د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامنیتي تړون ډالۍ ، ترسیاګرد وروسته برکي برک

سیدسعید 27.12.2014 13:33

یرغلګرو ځواکونو دتېر په څېر یو ځل بیاافغان مظلوم ولس دویر پر ټغر کښېناوه ، وروستي راپورونه ښیې چي دنیواکګرو الوتکودلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کي په ولسي هیوادوالو بمبار کړی چي پنځه تنه پکي شهیدان شوي اوپنځه پکي ژوبل شوي دي .بمبار په یو دوه پوړیزه ودانۍ شوی چي مکمله پکي ویجاړه شوې ده .
دلوګر والي ددغي پیښي په اړه ویلي چي :دبهرنیو ځواکونو هدف طالبان وو، خو ملکیان سهوامتضرر شوي دي، همدا رازدبرکي برک ولسوال انجنیر رحیم امین په دغه بمباري کي دملکي خلګوذکر شوې مرګ ژوبله تائید وي ، ورسره زیاتوي چي په دغه سیمه کي افغان عسکرو عملیات پیل کړي وو،نه پوهیږي چي بمبار به دافغان عسکروپه غوښتنه شوی وي اوکه به خارجیانوپه خپل سر بمونه غورځولي وي .
دیرغلګرو ځواکونوپه بمباري کي درواني ( ډسمبر) میاشتي په ۱۰مه نیټه دپروان په سیاګرد ولسوالۍ کي هم پنځه تنه محصلین چي په لوبو بوخت وو شهیدان شول، دشهیدو زده کونکو نومونه په لاندي ډول دي :
ــ بورجان د حاجي عبدالحکيم زوي ، عمر ۱۶ کاله
۲ــ وثيق د خان آغا زوي عمر شاوخوا ۱۸ کاله
۳ ــ خيرالله د عبدالودود زوي، عمر ۱۵ کاله
۴ــ آسماء الله د مولوی سیدالله زوی، عمر ۱۴کاله
۵ــ علی ګل د اسلم خان زوی، عمر ۱۳ کاله

دغه رنګه دډسمبرپه دوهمه نیټه دشپې له خوایرغلګرواوداخلي ځواکونودننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ دمیملي پرسیمه وحشیانه چاپه پیل کړه ، چاپه چي دډسمبر په دریمه ورځ لا هم روانه وه خلګو ته پکي ډیر زیات زیانونه ورسیدل ، یرغلګروسل(۱۰۰) تنه ملکي هیوادوال چي سپین ږیري اوماشومان هم پکي ووبندیان کړي، څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اودتلاشي پرمهال یې دښځو ګېڼې او نغدي پیسې غلاکړي دي .
همدا راز تردې چاپې یوه ورځ مخکي هم اشغالګروعسکرودافغان پوځیانوپه ملتیادیادي شوي ولسوالۍ دوزیرو سیمه کي دچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اواتیا(۸۰) تنه ولسي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .
دننګرهار ، سیاګرد اوبرکي برک دغمجنو پیښو په اړه تر اوسه پوري دکابل حکومت (اشرف غني او عبدالله )کوم غبرګون نه دی ښودلی ،دوی ځانونه داسي اچولي دي لکه په واکمنۍ کي یې چي هرڅه ګل وګلزار وي ، ولس دهیڅ راز امنیتي، اقتصادي اوسوداګرویزو ستونزو سره نه وي لاس وګریوان ، خو واقعیت داچي ولس دکرزي ددورې په پرتله داشرف غني او عبدالله په پاچاهۍ کي دلا زیاتوهر اړخیزو مشکلاتوپه ګرداب کي ایسار دی .
اشرف غني چي دولس سره کومي ژمني کړې وې تراوسه یې یوه هم نه ده پوره کړې ، دده له خبرو اوژمنو څخه متاثره شووکسانو فکر کاوه چي غني جدي سړی دی ، څه چي وایې په عملي کولو کي یې تر دې هم جدي اورښتونی دی ، مګر اوس خلګ پرخپلي همکارۍ اوخوشباورۍ پښیمانه شوي دي ، ځکه دغني په واکمنۍ کي یې دهیڅ یوې هیلي دپوره کیدو څرک نه ښکاري .
له امریکا سره دامنیتي تړون تر لاسلیک وروسته دهیواد په مختلفو سیموکي یرغلګروځواکونوبمبارۍ کړي، چاپې یې وهلي اوپه بیلابیلو نومونو یې ولسي خلګ وژلي، کړولي اوبندیان کړي دي .
داچي دامنیتي تړون لومړنۍ لاستي راوړني!! همدغه بمبارونه ،دخلګو دکورونو ویجاړول ،بند ي کول ، دزده کونکو،ښځو اوماشومانو وژل اوپه ټوله کي دولس عامه تباهي ده ، نوپایله به یې څومره بوږ نونکې اوهلاکونکې وي ؟!! .