د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انسان او دهغه مقام

عطا محمد میاخېل 23.12.2014 11:34

دانسان کلمه ( ا، ن ،س ) له تورو څخه جوړه شوې ده او د ( ناس / انس ) کلمو ته هم شامله ده د آدم ( ع) او نبیرې ته هم د انسان کلمه راځي جمع یې اناسین او ناسي راغلې ده ، د ناسي کلمه اسم جنس ده د آدمي نسل او نبیره ترې مراد دی او د انس او انسان کلمې د لغت له مخې سره ګډې دي او د استعمال له مخې یوه له بلې جلا یادیږي.
د (انسان ) کلمه له آره ( انس ) وه خو د ( الف او نون ) پر زیاتیدو او یوځای کیدو ترې انسان جوړ شو (انس) د الف په پیښ د اخیستلو او ښکاره کولو په مانا دی همدا راز ویل کیږي چې انسان له نیسان څخه اخیستل شوی دی په لغت کې د بشر ، آدمي ، د آدم نه پیدا او آدم زی په معنا دی او دغه مطلب چې انسان د نیسان نه اخیستل شوی دی کمزورې وینا ګڼل شوې ده د ( ظهور ) د مفهوم په نظر کې نیولو سره چې انسان په لفظ کې مراد دی باید انسان په خپلو خویونو ، رویې ، دین ، ایمان او دخپلې عقیدې په ښکاره کولو کې د (جن ) دکلمې پر ضد چې د پټوالي مانا لري ښکاره وي ، پټ نه شي خپل نظر ښکاره کړي . انسان په موجوده مخلوقاتو کې یوبې ساري او بې جوړې مخلوق دی او داسې ځانګړنې لري چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه په سترګو کیږي د بیلګې په توګه د زده کړې او روزنې قابلیت لرل ، د بیان او مافي ضمیر د ښکاره کولو توان لرل ، ټولنیزې ځانګړتیاوې لرل ، د کومک او مرستې روحیه لرل ، په ارادې کې استقلالیت د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لرل ، ښه شکل لرل او همداراز نورې فزیکي ځانګړتیاوې هم لري . د پورتنیو ځانګړنو سره سره په مادي ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څیر اکسیجن ، خوراک، اوبو ، استوګنځای ، خوب ، آرامي او داسې نورو ته اړدی چې ددغو په نظر کې نیولو سره یې انسان داسې تعریف کړی دی :
انسان د تي لرونکو ژویو له جنس څخه یو ژوندی موجود دی د پر مختللي عقل ، ولاړ قد د وینا او بیان د قوې په لرلو سره د نورو ژویو ( حیواناتو ) نه جلاکیږي ولې د انسان داسې واقعي تعریف چې د هغه هر اړخیزه مادي او معنوي ټول اړخونه را ونیسي او د انسان واقعي مفهوم ته انعکاس ورکړي ډیر ګران او له ستونزو ډک کار دی تر نن ورځې خو لا ناشوني ورته ویل شوی دی ، لکه ( ډاکټر الکسیس کارل )
چې د انسان په هکله وایي : د مختلفو علومو ټولې څانګې تر او سه په دې نه دي توانیدلي چې د انسان حقیقت ځان ته معلوم کړي . دتشریح د فن متخصیصینو چې کوم انسان تعریف کړی دی د هغه واقعي انسان پیژند ګلوي نه ده ځکه د هغوی تعریف د یو خیالي هیکل تعریف دی او هر یو تعریف یې ډیر لنډ دی چې په هغه باندې یې قضاوت کړی دی ، د انسان په وجود کې داسې الهي حکمتونه او رازونه پټ دي چې د دغو ځانګړتیاوو او حقایقو تجربه او تحلیل د ظاهري ترکیب او جوړښت په رڼا کې د کیمیا ، څیره پیژندنې او ارواپوهنې او داسې نورو علومو په مرسته ناشونې دی ، ځکه چې د انسان ژوند او وجود یواځې په دنیوي ژوند پورې تړلی نه دی ، بلکې دغه ژوند د مرګ نه وروسته نړۍ او آخرت کې هم ادامه لري ، د انسان مادي پیژندنه او دهغه ظاهري څیره رسمول هیڅکله د انساني واقعیتونو او حقایقو او د انسان د هویت ښکارندویه نشي کیدلی او د انسان د غیر مادي حقیقتونو پیژندل یواځې د دیني متنونو په رڼا کې شونی دی او همدا راز د وحې په رڼا کې کولی شو چې د انسان د وجود له رازونو او اسرارو څخه خبر شو د دیني ماخذونو نه په استفادې سره د نوموړي موضوع په اړه د څیړنې زمینه برابریږي ، ځکه د دین مخاطب انسان دی او د انسان په هکله خبرې کوي او د ده  د لارښوونې له پاره راغلی دی نو د الله (ج) کتاب د انسان اصلي او واقعي ماهیت وړاندې کولی شي او د هغه د باوري توب او هر اړخیز توب په وجه کولی شي د انسان تعریف وړاندې په دې څیړنه کې دیني متنونو ته زیاته مراجعه شوې ده ، حقیقت دا دی چې د انسان په دننه نړۍ کې یوه ارته نړۍ او پراخې حانګې شتون لري چې تر اوسه پرې بشري علم نه دی بر لاسی شوی او خپله د ده په هکله د بشر علمي لاسته راوړنې ډیرې کمې دي او تر اوسه لاپه لومړیو پړاووکې دي. پر مختللي صنعتي ابزار ، وسایل او ټکنالوجي نشي کولی داسې ځای ته ورسیږي چې په نړۍ کې دغه راز رابر سیره کړي ، ځکه انسان د یوې دقیقې محاسبې او ټاکلې موخې له پاره پیدا شوی دی او د انسان د پیدایښت موخه د انسان او نړۍ پیدا کوونکي څرګند وي چې هغه د الله تعالی له عبادت څخه عبارت دی همدلته د ډیرې علمي ، صنعتي پخوانۍ او نوې تکنالوجي پرمختیاوو سره سره د انسان په اړه ډیرې پوښتنې راولاړې شویدي چې تر اوسه پورې د هغو په هکله نظر ورکولو نه پاتې راغلي دي لکه د ژوند حقیقت چې له روح سره نه شلیدونکی تړاو لري د روح حقیقت ، عصبي ریښې ، د تفکر قوه ، میلانونه او غریزې او د مغز د سلوک او رویې سره د هغوی تړاو او داسې نور انسان د ټول کایناتي نظام ، موجوداتو او ټولې نړۍ یوه خلاصه او نچوړ دی او د نورو موجوداتو پر ضد د دواړو نړیو وړتیا لري ، نه د ژویو ( حیواناتو ) په څیر چې یوازې د دنیوي ژوند وړتیا لري او نه د ملایکو په څیر چې د اعلی مدارجو ژوند وړتیا لري ، بلکې انسان په دواړو جهانونو ( دنیا او آخرت کې ) د ژوند وړتیا او صلاحیت لري او دده په وجود کې داسې ځواک شته چې په دواړو سرایو کې ورته استوګنه او ژوند آسانه دی ، په شهواني او حیواني صفتونو کې لکه په غضب ، شهوت ، خوړل ، نسل ډیرولو او جګړه کې د نورو ژویو سره شریک دی او فرشتو نیک خویونه لکه عبادت ، علم ، رښتیا ، امانت او کمیني هم په ده کې شته .
راغب اصفهاني وایي : ( الله تعالی په انسان کې ټولې قوې مرکبې ، بسیطې مادي ، معنوي نوښتونه او مکونات راټولې کړي دي ، نو انسان له دې کبله چې د نړۍ د وسایلو له پاره پیداشوي او د نړۍ ټول عناصر او قواوې په کې راټول شوي دي نو عین جهان او نړۍ شو او له دې حیثه چې په څیره او بڼه کې وړوکی دی نو په حقیقت کې دنړۍ د قواونچوړ په کې راټول دی ، کولای شو ووایو : انسان د نړۍ د کتاب لړ لیک دی په لفظ کې لږ اما د پوره مانا لرونکی دی ) .
دی زیاتوي : ( داسې هیڅ شی نشته چې انسان هغه ته له یوه اړخه ورته نه وي د ګرمي ، یخني ، لوندوالی او وچوالی له حیثه د اوبو ، اور ، خاورې او هوا په څیر دی د بدن او جسم له مخې د کانونو په څیر دی د تغذیې او ودې له پلوه د بوټو په څیر دی د حواسو ، وهم ، خیال ، خوند له حیثه حیواناتو غوندې دی ، د حملې ، یرغل او غوسې له لحاظه د څیرونکوژویو په څیر دی ، په په بې لارۍ او ضلالت کې د شیطان ته ورته دی او د الله تعالی په پیژند ګلوي ، عبادت او په خلافت کې د پرښتو په څیر دی . انسان د نړۍ او کایناتو د پیدایښت محور دی ، ځکه د نړۍ د پیدایښت موخه او غرض د بشر مادي او معنوي بشپړتیا ده او د انسان پیدایښت د دې له پاره شوی دی چې هغه لوی رسالت او دنده چې ده ته سپارل شوې هغه هغه ادا کړي ) قرآن کریم یو سپیڅلی الهي کتاب دی او په ټولو آسماني کتابونوکې چې ترې مخکې دي بشپړ  دی انسان ته د انسان په اړه شننه اوبحث کوي او د قرآن له نظره انسان د درنښت ، پت او کرامت څښتن دی د انسان حقیقت یواځې په مادي ډانچه کې نه ، بلکې د ده حقیقت د ده په روح او معنوي شخصیت کې چې د ده په مادي ډانچه یا کالبوت کې پو شوی دی او دی یې د کایناتو په ټولو موجوداتو کې د لوړ مقام او ځانګړنې نه برخمن کړی او جلا کړی دی د انسان د دوه اړخیز کیدو ریښه د توحیدي دینونو پرته په نورو غیر توحیدي دینونو کې ، لکه هغه ادیان چې په تناسخ عقیده لري هم وجود لري چې انسان په مادي او بدني اړخ کې نه ختمیږي ، بلکې یو بل واقعیت چې د نفس روان یا روح په نامه له ځان سره لري او د تناسخ د عقیدې لرونکو له نظره د انسان روح تر مړینې وروسته د بل انسان یا حیوان له کالبوت سره یو ځای کیږي ، دې نړۍ ته بیرته راګرځي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي انسان د اسلامي عقیدې له نظره د لومړي پلار او مور ( آدم ع ، بي بي حوا ) چې استثنایي پیدایښت یې درلود مینځ ته راغلی دی او ټول د یوپلار او مور له نسله دي او دیو مشترک اصل او ریښې لرونکي دي او پر مادي جسم سر بیره د یو غیر مادي جوهر چې د روح په نامه یادیږي لرونکي دي چې د ژوند بخښونکی دی دغه ژوند پر جسم مقدم نه دی ، بلکې د جسمي ژوند سره جوخت پیل کیږي مانا دا چې د انسان اروا د بدن د تړاو نه مخکې ځانګړی وجود د نفس په نامه نه لري او د انسان دا حقیقت د ده په روح او اروا کې دی نه په فاني کیدونکي جسم کې قرآن کریم د انسان د حقیقت په اړه داسې فرمایي : یا ایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحده وخلق منها زوجها وبث منها رجالا کثیرا ونساء آ … ژباړه ای خلکو ! د خپل پالونکي څخه وویریږی هغه ذات چې چې تاسو یې له یو نفس څخه پیداکړي یاست او د دې نفس نه یې د هغه جوړه هم پیداکړه او له دوی څخه یې ډیر سړي او ښځې خپاره کړل او همدا راز یې فرمایلي : والله خلقکم من تراب ثم من نطفه . ژباړه : الله تعالی تاسې له خاورې پیداکړي یاست او بیایې له نطفې نه پیدا کړي یاست لکه څنګه چې وویل شول چې انسان د دوو متضادو اړخونو څښتن دی : الف مادي ( حیواني ) اړخ چې هغه د مادیت او حیوانتوب به لور راکاږي او د غرور ، ګناه او سر کښۍ او تمرد خواته یې سوق کوي دغه مادي اړخ یواځې د انسان دنیا پورې تړلی دی چې له کبله یې انسان یو ټیټ کمزوری او ناتوان موجود ښودلی هغه یواځې د مادي ژوند نه ګټه
پورته کوي د هغه ژوند چې د نور بڅرکي په څیر یې په بدن کې ځلیږي ګل کیږي او د لنډ عمر څخه چې د سترګو په رپ کې تیریږي ګټه اخلي کمزوری جسم لري چې ژر له منځه ځي د غرور او سر کښې صفات یې په څیره کې د سختۍ ، کلکتوب او څیرونکو ژویو خوی پیدا کوي او هیڅ وخت د هغوی د مهارولو کوښښ نه کیږي که د حق غو ښتنې او عدالت قانون هم اغیز من واقع نه شي دغه مهال انسان ډیر یو ښکته حیوان او ډیر زیات څیرونکی موجود ګرځي قرآن کریم فرمایلي : ( ان هم الا کالانعام بل هم اضل سبیلا ) دوی خامخا د څا رویو په څیر دي ، بلکې د لارې نه په
( خطاوتو ) کې له څارویو نه هم بد دي .
ب : معنوي روحاني اړخ چې انسان حقیقي او د آخرت تلپاتې ژوند ته راکاږي او له دې کبله یې مقام ، مرتبه او ځای ډیر لوړیږي او د لوی معنوي اهمیت او صلاحیت نه برخمن کیږي څرنګه چې د الهي ذات پاک صفتونه او کړه وړه په ده کې ځلیږي او د معنویت او روحانیت دغه تړاو انسان ته کرامت او عزت بخښي او د دې وړګرځي ، چې لوړې درجې او تلپاتې نیکمرغي تر لاسه کړي او داسې مقام ته رسیږي چې د هستۍ له ټولو موجوداتو څخه لوړ وي دا لاڅه کوې چې د الهي روح په پو کلو سره به له فرښتو هم لوړتیا ولري دا هغه مهال کیږي چې په ځان کې د حقیقي انسانیت پیدا کولو په لټه کې وي ، دغه تړاو یې په وجود کې فطري وي او د انسان په وجود کې د انصاف ، عدالت ، حق پیژندنې او حق غوښتنې نیک خویونه را ژوندي او د دې پر ضد خپل شهواني او حیواني خویونه او غریزې چې په مادي بدن پورې اړه لري مهار او کنټرول کړي ، نو د معنوي اړخ په اساس له ده سره لوړ عالم ته د ختو اوپورته کیدو میل پیدا کیږي یعنې الله (ج) لورته او د الهي روح لورته چې ده کې پو کړی دی پورته والی . دغه د انسان دوه اړخیزه ځانګړنه د دې غوښتنه کوي چې دواړه اړخونه په نظرکې ونیول شي ، کنه نو د فطرت سره به په ټکر کې غورځیږي او تجربې دا ثابته کړې ده چې کله هم کوم فلسفي نظام یا ایډیالوژي د انسان یو له دوو اړخونو څخه یو له پامه غورځولی دی نو د ناکامۍ سره مخ شوی دی او د نیکمرغۍ نه بې برخې شوي دي یوازې هغه ایډیالوژي او نظام کولی شي چې د هغه لارښوونه وکړي چې مادي او معنوي اړخونه یې په داسې متوازن حالت کې ساتي او په پام کې یې نیسي چې حتما دغه ډول نظام د اسلام نظام دی .
بودایي مذهب او ځینې نورې فلسفې او مکتبونه ، لکه مسیحیت چې کله د انسان مادي اړخ له پامه وغورځاوه د فطرت سره په ټکر کې ولوید همدا راز مادي تمدن او د مادې اصالت فلسفې چې د انسان روحاني او معنوي ټول اړخونه له نظره غورځولي دي ، نو د فطرت سره په ټکر کې ولوید او دی یې د بدبختۍ او تباهۍ په لور روان کړ ځینې پوهان چې له دغسې مادي نظریو نه اغیزمن شوي دي انسان یوازې پرمختللی موجود ګڼي چې پر طبیعت د ولکې وروسته د ژوند په کارونو کې په پر مختګ سره خپل انسانیت لاسته راوړي ، بلکې حقیقت دا دی چې انسان یو مکلف عنصردی د خدای (ج) روح په کې پوشوی دی اوددغه الهي امانت لرونکي په توګه د الله تعالی په ځمکه کې خلیفه ګرځیدلی دی چې له عقل او فکر څخه یې په نړۍ کې ګټه پورته شي او خپل ایمان او باور لا پیاوړی کړي او د ټولنې د مادي او معنوي ښیرازې هڅه وکړي حقیقي لوړوالی لاسته راوړي هوالذی خلق لکم مافی الارض جمیعا. ژباړه :
الله تعالی هغه ذات دی چې په ځمکه کې یې ټول شیان ستاسې د ګټې له پاره پیداکړي دي انسان چې په دې نړۍ کې د دومره لوړ مقام په لرلو سره د ارباب حیثیت ځان ته نیسي چې څرنګه د دغو نعمتونو څخه ګټه پورته کړي او هغه په خپل خدمت کې په کار واچوي اسلام داسې رسالت او پیغام دی چې انسان د تعادل سره سم دکمال لورته د هغه لارښوونه کوي انسان چې په ځمکه کې ژوند کوي د آسمان سره هم تړاو لري د ژوند له موجوده واقعیتونو سره تعامل کوي او ارمانونو ته یې جدي پاملرنه لري د دنیا له پاره کار کوي او دآخرت له پاره فکر هم لري او نه ترې بې پروا کیږي د نورو انسانانو سره ښه ژوند لري او خپل پیداکوونکی او هستي له یاده نه باسي هدایت نیونکی او هدایت کوونکی وي د حق فرمان متونکی او هم د حق فرمان ورکوونکی وي نور نیکۍ ته رابولي د الهي واجباتو ساتونکی او د حق او صبر سپارښت کوونکی وي . والعصر ان الانسان لفی خسر الالذین آمنو و عملوا الصلحت و تواصوا بالحق وتوا صوا بالصبر . ژباړه : په عصر او زمانې قسم چې انسان په تاوان کې دی مګر هغه چې ایمان یې راوړي او ورسره نیک عمل تر سره کړي یو بل ته د حق سپارښتنه او د صبر او زغم توصیه کوي نیک عمل هغه دی چې د الهي احکامو سره موافق او سم وي او د آسماني وحې په رڼا کې یې مکلف تر سره کړي د ایمان او نیک عمل په یو ځای کولو سره بشر د نیکمرغۍ او په ژوند کې د ښه ژوند د کمال لوړو پوړیو ته رسیدای شو . ( من عمل صالحا من ذکر او انثی وهومومن فلنحیینه حیاه طیبه ) .
ژباژه : چا چې نیک عمل تر سره کړ نر وي که ښځه او مومن وي نو ښه او پاک ژوند به ورکړي اسلام د انسان طبعیت داسې معرفي کوي او ده ته په داسې مقام قابل دی چې د ده سره وړدی ځکه اسلام د الله تعالی پیغام دی او انسان د الله (ج) مخلوق دی او د هر شي پیدا کوونکی د طبیعت ، حقیقت ، رازونو غریزو او کړو وړو د هغه شي څخه بې خبره نه وي ( الایعلم من خلق وهو اللیف الخبیر ) خبر اوسئ پیدا کوونکی ښه پوهیږي او هغه ښه کړونی او پوه دی انسان د خپل ځان له پاره نه ، بلکې د الله تعالی د عبادت او دلوی رسالت د ادا کولو له پاره پیدا شوی دی دومره لوی رسالت دی چې په دې فاني نړۍ کې نه ځاییږي د تل پاتې ژوند له پاره پیداشوی دی د دې له پاره نه دی پیداشوی چې د څارویو په څیر څو ورځې په دې نړۍ کې څه وخوري ، وڅکي او خوند واخلي او له دې وروسته یې بدن خاورې شي انسان یوبې ساري موجود دی د الله تعالی له مخلوقاتو ځنې دی نه جماد دی ، نه نبات دی ، نه فرښته دی او نه هم شیطان ، بلکې لوړ د قدر وړ او مسوول پیدا دی اسلامي عالم ابوبکر بن عربي وایي : الله تعالی د انسان نه ښه ، کوم شی نه دی بیدا کړی الله تعالی هغه ژوندی ، پوه ، ځواکمن ، خبر ، اوریدونکی ، لیدونکی ، تدبیر والا، هوښیار او حکیم پیدا کړی او دا ټول د پالونکي صفتونه دي همدا وجه ده چې د انسان په وجود کې دا وړتیا شته چې د الله تعالی په اخلاقو ( ربانیت ) ځان سمبال کړي او نیکو صفتونو په وجه ، لکه علم ، حکمت ، مدارا ، حلم ، تواضع ، خیر غوښتنه ، حق خوښول او داسې نور په آسانۍ سره په انسان کې پیدا کیږي چې دغه د پوره انسان بیلګه ده ، پیغمبران (ص) د آدم نه تر خاتمه پورې په دې لټه کې دي چې انسان ته انسانیت وبخښل شي او کوښښ یې کړی او دیته یې زور ورکړی چې د انسان په بڼه بشر ډیر لوړ مقام ته ورسوي او دا نظریه چې نوې په اروپا کې را ښکاره شوې ده او علم ته یې د پیغمبر او دین حیثیت ورکړی دی انسان یواځې د ژویو څخه د یوژوي په څیر معرفي کوي د پیغمبر انو له لیکې بیل او د ابلیس په لیکوکې ولاړ دی او خپل ځان او بشر یې د سقوط او تباهۍ سره مخ کړي او په دې لړ کې یې د انسانیت ټول مفاهیم او ماناوې لکه اخلاق ، ارزښتونه ، او معنویات له سترګو غورځولي او د حیوان په څیر یې سقوط کړی دی او خپلسري یې خپله دنده ګرځولې ده .
عطا محمد میاخېل دکابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد