د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دانګام تر شا پټ لاسونه

خان ولي کامران 21.12.2014 13:19

د کونړ ولایت د دانګام په ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهېسی په سېمه ایزو خلکو باندې چې د طالب په نوم پاکستانیوملیشو کومه توره ورځ را وستي ده لامل یې د کرزی په مشرۍ د پخواني دولت اداره ده.
د کرزی د دولت پرمهال د سوات یو شمېر هغو خلکو ته چې په ظاهره توګه یې ویل په سوات کې د پاکستاني ملیشو د زورونو او جنګونو له امله را کډوال شوې او په یاده سېمه کې ورته د افغان حکومت لخوا د اوسیدو اجازه ورکړل شوېوه چې اوس مهال همدغه خلک د افغان دولت پر ضد مورچلي ګرمي ساتي او له بلې خوا په عمل کې هم څرګنده شوه چې دا کډوال نه بلکي د پاکستان د فوځ او استخباراتي ادارو په خوښه را لیږل شوې هغه کسان ول چې نن د طالب په نوم د افغانانو پر ضد جنګېږي.
د کونړ د دانګام ولسوالۍ سېمه ایز خلک وایې دغه کډوال دومره زړور او سرزوري ول چې په کوم کور به ننوتل بېرته چا ایستلي هم نشول او په لنډو ورځو کې به په وسلواو مهماتو باندې سمبال شول، د خلکو په وینا ددانګام یاده سېمه چې اوس مهال ولسي پاڅون کوونکې له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې کیوتي داسي جغرافیوي جوړښت لري چې د غرونو په لوړو څوکو کې د پاکستاني ملیشو پوستي پرتې او له پوستو پنځه سوه متره لاندې وسلوالو مورچلي جوړې کړي او له سپکو وسلو سربېره داسي درندي وسلي پکې ځای په ځای کړې چې افغان دولت په اسانۍ سره نشي کولای یاده سېمه لاندې کړي.
د دانګام د اوسیدونکو په وینا چې د ډیورن کرښي اخوا دومره فوځی تدابیر نیول شوې چې له دې طرفه انسان څه چې ځناور ته هم اجازه نشته دې چې اخوا واوړي او له هغی خوا په دوه دری سوه مترۍ کې طالبان پوستي جوړوي چې ماشومان هم پوهېږي چې د فوځ مرسته ده او مستقیما د طالبانو په لیکو کې جنګیږي هم، زموږ یو بل ملګری چې تازه د پېښور له ښار څخه راستون شوې وویل چې په پېښور کې د دوی په ګاونډ کې فوځی ښوونځي یو تن وژل شوې ماشوم کور وه چې دوی یې جنازه ته ورغلی ول چې یو ساعت وروسته یې پلار یې چې یو فوځی افسر وو او په دانګام جګړه کې وژل شوې وو هم راوړه نو دوی هم دا کوي او هم هغه.
نو د دانګام ولسوالۍ چې د جغرافیوي ارزښت له پلوه د کونړ لپاره یوه مهمه او سترتیژیکه سېمه ده نو له تېرو څلورو پنځو کلونو راهیسي پرې راکټي بریدونه چې خلک مجبور کړي سېمه ترک کړي او وروسته لوبه یې دغه ډله ایز برید وو چې یاده سېمه لاندې کړي او دکونړ په اوبو کې ځانونه شریک کړي.
نو د کرزی د دولت پرمهال هم په کونړ کې د پاکستاني ملیشو د راکټي بریدونو په اړه افغان حکومت چوپه خوله وو او د ښاغلی اشرف غني د حکوکت پرمهال هم افغان دولت چوپه خوله دي بلکی تر کرزی هم څو چنده کمزوری نظر لري چې د ګڼو خلکو غبرګون یې د ځان په لورې را ګرځولی هم دی چې هیڅ د ملي نوامیسو د ساتلو په اړه غبرګون نه ښئ او د ډاکټر اشرف غنی په اړه هغه ټپه ښه صدق کوي چې وایي.
د لیونۍ ارمان پوره شو
په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه
نو له دې څخه معلومېږي چې د بردې ترشا څه روان دي د کرزي په دوره کې په راکټي بریدونو غبرګون نه څرګندیدل او د احمدزی په حکومت په ښکاره وسلوال بریدونو په اړه چوپه خوله پاتې کیدل ښئ چې د کاسي لاندې نیمه کاسه ده او د افغان ملت دې الله مل شي.
په درنښت