د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي هویت سره مخالفت

حفیظ الله خالد 24.12.2014 01:07

 څو کاله مخکی د ملی تلویزیون چارواکو خپل یو خبریال چی ولایاتو نه  په یوه استول شوي خبري راپور کی د ملی ترمینولوژۍ  یا اصطلاحاتو  د ساتلو په اړه   د اساسي قانون شپاړسمی مادی ته یی پام نوه ساتلئ  څو  ورځئ  کسرمعاش کړی وو ، په حقیقت کی د ملی تلویزیون اداري هیأت غوښتل پدی کارسره نور  ژورنالستان ملی اصطلاحاتو پکارولو ته چې  په اساسي قانون کې  ورباندی تاکید سوی ده  وهڅوي ، له یوه  خبریال یا ژورنالست  نه په تیره بیا هغه ژورنالست نه چی د یو هیواد په ملی او دولتي تلویزیون کی دنده لري  تمه کیږي چی د هیواد اساسي قانون احکامو ته چی  د ملي وثیقې حیثیت لري په خپل ورځني چارو کی پام وساتي او  د قانون په پلي کولو سره  نورو ژورنالستانو ته  یو ښه مثال  شي.
خو له بده مرغه د ملي تلویزیون دا پر ځای او قانوني اقدام یو شمیر  افغان ضد کړئ چی د کرزي صیب په فاسدی اداری کی له هیڅ نه د هر څه خاوندان شول  او د هیواد مهم نشراتي موسسې او تلویزیوني چینلونه  د هغوي په ولکه کې دي د منلو وړ نه وو او دوئ له همدی وړۍ انظباطي جریمۍ نه  یوه لویه ډنډوره جوړه کړه ،  د طلوع  او آریانا  تلویزیوني چینلونو  خپل ټول تبلیغاتي ماشین  پکار  واچو تر څو دې  اداري  اقدام ته ژبني او قومي رنګ ورکړي او په پای کې په خپل دی کار کی بریالي هم شول ځکه  د ملی تلویزیون چارواکو ډیر  ژر د دولت  د لوړ پوړو مقاماتو د فشار په نتیجه کی د قانون د پلی کیدو نه لاس واخست او په خپل دی کارسره یی ملی ضد عناصرو ته په راتلونکي کی د نورو سرغړونو او د ملي اصطلاحاتو ته د نه پاملرنې لاره  پرانسته ..
وائی  کوم وخت د یو سري له څنگه  یو غټ مار بی له دی چی هغه وچیچی تیر سوی وو، له هغه ورځې وروسته به سړي همیشه ژړل، یو ورځ چا ور نه پوښتنه وکړه چی مار خو ونه چیچیلی نو بیا  ژاړی ولې؟، سړي په ځواب کی وویل چی  ژاړم پدې چی مار دلته لار ومونده او لدې وروسته به هره ورځ  پدی لار راځی، دلته هم دقانون په پلي کیدو کې د چارواکو پاتې راغلل  زموړ د هیواد  د یوالي او وحدت دښمنانو ته د خپلو شومو مخو  د رسیدو لاره خلاصه کړه اود د ی  شاتګ   نه وروسته نه یواځی دا چی د پوهنتون په ځای د« دانشگا» نوم په رسنیو کی   عمومیت وموند بلکه په سلګونه نور ایرانی فرهنگستان کی جوړ سوی  اصطلاحات  د طلوع او آریانا د تلویزیونو   په   مرسته  زموږ د هیواد  په  میډیا کی ترویج   او دا پداسی حال کی چې  د ملی وحدت او افغان ضد کړئ  یواځی یونوم « پوهنتون»  چی له نیمې پیړۍ نه را پدیخوا زموږ په ټولنې کې پکاریږي زغملې نشي  .
   تجربې ثابته کړې چې افغان ضد کړیو مقابل کی د هرشاتګ سره هغوي خپلو غیر مشروع  او  ناروا غوښتنو ته نور هم ځور ورکړې ، او دا دې پدی ورځو کې خبره دی حد ته رسیدلې چې دوی په بریښنائی تذکرو کی د افغان نوم هم  نشي زغملئ ،که زموږ هیواد وال د دی ظالمانه اقدام مقابل کی بیا هم پټه خوله کښینئ دا لړئ به نور هم دوام ومومي او موږ به په خپل ملي هویت د  نورو لوبو او یرغلونو شاهد هم اوسو، پرون یی د پوهنتون سره مخالفت درلود ، نن یی  د افغان نوم د هویت له تذکرې نه لری کړ ، بی له شکه   سبا به د افغانستان  نوم سره د مخالفت وارهم ورسیږي .
 د نړئ په  زیاد او کم ۱۹۰  هیوادو کی هیڅ  یو داسی هیواد به هم پیدا نشي چی د هغه هیواد د خلکو په پیژند پاڼو کی د هغه هیواد د ملی هویت  نوم نوي ، نن سبا   په ډیرو هیوادو کی لکه هند ، سویس  ، او په لسګونو نورو ملکو کی مختلف قومونه او فرقي ژوند کوي، د مثال په توګه همدا زموږ په ګاونډي هیواد  تاجکستان کی د تاجکانو سربیره ازبکان، قرغزیان،تاتاریان او حتی روسان اوسی مګر ټول د هغه هیواد اوسیدونکي د ملي هویت په تړاو ځان تاجکان ګڼي، همداسی په هند، کی  لسګونه مختلف اتنیکي قومونه   ژوند کوي اوټول په خپل هندي  هویت ویاړي..
  له نیکه مرغه زموږ د هیواد د ټولومیشتو ورونو قومونو په وجود کی  د ملی  وطن پالنی جذبات خورا قوي او  زموږ ګران هیواد کی میشت  ورونه   په هر  قوم او ژبې  پوری  چی منسوب دي  پر خپل افغانی هویت ویاړي ، پاتی شو د څو د ملی  وحدت او افغانی هویت  ضد کړئ  چی د دوئ شمیر شاید په سلو کی د یو یا دوه و تنو نه زیاد نوئ  داسې  متعصب څیرې او ګروپونه  د نړئ په اکثرو هیوادو کی شتون لري  او زموږ هیواد کی هم د داسی کړیو شتون  کومه غیرطبیعي خبره نده  خو هغه څه چې اهمیت لري  دا ده چې  باید ټول ملت د دوی د ملی یووالي ضد، خاینانه اعمالو مقابل کی سره یو موټئ شي  او نور داسی  ملي ضد عناصرو او کړیو ته  باید  اجازه ورنکړاې شي چې زموږ د هیواد پر تاریخي ویاړنو او ملي هویت  لوبې وکړي.     
والسلام