د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تر څو به ددې ولس په سر لوبې کیږي؟

صفت الله بهیر 26.12.2014 23:28

کله چې په ۱۳۸۱ کال کې موقته اداره را منځ ته شوه ، ددې هیواد ټول وګړي له درانه خوبه راپاڅیدل د هر افغان په زړه کئ نوي ولولې او نوي هیلې په راټوکیدو شوې اول هغه افغانان چې له هیواد بهر اوسیدل په چټکۍ سره کابل ته را ورسیدل او سمدستې یې د ولسمشرۍ او وزارتونو دروازې و کړنګولې ، څوک له دوکتورا سره او څوک له ماسټرې ډپلوم سره د هر میدان ګټونکی یې ځان بلل او په نیغه یې دا ویل چې دا مي وطن دی او په پوره شوق او ذوق دې هیواد ته خدمت کوم ، ددې خلګو دا هیله تر ډیره بریده ومنل شوه موقتې ادارې له جهادې رهبرانو سره په مشورې دېته ارجیحت ورکړ چې د تخصصی کادرنو د کموالې له کبله ، د سیستمونه د جوړیدا په موخه ، د عوایدو د لاس ته راوړلو لپاره داسې اشخاص مفید واقع کیږي ، خو پټه به یې نه پرېږدم چې د همدې کادرنو تر شا د ډیرییو بهرنیو هیوادو لاس او سپوټ هم وه.

دلته معلومه شوه چې ددې کادرنو فساد یوه کمپیوټرې بڼه خپله کړه او سم یې په ملا غوټ مات کړو ، د ملت پورتنۍ هیلې په سیلابونو لاهو شوې ، تخصصی حالت په پارت بازي او سمت بازي کړیو کې را ښکیل شو ، دلته افغاني فساد له تخصصی فساد سره یو ځای د ملت د تباهي په لور سره یو ځای او ولسونو ته یې وار په وار موقع په موقع داسې څپېړې پرمخ ورخیر کړي چې یوه نیمه لسیزه پوره کیږي ، تر اوسه هم ددې هیواد کونډې ، رنډې او یتیمان بی سرپرسته او بې بضاعته پاتې در په در او خاورې په سر نا هیلې او بدبخته له خپلو غمونو سره لاس او ګیروان دي.

له بلې خوا د قدرت او ځواک هغه ټیکداران چې دیرش کاله یې ددې ولس په نامه رنګارنګ ګټې پورته کړې هسې هم (آموخته خور بلا خور وي) د کړوسو غمه یې هم په هیواد او هم له هیواد بهر په نړیوالو معیارونو وخوړه او اوس هم بسنه نشته بس ډکول او پورته کول دي .
دا مصیبتونو مو لا سم نه وه هیر کړي چې د ولسمشرۍ ټولټاکنې بیا په ذهنونو یوه نوي هیله را خپره شوه ، چې لوی فیلسوف ډاکټر محمد اشرف غنی احمدزی کاندید شوه او په وړاندې سیال یې هسی هم زما د خوښې څه د ډيرییو افغانانو د خوښې نوماند نه وه ، په سم زور او شوق مو ورته کمپاین وکړ ، حتی تر دې حده چې د ډاکټر په ماینه خانه کې ، د بسونو په تم ځای کې او په عامو کوڅو کې چې به دوه او درې کسان سره یو ځای ول ، نو به په او بله بانه و نژدې شو او د سلام په اچولو او د درانه احترام په ادا کولو به مو لږ لږ د ټولټاکنو خبرې پیل کړې ، په ډیره نرمي به ورسره یاده کړه چې دا ډاکټز اشرف غنی داسي سړی دی ، چې تر اوسه یې ددې دولت نه هیڅ نوع سوی استفاده ندی کړي ، پوخ افغان او ښه صادقه سړی دی ، ښه عالم او په وطن مین شخص دی ، ټولو مسایلو ته علمي حل لاري لټوي او ټول سوالونه په علمي لارښونو ځوابوي ، خو لنډه دا چې اوس لږ په خپل وجدان کې سرټیټی غوندې ځان راته ښکاري.

په هر حال رایه مو را ټوله کړه په دویم ځل کې مو تر لمړي ځل ډیر زیاتی او بی عمري وکړه او هر در دیار ته مو ځان ورسول تر څو چې د همدې ولس په برکت دا سړی ولسمشرۍ ته ورسیدل او د کمیسیون لخوا بریالی و ټاکل شو.

کله چې ولس خپل دین ادا کړ او لوبه یې وګټله نو اوس خو لوبه باید په سیاسي ډګر کې د همدې خلګو د هیلو پربنسټ په بشپړه میړانه او صداقت سره پرمخ لاړه شي له ولس نه ښاغلې ته ور وسپارل شوه ، دلته زما او زما په شان د نورو افغانانو د ناهیلو کیدو داستان پیل کیږي ، اول خویې ددې جوړجاړي خبره له هغه ټیم سره چې غني ته یې د یهودي خطاب وکړ، بل دا چې په صلاحیتونو کې حتی د ځان صلاحیتونه ورته تفویض کړو ، او تر ټولو بده خو دا چې اولس د دوه کاله مخکې حالت په ارمان کې شو. نو بیا به رایه ورنکړم