د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بس دی

جاوید یارزی 26.12.2014 13:55

بس دی جنګه درنه ستړي شو ځوریـــــــــــږو
خوشحالي نشته په تاکې تل ژړیـــــــــــــــږو
پرمختګ مو لا په خوب ندی لـــــــــــــــــیدلي
د جاپان سره په یوه ورځ ازادیـــــــــــــــــــــږو
د ټوپک لاره به تـــــــــــــــــــــل د بري نه وي
د قلم لاره کـــــــــــــــــــــــــه ونیسو جګیږو
ذلالت که د مولا په رضـــــــــــــــــــــایت وي
کنعانیان به خندا کاندې چې ډوبیــــــــــــــږو
یارزی جانه دفرعون خوب رښــــــــــــــتیا دی
چې ماشوم په لاس به ټول مونږه ختـــــمیږو