د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ودانـــۍ شــتــه ، تــداوي نـشـتـه!

امان الله اماني 25.12.2014 13:11

دسيد کرم ولسوالي دمالدارانو خوښي هغه مهال زياتې شوي چې په همدې ولسوالي کې ورته حيواني کلينيک دبنسټ ډبره کېښودل شوه. دودانۍ دکار په بشپړيدو نوره هيلې پيدا شوې چې له دې وروسته به زموږ څاروي دعادي او ساري ناروغيو له امله نه مري او په همدې کلينيک کې به يي تداوي ترسره کيږي ولې څلورکاله پوره کېږي چېوداني ولاړه دی او تداوې چارې پکې نه دي شروع شوې دسيمې اوسيدونکي او مالداران په دولت باندې نيوکه کوي چې ددې ودانۍ پيسې بايد ديو منظم پلان له مخې لګول شوې واي ددوي په وينا که دکارمندانو داستخدام او دوداني دفعال ساتلو توانايي دولت نه درلودلی نو ولې دغه بوديجه مصرف کړي . مالدارانو داهم وويل چي حيواني کلينيک دنشتون له امله هرکال ګڼ شمير څاروي دعادي ناروغيو له کبله مړه کيږي دسيمي يوتن مالدار وايي : ((چي خصوصي سکتور بي کيفيته درمل په لوړه بيه پلوريکه چيرته زموږ لپاره دولتي کلينيک فعال شي ددي ستونزي مخه به ونيول شي)). يو بل تن وايي چې : (( عبدالرحمن دسيدکرم ولسوالي اوسيدونکی يم زموږ په ولسوالی کي دولتي کلينيک کار نه دي شروع کړی .دخلرويو دناروغۍ له امله دسختوستونزو سره مخ يو ، کله چي زموږ څاروي ناروغ شي نو شخصي کلينيک ته مراجعه کوو هغو بي کیفيته دوا پر لوړ قيمت پلوري )).
دکرني اومالدلرۍ رياست ريئس ذبيح الله حسن زي دمالدارونوستونزي تاييد وي او وايي: چي داسمه دی چي خصوصي سکتور بي کيفيته دواګاني پر مالدارانو باندي په لوړه بيه پلوري او کومه لايحه چي دکرنې اومالداري وزارت دخصوصي سکتورلپاره ټاکل شوي د هغي څخه سرغړونه کوي .او زياتوي چي دسيدکرم ولسوالي حيواني کلينيک دفعالولو لپاره مکمل پرسونل او لابرتروار په واک کي لرو دحسن زي په وينا په ياده ولسوالی کي ددولتي املاک نلرو اودولتي بي اراضي بي حده زياته ده. د سيدکرم ولسوالی په ماسټر پلان کي حيواني کلينيک نشته اويادکلينيک چي دسرحدي ولايتونودسرحدي ولسواليو سهميه وه خو د څلور کاله دمخه دکرني رياست لخوا سيدکرم ولسوالی ته ورکړل شوی دځمکي دنشتوالي له امله دولسوالی دننه احاطه کي جوړ شوی چي دامهال دسيمي خلک ، ديادي ولسوالی ولسوال او ښاروال ددي کلينيک دفعالو مخه يي نيولي دی . او وايي چي دا يو غيري مناسب ځای دی دلته بايد دحيواناتو درملنه ونه شي .
خو دسيدکرم ولسوالی ولسوال نيازمحمد خليل دکرني او مالداری ريئس خبري په کلکه ردوي . او وايي چي دسيمي ديو ولسوال په توګه دا زما دنده دي چي ددي کلينيک دفعالولو لپاره هرډول همکاري وي زه به يي ترسره کړم .دنوموړي وويل چې دا ځای حیواني کلینیک ته دقوم، ښاروالی په خوښه ورکړل شوی .
نوموړی زياتوي چي تردي مهاله دکلينيک دفعالولو په موخه دکرني رياست له لوري د همکاری هيڅ وړانديز ورته نه دی شوي .
بل خوا ديادي ولسوالی ښاروال مامورجان توتاخيل هم دحسن زي خبري يو بي ځايه نيوکه بولي او وايي چي ددې کلينيک د جوړولولپاره دځمکې په برخه کي زموږ اداري لخوا دکرني رياست سره ډيره همکاري شوي دامهال خو ښکاره خبره دی چي د ودانی په فعالولو خوښيږو ځکه دسيمي اوسيدونکو ستونزي به حل شي .
بل خوا دسیدکرم ولسوالي دقومي شورا ریئس حاجي ولي توتاخېل دحسن زي خبرې نه تایید وي او وايي چې زموږ قومي شورا ددې کلينيک په فعالولو کې هرډول همکاري ته تیار یو او دفعالولو غوښتنه يې کوو .
خېره دې نه وي چې په ياد کلینیک باندې پنځه ميلونه او څلورسوه زره افغانی لګښت راغلی چې دهند دولت له وړيا مرستوڅخه ورکړل شوې دي .
خبریال: امان الله اماني