د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دژبي د دروندواله په هکله

وکیلي 19.12.2014 11:25

دښاغلي نجیب «منلي» دپرله پسې لیکني (دژبې دروندوالی)تر سریزه لاندي د ټول افغان په ویبپاڼه کي چي خپرې سوي غواړم،چي په دغه برخه کي زه هم خپل نظر د ده له نظره سره شریک کړم .روښتیا هم چي وینا(speech) په ژبه پوهنه کي یو ځانګړی اړ خ لرې .دغه دوینا یوه ځانګړتیا ده،چي یوه ساده خَبَري وییګړه دویناوال له نظره او د ده دږغېده او پر ګړو فشار ډول ډول ماناوي ځني و اخستل سي . زه دښاغلي«منلي» دغه نظرچي د وینا او ویناوال ذهني دریځ په خبروکي خاص وړتیا پیدا کوي په دوو اړخوکي ئې ګورم : ړومبی دټولني د دیالکت (dialekt) له اړخه، چي دغسي اصطلاحګاني هم په وینا کي راځي،چي دلغت (word) له مخه ئې مانا بېخي بدلون مومي لاندي به ئې دښاغلي «منلي » له نظره سره سم لنډ تشریح کړم . یوه ساده خــَبَري وییګړه دویناوال له نظره په ډول ډول مفهوموسره بدلون مومي دغه اړخ ئې ښاغلي «منلي» سم بیان کړي ؛زه پردې باندي بحث نه کوم . بل اړخ ئې دژبي فلسفي اړخ دی چي د «منلي » په لیکنه کي شتون لري او دغه کېدای سي،چي د ده په لیکنه کي وکتل سي .
د ویناوال ذهني دریځ (subjectivity)او داورېدونکو ادراک (cognitive)اواحساس (affective) له ویناڅخه او دویناوال پر تــُورو اوګړو فشار او دږغ پورته کېده اوکښته کېده وخبرو ته دژبي (language) دنحوي (syntax) تر مانا ئې وټولنیز ي مانا ته میلان ډېر وي .
ژبه دټولو علومو(Sciences) په سرکي ځای لري یاني دټولو علومو مور ده او په ټولو علومو کي ورګډه ده .
دننني انسان داړتیاوواو دټولنیز ژوند دراکړي ورکړي او پوهاوي لپاره په ځانګړې توګه ژبه یاني خبري دي .
منلی صاحب لیکي : (کله چي ژبه دوینادوسیلې په توګه وکتل شي نو دویناوال ذهني دریځ (Subjectivity) خاص اهمیت پیداکوي .) داخبره حقیقت ده . ځیني ټولنیزي اصطلاحګاني چي په ویناکي په کارځي دګرامر (grammar)اولغت (vocable) له مفهومه ئې کار نه اخلي بلکي دټولنیزمفهوم څخه او دویناوال دذهني دریځ محصول وګرځي .
منلی صاحب لیکي : (ښه ډېر خلک راغلي وو. ؛ دلته زه یوازي دخلکو شمېر ته اشاره کوم بلکې داهم ورسره وایم چې زه - ویناوال - دا ډېروالی مثبت او دتحسین وړ بولم او پرې خوښ یم - بلا ډېر خلک راغلي وو . په دې حالت کې دخلکو ډېروالی زما د تعجب لامل دی، مادومره تمه نه لرله،سترګومې ورته تور وخوړ، بېخي د نه منلوخبره وه .)
د ویناوال غوښتنه اومقصد ښاغلي «منلي» بیان کړی؛ خوزه ئې دلته دګړو مانا ګورم،چي ګړه خپل اصلي لغوي مانا په دغسي یوه ټولنیزه اصطلاح کي دلغت په ډول له لاسه ورکوي یا هغه مانا ورکوي،چي ویناوال ئې غواړي . «بلا» مؤنث نوم دی یاني افت یا مرض خو دلته د مبالغې په ډول مانا ئې «بې حده» ده . اوس بیا هم ګورو،چي ویناوال پر تورو په خبروکي څرنګه فشار راولي،چي داهم یوه موضوع ده،چي اصطلاح خپله مانا بدله وي .
دغسي اصطلاحګاني په نورو ژوبو کي هم سته . لکه :
دالمانانو په ژبه کي . دوی وایي : (Schwein gehabt!) ددې اصطلاح مانا ده، چي : (تالې ئې درلوده .) په اصل کي [ شوَین ګي هابت . ] مانا سرګوزی ئې درلود . چي هیڅ مانانه ښندي . د (Schwein) مانا سرکوزی . خو په پورته اصطلاح کي ئې مانا طالع ده .
(glück Pilz) مانا طالع مند . [ ګلوُ ک = بخت،طالع ] او [ پیلڅ = پوڅکې ] چي دغسي ئې مانا کي بیائې په محتوا سړی نه پوهیږي . په ټولنه کي دغه رنګه خبري سته،چي په ویناوو کي راځي او ویناوال ئې بیا په خپل ذهن پر تورو ږغیز څرنګه چي دجملې ماناغواړي فشار راولي هغه د ده اختیار دی . ما ئې دلته دهغه اصطلاحګانو بیان وکی،چي په ټولنه کي ځانګړي دي اوویناوال ئې پخپل ویناکي په کار وړي . خو ویناوال په عادي بیان کي هم چي یوه عادي جمله وایي په هغي کي ئې ډول ډول مفاهیم نغښتي وي . دایه دژبي فلسفه ده .