د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عيسی-عليه السلام-څوک دی؟

مولوي عصمت الله عزام 18.12.2014 12:11

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
حضرت عيسی-عليه السلام-دبي بي مريمي رضی الله تعالی عنهازوی او دبني اسرائيلو تر ټولو وروستنى پېغمبر دی.
دده نسبت خپلي موردعمران لور مريمي ته کيږي داځکه چي  دى الله پاک پرته له پلاره په خپل قدرت سره پيداکړی دی.
په عبري ژبه کي  په يشوع سره يادېږي  او په انجيل کي په يسوع سره ياد شوی يعني دشين پرځای  سين ورکړل شوی،تخلص يې مسيح،نوم يې عيسی اوابن مريم يې کنيه ده.
مفسرينوليکلي دی چي:مسيح په اصل کي مشيحاوو،دادعبراني ژبي لفظ دی،دمبارک په معنی سره دی،عربي ته يې چي رانقل کړ،نومسيح شو.
لکه موسی چي په اصل کي موشاوو،داهم دعبراني  ژبي لفظ وو،خوچي عربي ته رانقل کړل شونوموسی ترې جوړشو.
دجال ته هم مسيح ويل کيږي خوهغه په اتفاق دټولوعلماووعربي لفظ دی دهغه دتسميې وجه داده چي مسيح دزائلېدلواوختمېدلوپه معنی سره دی، له دجال څخه ټول عمده اوښه خويونه ختم کړل شوي دي نوځکه ورته مسيح ويل کيږي
اوعيسی په اصل کي ايشوع وو،داهم دعبراني ژبي لفظ دی،ايشوع په عبراني کي دسردارپه معنی سره دی،خوچي عربي ته رانقل شونوله ايشوع څخه عيسی شو. .(تفسيرمعارف القرآن(للشيخ کاندهلوي رحمه الله)وغيره من التفاسير)
علامه ابن کثيررحمه الله ليکي چي :مخکينيوځينو(عالمانو)ويلي دي چي مسيح(عيسی عليه السلام) په مسيح سره ځکه ونومول شوچي دده  سياحت اوگرزېدل په زمکه کي  زيات وواوچاداسي ويلي دي چي له دې امله ورته مسيح ويل کيږي چي دده قدمونه  هوار وو،ژوروالی پکي نه وواوچاداسي ويلي دي چي ځکه ورته مسيح ويل کيږي  چي ده به مريض مسح کړونودالله پاک په حکم سره به روغ شو(تفسيرابن کثيرص:۳۹ج۲)
علامه زهيلي ليکلي دي:چي مسيح عليه السلام دظلم دپورته کولو(ختمولو)،خلگوته دلارښووني اودرښتيني ورورولۍ دخورولولپاره راغلی وواودده بادشاهي روحاني وه جسدي نه وه اومسيح ددوی(بني اسرائيلو)په وړاندي دباچاتخلص وو،نودادستايني له القابوڅخه دی.
اوامام قرطبي رحمه الله وايي چي ددې معنی صديق (ډېررښتينی) ده. (تفسيرالمنيرص:۲۳۰ج:۳)
الله جل جلاله حضرت عيسی-عليه السلام-  دمريمي په زوی سره يادکړی دی،په داسي حال کي چي په دغوخبروسره مخاطبه په خپله حضرت مريم عليهاالسلام وه،په دې کي يوخودې خبري ته اشاره ده چي  دی به له پلارپرته  پيداکيږي ځکه قانون دادی چي داولادنسبت دپلارطرف ته کيږي،نه دمورطرفته،خودلته چي مورته منسوب شوی په دې کي اشاره ده چي دی به پرته له پلاره پيداکيږي.
اوبل ددې لپاره په دې نسبت سره يادشوی  چي دده دغه صفت دخلگوتل په يادواوسي چي په دې کي دالله پاک لوی قدرت ته اشاره ده اودهغه چاردهم پکې دی څوک چي دی خدای بولي،(ځکه دی له مريمي زېږېدلی دی څوک چي له يوه انسانه وزېږی هغه خدای نشي کېدای)همدارازپه دې کي دحضرت مريم عليهاالسلام لويي مرتبې ته هم اشاره ده(چي داديوه پېغمبرمورده) اوددې په  دې کي عزت هم دی چي يولوی پېغمبردې ته منسوب وي .(تفسيرالمنيرملخصا)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين