د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر غني ځان وژني !

امان الله اماني 22.12.2014 20:57

ولسمشر غني واک ته په رسیدو سره ټولو افغانانو ته معلومه دی چې په هېواد کې د ناامني پېښې ډېرې شوې دي هره ورځ درسنیو څخه لیدل او اوریدل کېږي چې په فلاني ځای کې دومره تنه اوپه فلاني ځای کې دومره تنه عام او بې ګناه افغانان ووژل شول . افغان دولت داډول پېښو پړه په پاکستان ، ایران او ګاونډيو هېوادونو ور اچوي او وايي چې افغان دولت په خپلو پښو درېدو ته نه پرېږدي او غواړي چې زموږ ملي اوردو او پوليس ... له منځه ولاړ شي او يو ډول بې نظمي را منځ ته شي تر څو دتل لپاره افغان دولت دپرمختګ په لور قدم وانه خلي . ځکه دا ډول بریدونه پلان وي . د دولت داسمه خبره دی تر يوحده يي ورسره منو . ولې سل په سله نه ،ځکه چې په زیاتره ځایونو کې عام افغانان د امنيتي ځواکونو دبې غوری او خپلو دندو ته دنه پاملرنې له امله ووژل کیږي .

په هېواد کې دننه وروستیو پېښو وښودله چې بې ګناه افغانان دامنيتي ځواکونو له امله ښکار شول . دپکتیکا ديحيا خېلو په ولسوالی کې چې دافغانانو دعام وژنې پېښه رامنځ ته شوه .د امنيتي ځواکونه شتون ددې لامل شو ځکه دلوبې نندارې ته ناست ول . دوی خپل شوق پوره کولو چې په پايله کې يي تر شپيتو زیات بې ګناه افغانان ووژل شول . امنيتي ځواکونه بیدون له رخصت څخه څلورویشته ساعته دنده لري چې په خپله قومنداني یا موظف کړل شوي ځای کې پاتې شي. دوی ته ددې اجازه نشته چې د مزو اوچړچو په موخه دې، ښارونو او دلوبو کولوځایونوته ولاړ شي .ځکه چې مخالفینوهدف امنيتي ځواکونه دي هغه که دلوبو په میدان کې وي او که د ښار په منځ کې ، همدې ته ورته پيښې څه موده وړاندې دقندهار او هلمند په ولایتونوکې هم رامنځ ته شوې وې . چې دسپیو جنګولو په ميدان کې زموږ امنیتي ځواکونو شتون درلود چې د دوی له امله په لس ګونه بې ګناه افغانان ووژل شول. همدا ډول ځېنې امنيتي ځواکونه دشخصي سودا کولو په موخه دقومندانیو څخه ښارونو ته راوځي دځان سره رینجرموټر او یو څو سربازان هم راولي چې په ښار کې ګرځي راګرځي ددوی دبې غوري نه په ګټه اخیستو سره ددوی مخالفین په موټر او یا ددوی دحرکت په مسیر چادیدونکي توکي ځای پر ځای کړي د انفجار په صورت ددوی څخه څو چنده زيات بې ګناه افغانان ووژل شي . دا ټولې هغه درد وونکي پيښې دي چې په سلو کې دیرش سلنه زموږ دامنيتي ځواکونو دخپلو مسولیتونو ته دنه پاملرنې او بې غوري له امله رامنځ ته کیږي چې ترې مسلمانان په تیره بیا افغانان زیات ځوریږي.

همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته ډول کړنې ترسره کوي . کله کله د کابل ولایت کوچنیو ادارو ته دښار په مختلفو سیمو کې په عادي ډول تګ او راتګ کوي او کله دکابل ښار فروشګاه سیمې ته راوځې او دخلکو سره له نږدې لیده اوکاته کوي ترڅوستونزې او نیمګړتیاوې ورته معلومې شي دا هغه کړنې دي چې په دې سره د ولسمشر سره مینه دخلکو په زړونو کې پيداکیږي .چې نوموړی به يي په همدې موخه تر سره کوي . او یا خو داسلام ستر خلیفه حضرت عمر رضی الله تعالی تقلید کوي چې هغه به دخپل خلافت په دوران کې دخلکو په کورونو او کوڅو کې ګرځیده تر څو د ملت داحوال نه ځان خبر کړي . په هغه وخت کې همدغه طریقه دټولو وسیلو نه يوه غوره او ښه لاره وه . ځکه چې رسنی نه وې او دپیغام لیږدولو وسایل ډېر پيچلي او مغلق وو.ولې هغه شرایط او اوسنې شرايط بیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې ډېر سره توپير لري . هره ورځ په لسګونه دنا امني پيښې رامنځ ته کېږي چې له امله یي ګڼ شمېر بې ګناه افغانان وژل کيږي . ولسمشرغني که غواړي دملت حال او ستونزو څخه ځان خبر کړي نو په هېواد کې دننه په لس ګونه چاپي ، تصویري ،غږیزې او الکترونیکي رسنی شتون لري اود ځان خبرولو ترټولو ښې وسیلې دي ددې ترڅنګ مشاورينواو دخلکو له استازو څخه پوښتنې ګرویګنې يوه بله ښه لاره دی چې په وسیله يي د ملت له ستونزو اومشکلاتوڅخه ځان خبرولی شي . کنه نوخدای مه کړه يوورځ به په غني پسې هم دبې ګناه افغانان په منځ کې دپکتيکا دیحیا خېلوپه شان حمله وشي .چې افغانان به دولسمشر په ګډون ګڼ شمېربې ګناه وروڼه له لاسه ورکړي. که چېرته دولسمشر غني د ځان ښودنې او نمایش په عرض دا ډول کړنې کوي نوهمدې لارې نه دې کار واخلې . ولې ادارې په نظر دکمپاین او دځان ښودنې وخت نه دی افغانستان عملي کار کولو ته اړتیا لري ولسمشر دې دا هېواد لدې ځوریدلي او نړیدلي حالت څخه راوباسي داهغه څه دي چې په نمایش نه بلکې په عملي کارکولو سره کیږي .

زما په نظر چې دولسمشر ترڅنګ ټول امنيتي ځواکونه دې دعامو او افغانانو په منځ کې دتګ او راتګ بند کړي او هغو پروګرامونو کې چې په ددولت پورې تړاو نه لري برخه نه اخلي . تر ډېره حده به دعامو بې ګناه افغانانو دمرګ ژوبلې مخه نيول شوې وي .