د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نارېنه باید دلاندي شپږو شیانو څخه ځان وژغوري

ډاکټر واردخان زیارمل 29.12.2014 01:31

نارېنه باید دلاندي شپږو شیانو څخه ځان وژغوري،کوم چه دهغوئ د سپرم دتخریب باعث ګرځي.

دلته دسپرم یو انځور دی چه دلته نه راکاپي کیږی که کومه لاره یی درته معلومه وی،لطفآ یی راته ولیکئ.

نارینه ښایی دا درک نه کړي چه ګواکې لاندي شپږ شیان دهغوئ سپرم تخریبوي.

نارېنه اکثره دسپرم دتولید دمقدار په اړه ډېر اندیښمن وي،خودایی هیروي چه دحمل اخیستو دپاره دهغوئ دسپرم کیفیت څومره اړېن دی.
له بده مرغه ۱۵سلنه جوړي له یو کال یا لدې ډېردغیرمحفوظوجنسې اړېکووروسته نه توانیږې چه حمل واخلي.
نارینه عقامت(شنډوالئ) دډیرو فکتورونو له سببه رامنځ ته کیدائ شي چه دسپرم تولید،حرکت(دطبیعی،فوری اوفعال حرکت قابلیت) اوسپرم بندښت پکي شامل دي.
دالکولو اوتنباکو ډیر کارول دسپرم دتولید کموالئ اودهغې دکیفیت دخرابوالې عوامل پیژندل شوي دي،خودلته ځېنی نورسلوکی او محیطې فکتورونه هم شته چه دنارېنه وو دحامله کولو چانس له منځه وړي.
دغه شپږشیان چه ممکن نارینه دا درک نکړي چه دهغوئ دسپرم تعداد راکموې په لاندي ډول دي:
۱- دبیکانBacon- خوړل(دخوګ دملا او اوږوساتل شوې غوښه):
دخوګ ددغه ځانګړې نری شوې غوښې ټوټې ښایي خوږي وي خوڅیړنه ښیې چه داهم ښایی ستاسو دسپرم تعداد تخریب او کم کړي.
په دي نږدې وختوکې دهارورډ پوهنتون له خوا په ۱۵۶داسی نارینه وو باندي څیړنه ترسره شوه چه د ای، وی، ایف(IVF) ازموینې لپاره یی ځانونه ثبت کړي وو.
سرڅیړونکي ډاکټرمایرم افیچي او دهغې دڅیړونکې ډلې ملګرو دهر برخوال نارینه او دهغې دمیرمنې دخوړو عادتونه داسي
ترڅیړني لاندي ونیول،چه دوئ په ورځ کی څو ځله پروسس شوې غوښه، سره غوښه، سپینه غوښه، دچرګ غوښه او ماهی غوښه خوري.
هغه نارینه وو چه په ورځ کی یی نېم خوراک یا لدې زیاته پروسس شوې غوښه خوړلي وه ۵.۵٪ دسپرم بڼه یا شکل یی نارمل وو په مقایسه دهغه نارینه وو چه دنېم خوراک څخه یی کمه خوړلې وه ۷.۲٪ سپرم یی نارمل ښودل شوئ دی.
یا په بل عبارت!هغه نارینه وو چه دماهې غوښې یو صحی خوراک یی خوړلئ وو طبعآ ددوئ دسپرم کیفیت ته یی پرمختګ ورکړئ وو.
ډکټر افیچې وایی: موږ وموندل چه د پروسس شوې غوښې کارول دسپرم کیفیت ټیټوي او دماهې غوښه یی لوړوي.
۲-د سونا په ډنډونوکی دزیات وخت لپاره دحرارت تحمل:
که تاسو پدی لټه وی چه په صحی ډول دټول بدن زهر وباسئ نو سونا ته له تګ څخه ډډه وکړئ.
دایټالیا دپادووا پوهنتون څیړونکو د۱۰ صحت مندو فنلنډی نارینه وو څخه چه عمرونه یی د ۳۰ او۳۹ کالو په شاوخوا کی وو وغوښتل چه په اونۍ کی دوه ځله ددریو میاشتو لپاره د سونا په ۱۵ دقیقه ایزه غونډو اومجالسو کی ګډون وکړی.
دڅیړنې هرګډونوال دسپرم دشمېر له نظره نارمل وبلل شو،کوم چه تېر کال یی هیڅ سونا نه وه کارولې.
ددوئ څخه دوینې اومني(Semen)نموني هم وغوښتل شوي اود هرګډونوال د خصیو دحرارت درجه د سونا دهر مجلس څخه وړاندی او وروسته هم یاداشت شوه.
دسونا د۱۵ دقیقه ایز مجلس له دری میاشتنۍ ارزونی وروسته دټول ګروپ دسپرم مقدار او غلظت کی دپام وړکموالی راغلئ وو اودټولو دریو میاشتو دپاره همداسی ټیټ پاتې شو.
خو دشپږو میاشتو وروسته دسپرم تولید بیرته خپل نورمال حالت ته راوګرځید.
سرڅیړونکئ کارلوفوريسټا داسی وایی:
دخصیو دګرمېدلو څخه ډډه کول مخصوصآ په سونا کې(هغه هیوادونه چه په هغو کی له سونا څخه ډیره استفاده کیږی) دهغه نارینه وو دپاره وړاندېزاوتوصیه کیږی چه د حمل اخېستواو عقامت ددرملنی په لټه کی وي.
۳-دژوند په اړه ژور خفګان(روانی فشار):
خفګان اوډار(اضطراب) زموږ روغتیا او دنارېنه وو دحامله کولو ځواک په ګډون هراړخېزه متاثره کولائ شي.
دبیلګي په ډول په دي نږدو کی یوه څیړنه په داسی ۱۹۳ نارینه وو ترسره شوه چه عمرونه یی د۳۸ او ۴۹ کالو ترمنځ وو کوم چه ‌‌ذهنی اوعینی معیارونو له خوا هم ملاتړ شوی ده ،دهغه پېښو په ګډون چه په کار اوژوند کی د خفکان دزیاتېدو باعث ګرځي.
دکالیفورنیا پوهنتون ټکنشنانودهرګډونوال سپرم نمونی دسپرم دمنظری،حرکت اودمني (Semen)غلظت دانالیز دپاره تهیه کړل.
هغه نارینه چه دژوند دپېښو په اړه له خفګان څخه رنځیدل دحامله کولو ځواک په ضعف(کمزورئ)اخته وو.
ژورخفګان په کارځای کی دمني(Semen)په کیفیت هیڅ ډول مخربه اغیزه نلري،پداسی حال کی چه کاري خفګان دټول ګروپ د ټسټرون اندازه کمه کړی وه.
د میلمن سکول دعامې روغتیا داپیډیمیولوژئ څانګې اسوسيټ پروفیسر ډاکټرفکټرلیټواک داسی وایی:
هغه نارینه چه دخفګان احساس کوي ډیری په خپل انزال کی دکم غلظت سپرم درلودونکې وی او سپرم یی په سؤشکل اومعیوب حرکت اخته وې.چه دغه نیمګړتیاوی کیدای شي د نارینه وو دحامله کولو ځواک له ستونزو سره مخ کړی .
۴-دلپ ټاپ کمپیوټر کارؤنه:
ښایې ستاسو په یاد وي اودرته ویل شوي وي چه خپل لپ ټاپ مو دزنګنو څخه لری وساتئ ،ترڅو دهغې حرارت ستاسو دسپرم تعداد خراب نکړي.
خوښایې پدی نه وئ پوهیدلې چه دکمپیوټر وای،فای کنکشن(WI-FI Connection) هم دنارینه وو دحامله کولوځواک تضعیفوي.
پدی نږدوکی یوه څیړنه چه په فرټلټي اوسټرلټي ژورنال(Fertility & Sterility Journal) کی خپره شوی ده،پداسی ۲۹ صحت مندو نارینه ووترسره شوه چه لپ ټاپ کمپیوټرونه یی په زنګنونو باندی ځای په ځای شوی وواودڅلورو ساعتونو لپاره دبیسېم انټرنټ سره وصل وو.
څیړونکو دلپ ټاپ کمپیوټرونه داسي عیار کړی وو چه معلومات یی ډاؤنلوډ او اپلوډ(Download & Upload) کول اود وای،فای (WI-FI)سره په دوامدار ډول وصل وو.
ددی لپاره چه ثابته کړو حرارت یوازنئ فکتور نه وو چه دسپرم کیفیت یی اغیزمن کړئ وو،دایئرکنډیشن داسی سیسټم کارول شوئ وو چه دکمپیوټرونو حرارت ۷۷ درجی دفارنهایټ وساتی.
دلپ ټاپ کمپیوټرونو د وای،فای(WI-FI) تشعشع باعث شوه چه دسپرم ډی،این،ای(DNA) خراب او حرکت یی کم کړي.
۵-دحشره وژونکو درملو سره مخامخ کیدل:
دحشره وژونکو درملوسره مخامخ کیدل دیو تعداد مختلفو روغتیایی اختلاطاتو باعث ګرځي لکه ولادی سؤتشکلات،داعصابوتخریب،سرطان او دسپرم تعداد کموالی.
دجورج واشنګټن پوهنتون دمحیطې او حرفوې صحت څانګي یوې څیړونکې ډلې ۱۷ داسي څیړني چه دځانګړوحشره وژونکو درملواغېز دنارینه وو په حامله کولو ځواک ترسره شوي دي،پلټلې.
څیړونکو هغه څیړني ترمطالعي لاندي ونیولي چه پایریتروییدونه(Pyrethroids) او اورګانوفاسفیتونه(Organophosphates) پکی شامل وو.
داهغه دوه حشره وژونکی درمل دي چه انسان ډیر ورسره مخامخ دی.
د۱۷ څیړنو له جملي څخه یی ۱۵ داسي وي چه په هغوکی حشره وژونکو درملو دنارینه وو دسپرم په کیفیت دپام وړ اغیز کړئ وو یعنی دسپرم کیفیت یی خراب کړئ وو.
نږدي ټول مطالعات داسي وو چه دسپرم غلظت پکې کم شوئ وو،خوپه ځینو کی دسپرم دحرکت دمخنیوې راپورهم ورکړل شو.
۶-چرس څکول:
په ټولو څیړنوکی دنارینه وو دپاره ګرانه وې چه هغه روغتیایی اغېزې ومني چه دچرسوکارونې له کبله یی ددوئ په حامله کولوځواک شیندي.
دبوفالو پوهنتون څیړونکو ددوامداره چرس څکوونکو دسپرم دکیفیت او غلظت په معایناتو کی وموندله چه ددوئ کم شمیر لامبو وهونکې سپرم مخکي لدې چه هګۍ ته ورسیږي له منځه لاړل،ځکه دوی ډیره تېزه او مخکي له وخته لامبو وهي.
ددی لپاره چه دچرسوداساسی ترکیبی جز تتراهایدروکانابینول (Tetrahydrocannabinol) اغیېزپه سپرم وارزول شي،څیړونکي ډلي دداسي ۲۲ نارینه وو دمني(Semen) نموني معاینه کړي چاچي په اونۍ کي ۱۴ ځلې دپنځو کالو لپاره دوامدار چرس څکول.
لابراتواری معایناتو تایید کړه، کله چه سپرم د تتراهایدروکانابینول سره مخ شي نو په لالهانده اوسرګردانه ډول لامبو وهل پیل کړي او دحامله کولو وړتیا(Fertilization) دپیل وړتیا، چه دهګۍ سره نښلیدل دي دلاسه ورکوي.
سرڅیړونکئ ډاکټر لانی برکمن داسی وایی:
دچرسیانو سپرم ډیرتېز اومخکي له وخته حرکت کوئ (په ټاکلی وخت کی اشتباه کوی).
دغه ډول سپرم مخکې لدې چه دهګۍ سره یوځائ شی له منځه ځي اوکیدائ شي چه دحامله کولو وړتیا ونه لري.
لیکوال:جسټین کاباJustin Caba-
ژباړن:ډاکټرواردخان زیارمل
لمن لېک :
۱-Bacon:دخوګ دشا او اوږو هغه غوښه چه دنریو نریو ټوټو په شکل وچه خوړل کیږی. لکه د بیکان سانډویچ او دبیکان رش.
۲-پروسس شوي غوښه(Processed Meat): هغه غوښه چه دمالګې،دود اویانورو کیمیاوې موادو په واسطه دډېروخت لپاره ساتل شوې وي. لکه ساسچ، بیکان ،Ham او Pastrami.
۳-سره غوښه(Red Meat): دتې لرونکوڅارویو(غوایی،آس اومیږې) خصوصآ د غوایانو اوتنکیو وریوغوښه.
۴-سپېنه غوښه(White Meat):دکورنیوچرګانو اوسویانو غوښه دسرې غوښې په نسبت سپېنه بلل کیږی.همدارنګه دځوانو تې لرونکوڅارویو غوښه لکه دخوسې،ورې اوخوګ غوښه په سپېني غوښې سره شهرت پیداکړی دی.
۵- درحم څخه دباندي مصنوعې القاحIVF(Invitro Fertilization):پدي ډول القاح کي دالټراساونډ ترلارښووني لاندي دیوې ځانګړې کانولا په ذریعه پخه شوي هګۍ دمور له تخمدان څخه اخېستل کیږي اودرحم څخه دباندې په لابراتوارکې دسپرم سره یوځائ کیږي اوبیا وروسته کله چه په نطفه بدل شي، ترځانګړوشرایطو لاندي دمورپه رحم کي ځائ په ځائ کيږي.
دالقاح داډول دTest Tube Babyپنوم یادېږی.