د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد عبدالله اشرف عبدالله غني

سورګل ژمن تڼی 30.12.2014 00:42

څو لسیزې کیږي چې افغانستان د نړۍ له ترټولو ځواکمنو دولتونو، د سیاستونو او نویو جوړوکړو وسلو د آزمایښت ډګر دی. د افغانستان هېواد چې یو د ډېرو غریبو هيوادونو له ډلې څخه دی اوله اتیا سلنې زیات وګړي یې د زده کړې او سواد څخه بې برخې دي، وګړي یې د بهرنیو ځواکمنو دولتونو، د شومو موخو له امله نورهم، نه یوازې وکړیدل، بلکې په ملیونو ژوبل، معیوب او ووژل شول، په ملیونو ګډوال شول. خو د سترو ښامارانو سترګې لا هم پرې مړې شوي نه دي. شورویانو پرافغانانو باندې خپلې وسلې ظاهرأ د کمونیستي ایدیالوژۍ ترنامه لاندې، د خپلو استعماري موخو لپاره وازمویلې. خو هغوی چې د خپلو موخو په لاس ته را وړوکې پاتې راغلل، هم خپله مات او ګوډ له افغانستان څخه ووتل او هم یې افغانستان مات او ګوډ پرېښود. دا مهال چې لا د افغانانوله پرهارونو وینې څڅیدې، بل نړیوال تږي ښامار (امریکا) خپله ژبه پرخوله راتېره کړه او یوځل بیا یې د خپل بخت آزمایلوته ملا وتړله. د امریکا پوځونه وېتنام ته هم داسې مهال ننوتل چې د وېتنامیانو له پرهارونو څخه د فرانسوي پوځونو وینې روانې وې. دوی په وېتنام کې هغو نسبې موخې ته هم ونه رسیدل، کوموته چې په کریا (کوریا یې دوې کوریاوې کړې) کې رسیدلي وو. په افغانستان کې یې تراوسه، ظاهرأ دوې غټې موخې (یوه د نظامي تړون لاسلیک او بله د دوه سري دولت جوړونه) لاس ته راوړلې. د پوځي تړون موخه یې ښکاره ده، خو د دوه سري دولت په جوړولوسره یې، له یوې د پوځي تړون اوږد مهاله غځولو باندې پتري ووهل او د بلې خوا به د دموکراسي (وېش سیاست) دا نوي بڼه افغانستان کې وآزمايي. دا سریزه پرهمدې ځای پرېږدم او د ګډ یا دوه سري دولت فرمولې ته چې د واک وېشلو حق لرونکي کسان پرې لګیا دي، ورګرځم.
له کله چې غني او عبدالله د ګډ دولت جوړولو پنځوس سلنه وېش تړون یا فرموله سره لاسلیک کړو، له هغه وروسته د جوړ کړل شوي کمیسیون له خوا، د همدا پنځوس سلنې پر مفهوم خبرې پیل شوې. کمیسیون وتوانیده چې په دو اونیو کې، د پنځوس سلنې همدا پاس (محمد عبالله اشرف عبدالله غني) فرموله وړاندې کړي. خو کله چې دا فرمونه دواړو مشرانوته ورسیده، یو ورته مسک اود بل تندی ورته تریو شو. عبدالله و غني ته وویل: ما او تا خو پنځوس پنځوس سلنه وېش ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د خاص استازي پر وړاندې سره لاسلیک کړو. دلته ګورې! ستا درې برخې دي او زما دوي. زه دا نه منم. جبره چې عبدالله ونه منله، نو غني اړ وه ورته ووايي: ښه ده کمیسیون دې بیا غور پرې وکړي. کمیسیون ته بیا دندا ورکړل شوه چې پرې دې فرمولې غور وکړي. د لومړۍ فرمولې وروسته چې دواړه مشران پرمډیا ظاهریدل، په څیروکې یې خپکان له ورایه برېښیده، خو په جینګو داړو به یې خندا کوله او ویل یې چې موږ پرهېڅ اختلاف نلرو، یوازې خبره دا ده چې لا بریالي شوي نه یو چې الماسي متخصصان پیدا او پر وزارتونو یې وګمارو. میاشت پوره شوه اود دویمې میاشتې په سر اونۍ کې کمیسیون بله فرموله داسې جوړه کړه د سر برخه (محمد) یې ترې غوڅه کړه. دوی فکر کوه چې دا ځل د دواړو مشرانو برخې دوې دوې او سره مساوي شولې. د کمیسیون غړو ګمان کوه چې دا ځل یې فرموله کوم نقص نلري او حتمأ منل کیږي. دا نوي فرموله (عبدالله اشرف عبدالله غني) چې مشرانوته ورغله، دا ځل هغې ته د غني لاسونه ورږدیدل او هغه بل ورته مسک شو. غني وویل؛ دا څنګه کیدای چې د مشرتوب پګړۍ یې ماته راوتړله او اوس سرته عبدالله راووت؟ زه دا نه منم. خبره بېرته همغه زاړه ځاي (کمیسیون) ته محول شوه چې بیا غورپرې وکړي. دا وختونه بیا چې دوی د ولس او مډیا مخته ظاهريږي، لکه د پخوا پشان یې له زړونو وینې څاڅي، خو په ساختګي مسکو خولو خلکوته وايي: کوم مشکل نشته، موږ د سیستم په جوړولو لګیا یواوضمن کې، په الماسي کادرونو پسې هم ګورو. دویمه میاشت کې د سرپرستو وزیرانو وخت پای ته ورسید او هغوی رخصت کړل شول. خبره دریمې میاشتې ته واوښته او اوس هغه دریمه میاشت هم پای ته رسیدلي ده، څلورمه پیل ده، خو لا تراوسه کمیسیون داسې فرموله چې هغې کې سر د دواړو د منلو وړوي او هم د دواړو د مټو زورو، د سرو زرو تلې په تول تلل شوی اوسي، نه ده پیدا کړي. هو! د ملا نصرالدبن غوندې د دوی یوه خبره ده؛ مشکل نشته، پرسیستمونو جوړولو او د الماسي کادرونو پرپیدا کولو لګیا یو.
دوی دا خبره چې د پلار او سپي پرسر نه سره جوړيږي، له خلکو پټوي، حال دا چې له دغو خبرو ټول خلک خبر دي. د پلار او سپي خبره داسې وه: په لږه پخوا زمانه کې چې د غرونو او درو خلک لا له بازارونوسره بلد نه وو او زیاتره سوداوې به د جنس پرجنس بدلولو له لاري په خپلې سیمې ترسره کولې، دوه وروڼه چې د اولادونو څښتن شوي وو، ګډ ژوند یې سره سخت شوه وه، هره دویمه ورځ به یې پر نه خبرو سره جګړه وه، د بېلوالي نیت کړی وه. هغوی د کلي دوه سپیږیري راغوښتي وو او هغوته یې ویلي وو چې هرڅه راته ووېشئ. سپنږیرو له غلو پیل کړی وه. غنم یې یوه تتۍ یوې خوا او بله بلې خوا اچوله چې خلاص شول، دوی ته یې وویل؛ پچه پرې اچوی او که همداسې پرې جوړېږی؟ دوی همداسې پرې جوړ شول، یوه ټوپۍ غنم یو اوبله بل کندوریوته واچول. وروسته، جوار، اوربشې او نورې غلې دانې یې ورته ووېشلې. د یوي دوه غوایان یې لرل. په هغوکې طبعأ مېړنی او مټ معلوم وو. یو هم نه غوښتل چې مټ غوایی د ده شي. نو ځکه منځګړو پچه ورته پرې واچوله. دوې غواوې یې وې، هغه هم د ښې شیدې ورکولو له امله بې بچې اچولو نه کیده چې جوړ راشي. پرغواو او خرو باندې پچې ورته اچولي وې. د کور لوښي یې داسې وېشلي وو چې که یوې خواته یو ښه شئ، بیا بلې خواته یې بل ښه شئ اچولی وه، پرهغو همداسې جوړ راغلي وو. دوی یوه کوټه او یو انګړکی درلود. منځګړو د کوټې دړې له منځ څخه د کوټې بل مخامخ دېوال ته او د همغې دړې څخه د انګړ تربله سره پورې لیکه ایستلي وه او بیا یې پچه ورته پرې اچولي وه. منځکړو ګړۍ ورځ له جنجالونوسره هلته تېره کړي وه او ښه ستړي شوي وو. په پای کې یې د کورڅښتنوته ویلي وو؛ که د وېش نورڅه پاتې نه وي، موږ به کورونوته ولاړ شو. هغوی مننه ورڅخه کړي وه او دواړه منځګړي یې رخصت کړي وو. منځګړي چې کورونو ته تللي وو، دا وخت د مشر ورور پام شوی وه چې سپی پاتې دی، بیا یې پام شوی وه چې کټ کې پروت زوړ پلار یې هم له وېشه پاتې دی. ده سوچ کړی وه چې زه مشر ورور یم او ما له کشر ورور څخه د مشرتوب زیاتې برخې اخیستو هېڅ غوښتنه ونکړه. نو اوس خو اېله دومره حق لرم چې په دې دو پاتې (پلار اوسپي) کې، زه یو بې پچې خوښ کړم. ده کشر ورورته ویلي وو چې سپی او زموږ پلار د وېش پرمهال هم ستا یاده وتلي وو هو هم زما هېر شول. خو زه ستا مشر ورور یم، د مشرتوب نور حق مې له تا ونه غوښت. ځکه د دې دو پاتې (پلار اوسپي) وېش زه وکړم. هغه داسې چې سپی زه واخلم او پلار به ستا شي. کشر ورته ویلي وو؛ نه سپی زما او پلار ستا. څو ځله یې همدا خبرې یو او بل ته تکرار کړي وې او بیا په جنګ سره ورغلي وو، یو او بل یې له څڼو نیولی وه. ښځو یې چې هرڅه هڅې کړي وې، هغوی یې نشول سره خلاصولی. د یو بل څنګ کورونو خلک د دوی پرچیغو او غلمغل خبر شوي وو. هغوی یې د خلاصونه لپاره راغلي وو او بیا یې پر پلار او سپي پچه ورته اچولي وه. د افغانستان مشرانو له لوریه د کابینې ځنډیدو له امله، کله کله ولسونوته داسې خبرې مغزوکې ورګرځي چې نشي د پلار او سپي وېش لپاره، بیا د نیږدې او لېرې بهرنیو منځګړتوب ته اړتیا پیدا نشي. خدای پاک دې داسې نکړه. خو که داسې وشول، د افغانانو پاتې غوږ او پزه به هم لېواني سپي وخوري.