ستایل
22.12.2014 20:58په خنداخندا مې ورته وکتل
په مسکامسکا یې راته وویل
هې ددنیا ښایسته ښکلی
لږ رانږدي شه کنه
نږدی شوم په کراره
په غوږ کې راته وویل
هې ښکلی مرغلری دزړه سرخو مې تا وړۍ
په مسکامسکا راته ووایه
چې رقیب پو نشې
هلته ناست دی غلی غلی
بس اوس دا راته ووایه
چې ولې؟
ماپورې دي خندلې ؟
په کرس کرس خندا شومه ورته
ماویل داستا سرباندې دي څه چل شوی؟
په حیرانه حیرانه یې راته وویل
ولی ؟
ماباندې څه چل شوي
ههههههه دا دی کوم فلم تقلید کړي؟
په حیرانه اوتلوسه اينه واخیستله
په خندا شو خپل ځانته
ويلي داخو هغه رقیب په لیله کې راته کړي
ویلی ته دښار جنۍ داستایلونه دي
خوښ کړي
ځواب ته یې حیرانه شوم
ماویل
هې زما ساده پښتونه
ته خپل هڅوب اولباس کې راته ښکلي