه،داځکه چي دهغه ځای او وخت ترخلکو ئې فکر لوړ وو نو خلکو په خیال رانویست . «جهاني» دشمس الدین کاکړ ترسریزه لاندي لیکنه کي چي دټول افغان په ویبپاڼه کي په ۲۰ .۱۱ .۲۰۱۴ خپره سوې . لیکي : (شمس الدین کاکړ په ډېر تاریکه زمانه کی په یوه لیری پراته کلی کی ژوند کاوه،اودغه علت وچی خلکودهغه دعلم،فضیلت اوشخصیت قدر ونه کړ. هغه ته یې په سپکه سترګه وکتل چی دنکاح دپاره یې دده لېږلې مرکه دنادارۍ اوغریبۍ په وجه جواب کړه . اوشمس الدین هم،دپښتوژبی دیوه بل په زړه زخمی شاعرکاظم خان شیداپه څېر، دملک او ټاټوبی پرېښودلوته مجبور سو اومخ یې پر هندستان ونیوی . )
ددې کار لامل څه وو؟ څرنګه چي دهغه وخت ټولنه نالوستې یاکم لوستې وه اویوه ساده عادي ټولنه وه دکاکړ په ژبه اوآند نه پوهېدل نو ټولني په ده کي هیڅ « ری » ونه واهه شمس الدین له سخته ناچارۍ اودهغې ټولني له بې ارزۍ نه ګومل پرې ایښی .
دغسي مثالونه ډېر دي،چي نابغه وو او پوهانو دخپل تاریکي ټولني څخه چي د دوی په خبره ئې سر نه دی خلاس سوی غورځول سوي یا له منځه وړه سوي دي . لکه : منصورعلاج چي دان الحق نارې وهلې څوک په پوه نسوه په پای کي ئې په دار کی . بل مثال ئې شمس تبریزي دی،چي ټولنه ئې په ونه پوهېدل له نظره وغورځاوه لېونی ئې باله هیچاځای نه ورکاوه په بې عرضۍ کي مړسو.
سقراط (Sokrates)چي په خبره ئې ټولنه ونه پوهېده ګمراه ئې وباله زهر ئې ورکړه اومړئې کی .
وروسته له هغه نه چي بیا کومه ټولنه راغلې اوپه خبره ئې سرخلاس سوی بیائې دهغه نابغه اوپوه ستاینه کړې اودهغه لارئې اخستې .