د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درې اړخیزه هوکړه، اندېښنې او حساسیتونه

عبدالغني (هاشمي) 22.12.2014 12:08

اوسمهال د ترهګریزو فعالیتونو له پلوه د سیمې، آن د نړۍ په کچه تر ټولو کړکېچنه او له تلفاتو ډکه سیمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډې پولې او ورسره څېرمه قبایلي او سرحدي غره ییزې او نورې دې ته ورته سیمې دي، چې د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګرو ډېری مرکزونه په همدغو سیمو کې شتون لري.
سره له دې چې په دې برخه کې له ډېرې پخوا ګډې مبارزې ته اړتیا وه او په دغو ګډو پولو کې د ترهګرو د مرکزونو پرضد تر دې پخوا هم د افغانستان، پاکستان او ایساف ځواکونو ترمنځ د ګډې مبارزې په اړه هوکړه شوې وه، خو د بېلابېلو لاملونو له کبله په اړه یې ګټور اقدامات نه دي ترسره شوي.
وروسته له هغې چې یو شمېر وسله والو د تېرې سه شنبې په ورځ په پیښور کې پر هغه ښوونځي چې چارې یې د پاکستان پوځ له خوا پرمخ وړل کېږي؛ برید وکړ او ۱۴۱ تنه یې چې ډېری پکې تنکي زده کوونکي وو،ووژل؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د دې هیواد د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) رییس جنرال رضوان اختر افغانستان ته بېړنی سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني سره یې په کتنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ ویلي، چې دغه ترهګریز برید د مولوي فضل الله له خوا، چې په افغانستان کې مېشت دی، پلان او د هغه د افرادو له خوا ترسره شوی، نوموړي د افغانستان له دولت څخه وغوښت، چې ملا فضل الله و نیسي او پاکستان ته یې تسلیم کړي.
 افغانستان ته د راحیل شریف د سفر په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او ایساف ترمنځ د افغانستان او پاکستان پر ګډو پولو د ګډې مبارزې په اړه هم هوکړه شوې ده.
ویل شوي، چې ددرې اړخیزې هوکړې په موخه په جوړه شوې ناسته کې له راحیل شریف سره د افغانستان لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي او په افغانستان کې د آیساف قوماندان جنرال جان کیمبل ګډون کړی و.
ددې ګډې مبارزې د هوکړه لیک د کړنلارې په اړه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، درېیو اړخونو موافقه کړې، چې د طالبانو پر هدفونو له حملو مخکې به یو بل ته خبر ورکوي. ده زیاته کړې، چې دا پوځي عملیات به د درېیو اړخونو له خوا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اساس پرمخ وړل کېږي.
سرتاج عزیز همدا راز ویلي، د عملیاتو په بهیر کې به د هیوادونو له ځمکني بشپړتیا څخه سرغړونه نه کېږي. نوموړي زیاته کړې:«کله چې موږ په خپل لوري کې عملیات کوو؛ موږ به افغانستان ته خبر ورکوو او کله چې هغوی کوم هدف تعقیبوي؛ موږ ته به یې په اړه خبر راکوي.»
اوس نو پوښتنه دا نه ده، چې ایا وضعیت دداسې یوې درې اړخیزې مبارزې ایجاب کوي که نه؟ ځکه داسې یوې مبارزې ته له ډېرې پخوا اړیتا وه، خو د ځينو پټو او ښکاره لاملونو له امله په دې اړه اړینې کړنې نه دي ترسره شوي. پوښتنه او اندېښنه داده، چې دا ګډه مبارزه او همغږي د کومې کړنلارې او میکانیزم له مخې ترسره شي؟
زما په اند تر هغه مهاله چې ددغو ترهګریزو ډلو د ایجاد او شتون اصلي لاملونه ونه څېړل شي، له منځه ولاړ نه شي او افغانستان او پاکستان په رښتینې او صادقانه توګه ونه غواړي، ددغو ډلو پر وړاندې د زړه له تله مبارزه وکړي، داسې هوکړې او تړونونه چې سبا یو یا ټول لوري ورته ژمن نه پاتې کېږي، همداسې به د کاغذ پرمخ پاتې شي او هیڅ کوم ځای به ونه نیسي.ځکه پاکستان په روښانه توګه پوهېږي، چې په خاوره کې یې ترهګرې ډلې په پراخه توګه شتون لري او داسې انګېرنې هم شته، دغه هېواد په افغانستان او هندوستان کې د خپلو ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه له دغو ترهګریزو ډلو څخه ګټه پورته کوي.
په درې اړخیزې هوکړې کې ویل شوي، چې افغانستان او پاکستان به د دواړو لوریو په ګډو پولو کې د ترهګرو ډلو په اړه له یو بل سره استخباراتي معلومات شریکوي او پر بنسټ به یې هر یو په خپلو خپلو خاورو کې د هغوی د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کوي، چې زما په اند دا مسایل استخباراتي معلوماتو ته هیڅ اړتیا نه لري، بلکې دا د یو بل پروړاندې د دواړو هېوادونو د سیاسي پلانونو او سټراټیژیکو اهدافو پورې اړوند او تړلي مسائل دي، ځکه دا نو اوس د لمر په څېر روښانه خبره ده، چې په افغانستان کې د بېلابېلو بریدونو او تخریبي کړنو ترسره کوونکي وسله والې او ترهګرې ډلې د پاکستان په خاوره آن لویو او کوچنیو ښارونو کې مرکزونه لري، د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا روزل کېږي، پلان ورته ورکول کېږي او د ځانمرګو بریدونو په ګډون افغانستان ته د بېلابېلو تخریبي کړنو لپاره استول کېږي.
همدا راز پاکستان ادعا کوي، چې په پاکستان کې ځينې وسله وال عملیات او نورې بېلابېلې تخریبي کړنې ټول په افغانستان کې د مېشتو وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا پلان او ترسره کېږي.
د هند ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې د تېرې جمعې ورځې ګڼه کې لیکلي؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د دې هیواد د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) رییس جنرال رضوان اختر، کابل ته د سفر پرمهال؛ افغان مشرانو ته هغه غږ هم اورولی او ورکړی، چې په کې ښودل شوي؛ ملا فضل الله د پېښور پر ښوونځي له وسله والو برید کوونکو سره د حملې په جریان کې خبرې کوي.
بله خبره دا هم داده، چې له ۲۰۱۴زېږدیز کال وروسته، کله چې د ټاکلي تړون له مخې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو بهرنیو سرتېرو پرته نور ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، کېدای شي، په افغانستان کې د ننه او د افغانستان او پاکستان پر ګډو پولو وضعیت تردې هم کړکېچن او خطرناک شي، نو له همدې کبله د افغانستان او پاکستان پراخې مبارزې ته اړتیا پیدا کېږي. په داسې حال کې چې پر پولو سربېره د پاکستان او افغانستان د خاورو په بېلابېلو په ځانګړي ډول غرنیو سرحدي سیمو کې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو داسې پیاوړي مرکزونه شته، چې دواړه هېوادونه یې د له منځه وړلو وس نه لري نو اړینه ده، چې په دې برخه کې ناټو په ځانګړي ډول امریکايي ځواکونه ورسره په پراخه توګه او هراړخیزه صادقانه همکاري وکړي، ځکه هغه تمه چې د پاکستان پر پرمختللیو وسلو سمبالو روزل شوو ځواکونو څخه کېږي، د افغانستان له هغه پوځ نه چې لا تراوسه هوايي ځواک نه لري، نه شي کېدای، ځکه نو په دې برخه کې د ناټو رښتینې او هر اړخیزه همکاري بنسټیز اهمیت لري.
اندېښنې او حساسیتونه: یوه اندېښنه چې په افغانستان کې د چارو له ډېریو کارپوهانو سره شته، هغه داده، چې پاکستان یوازې د مولوي فضل الله پرضد عملیاتو ټینګار کوي، خو دا به د افغان لوري لپاره د قناعت وړ غوښتنه ځکه نه وي، چې افغان حکومت د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پرضد د صادقانه همکارۍ غوښتنه لري.
د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې دا عملیات هغه وخت نتیجه ورکوي، چې ناټو یې په سر کې وي، افغانستان او پاکستان ورسره همکاري ولري او همداراز دواړه هېوادونه او ناټو خپل استخباراتي ترلاسه کړي معلومات په بشپړ رښتینوالي له یو بل سره شریک کړي.
دوی وايي، خو که په حقانې ډلې ټپلې، حافظ ګل بهادر، ګل ولي او نورو عملیات ونشي او یوازې هدف افغانستان وي؛ دا به یو اړخیز قضاوت وي او هیڅ کومه مثبته پایله به هم ونه لري.
ملکي تلفات: بله اندېښنه ددغو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو احتمالي ډېروالی دی.
ځينې کارپوهان وايي، تجربو ښودلې، چې د تېرو لسیزو په بهیر کې د ترهګرو پرضد د ناټو ځواکونو په هوايي او زمکنیو عملیاتو کې ډېری وخت ملکي وګړو ته درانه تلفات او زیانونه اوښتي، چې باید په دې عملیاتونو کې دې مسئلې ته جدي پاملرنه وشي.
دوی همداراز اندېښنه ښيي او وايي، پاکستان او افغانستان له یو بل سره ستونزې لري او پر یوبل بې باوره دي، نو کېدای شي د ترهګرو په اړه د استخباراتي معلوماتو په نامه په لوی لاس د یوبل لوري د ملکي وګړیو د تلفاتو لامل شي، نو ددغو عملیاتو تر پیلېدو وړاندې باید درې واړه لوري، په ځانګړي ډول ناټو ځواکونه دا مسئله په ډېره جدي توګه په پام کې ونیسي.
ددې ټولو مسائلو په پایله کې ویلای شو، چې که پاکستان، افغانستان او ناټو ځواکونه په بشپړ رښتینوالي د زړه له تله د افغانستان او پاکستان په خاوره او د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې د وسله والو ډلو پروړاندې رښتینې مبارزه ونه کړي، وضعیت به تر دې هم کړکېچن، اورنی او خطرناک شي، چې نه یوازې افغانستان او پاکستان، بلکې ټوله سیمه او له سیمې نه بهر ډېری هېوادونه به یې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شي.