د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې غړي د پيسو پيدا کولو په لټه کې

ع، ابراهيمي 23.12.2014 21:09

تېره ورځ د ولسي جرګې د رئيس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ د ولسي جرګې عمومي غونډې پرېکړه وکړه، که چېرته نوي ملي وحدت حکومت د پیلکېدونکي اونۍ کې دوی ته نوماندان وزیران و نه پيژني، دوی به بيا خپله پرېکړه اعلان کړي، ولې يو شمېر نورو غړو بيا وړانديز وکړو، که دوی ته نوماندان وزیران و نه پيژندل شي، نو دوی به اعتراضي ډول د ملي شوراء دروازه وتړي، دوی د نورو غړو څخه غوښتنه وکړه، چې هر وکيل دې خپل ولایت ته ولاړ شي او په لاريونونو دې لاس پورې کړي.

دا لومړی ځل ندی، چې د ولسي جرګې غړي پر نوي حکومت فشار راوړي تر څو دوی ته نوماندان وزیران د اعتماد رايې لپاره وپيژني، له دې مخکې همدې جرګې د پخواني ولسمشر حامدکرزي پر حکومت هم فشارونه راوستل، کله به يې فشار پدې وجهه و، چې نوي وزیران ورته معرفي کړي، کله به یې فشار پدې وجهه و چې سرپرستان د منلو ندي او کله کله به يې فشار پدې خاطر و، چې اهل کار وزیران دې د وزارتونو او ادارو کې وګمارل شي، خو آیا دوی د ملي شوراء په پنځلسمې او شپاړسمې دورې کې داسې څه کړي، چې ملت ترې راضي وسي؟

دا هغه پوښتنه ده، چې هر افغان ورته ځواب لري، خو دا چې ولې دوی همېشه د افوزسيون صفت خپل کړی ، همېشه يې پر حکومت توندې نيوکې کړي سره لدې چې په هېواد کې د ټولو بدبختيو زېږنده همداء غړي دي،  دې پوښتنې ته تر اوسه د ولس غړو ځواب ندی ورکړی او پدې مطمين هم يم چې تر پايه به د پارلمان غړي دې پوښتنې ته منطقي ځواب ورنکړی شي.

د ولسي جرګې د يو څو غړو علاوه نور يو غړی  هم د وطندوستۍ، ملت پرستۍ او هېوادنۍ مېنه نه لري، دوی  د رسنيو په مخکې يوازې او يوازې غټې خبرې کوي، پر حکومت نيوکې کوي، ولې بيا برعکس دوی په هر څه کې ښکيل وي، موږ او تاسو يې ژوندۍ بېلګې پخواني نظام کې وليدي، ټولو ته به حتماً په ياد وي، کله چې دوی د ماليي پخوانی وزير حضرت عمر زاخيلوال ولسي جرګې عمومي غونډې ته په دې خاطر احضار کړو چې پر نوموړي تورونه موجود و، ولې کله چې زاخيلوال خبرې شروع کړې د ټولو هغه څهرو يې پرده پورته کړه، چې د رسنيو په مخکې لوی خبرې کوي او بيا يې برعکس یې د ماليې په وزیر څومره غير قانوني کارونو د کولو غوښتونکي و، له دې وړاندې ولسي جرګې يو بل ګل هم کرلی و، هغه د بسم الله محمدي ارتقاء وه، د کورنيو چارو وزارت څخه بيا دفاع چارو وزارت ته.

له دې پرته ولسي جرګې د معدنونو په قراردادونو هم نيوکې وکړې ولې په هر قرارداد کې دوی برخه اخيستې او په ځينو ځايونو کې خو دوی مستقيماً په قچاق کې لاس لري، دوی پر لویو او مهمو قراردادونو ملنډې ووهلې او د دوی د لاسوندو په وجهه همداء قراردادونو په کلونو کلونو وځنډېدل، چې بېلګې يې ټولو ته ښکاره دي.

دوی که اوس پر ملي وحدت حکومت فشار راوړي تر څو دوی ته وزیران معرفي کړي دا هم د  وطندوستۍ روحيه نه ده، دا يوازې د پيسو دوستۍ روحيه ده، چې دوی غواړي په دې لنډ او تنګ وخت کې چې ايله څو مياشتې د ولسي جرګې انتخاباتو ته پاتې دي پیسې پیدا کړي او بيا چې کله ولسي جرګې ته نوماند شي همداء پیسې مصرف کړي او يو ځل بيا د پنځو کالونو لپاره د ولس په مرۍ پښه کېږدي.

زه د قلم له خاوندانو غوښتنه کوم، چې که لږ هم احساس لرئ نو راپورته شئ د دې خاينونو په خلاف او پورته کړئ اواز د دوی په خلاف چې ولس نور هم پوره اګاه او پوهه شي.

د يو سوکاله افغانستان په هيله