د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنیتي وضعیت؛ تر ټولو مهمه پوښتنه

عبدالغني (هاشمي) 17.12.2014 18:58

سره له دې چې د هېواد زړور او ژمن امنیتي ځواکونه (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) په بشپړې سرښندنې او ژمنتیا شپه او ورځ په ډېر جدیت د امنیتي پېښو او مخالفینو د بېلابېلو بریدونو او تخریبي کړنو د مخنیوي او له هغوی سره د مقابلې په موخه هڅه او هاند کوي، خو بیا هم ټول ددې شاهدان یو، چې په هېواد، په ځانګړي ډول پلازمېنې کابل کې په وروستیو ورځو کې امنیتي وضعیت په بې ساري ډول خراب شوی دی. که له نورو ولایتونو او سیمو تېرشو، نو یوازې په کابل کې داسې ورځ یا شپه نشته، چې پر بېلابېلو پوځي او ملکي اهدافو یو یا څو ځانمرګي یا وسله وال بریدونه نه ترسره کېږي او زموږ وسله والو ځواکونو، بېوزلو ملکي هېوادوالو او په هېواد کې بهرنیو پوځي او غیر پوځي وګړو ته مرګ ژوبله پکې نه اوړي.
زموږ په هېواد کې د تېرو څو لسیزو په بهیر کې تجربو ښودلې، چې د دولت بېلابېل مخالفین هڅه کوي، له دولت څخه د امتیاز اخستنې او نورو بېلابېلو اهدافو په خاطر په ځانګړو وختونو کې ځانګړي عملیات او تخریبي کړنې ترسره کړي، چې زما په اند په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې هم د وروستیو امنیتي پېښو د پراختیا او زور اخستنې ترشا یو لړ لاملونه شتون لري، چې په لاندې ډول یې په ګوته کوو:
دولتي تشه او داخلي مخالفتونه: که څه هم د دولت په لوړو امنیتي پوسټونو کې لوړ پوړي چارواکي د سرپرستانو په توګه شتون لري، خو د کابینې بدلون او پر دغو پوسټونو د نوو کادرونو د ګمارلو په اړه د ملي وحدت حکومت پرېکنده دريځ او پرلپسې ژمنو او اعلانونو له امله، شته (سرپرست) چارواکي په بشپړ مسوولیت او د زړه له تله دنده نه ترسره کوي، آن داسې انګېرنې شته، چې د امنیتي ځواکونو په دننه کې هم داسې خلک شتون لري، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله په ناامنیو کې لاس لري.
داسې ګونګوسې او انګېرنې هم شته، چې ولسمشر او اجرائیه رییس د نوې کابینې د ټاکلو پرسر سره مخالفت لري او له همدې کبله د نوې کابینې جوړېدل او اعلان له یو شمېر خنډونو او ننګونو سره مخ دی، چې د دولت مخالفین د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دداسې تشو او نا څرګند، ناثباته او ترینګلي وضعیت څخه ښه ګټه پورته کولای شي. نو زما په اند دولت به ونه شي کولی د یوې پیاوړې، ژمنې او مسلکي نوې کابینې له ژر جوړولو پرته امنیتي وضعیت کنټرول او مهار کړي.
 پر دولت بهرني فشارونه: د افغانستان په قضیه او کړکېچ کې ښکېل ګاونډي او نور بهرني هېوادونه غواړي د بېلابېلو فشارونو له لارې نوی دولت اړباسي، ترڅو په کابینه او د هېواد په ټولو چارو کې ددوی ځينو ځانګړو شرایطو منلو ته غاړه کېږدي، چې د ډېریو شنونکو په اند په وروستیو ناامنیو او تخریبي کړنو کې ددې لامل شتون هم له امکانه لرې نه دی.
 د وسله والو طالبانو امتیاز غوښتنه: دا چې نوی دولت په بېلابېلو برخو کې نوي جوړښتونه او پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې لري او له بل لوري تراوسه یې د وسله والو طالبانو پروړاندې هم غوڅ دریځ تر ډېره بریده نه دی معلوم، نو وسله وال طالبان هڅه کوي، د ځانمرګو او نورو بریدونو او بېلابېلو تخریبي کړنو له لارې پر دولت فشار راوړي، چې د هغوی پر وړاندې د خپل راتلونکي دریځ د ټاکلو په برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي او دوی ته په بېلابېلو برخو کې امتیاز ورکولو ته غاړه کېږدي.
له بل لوري وسله وال طالبان او ددولت کورني او بهرني مخالفین هڅه کوي ددغو تخریبي کړنو د ترسره کولو له لارې زموږ د هېوادوالو په منځ کې وېره او ترهه خوره کړي، عامه ذهنیت تر فشار لاندې راولي، زموږ هېوادوال له هېواده وتلو او تېښتې ته اړباسي، کورني او بهرني پانګوال د پانګونې په برخه کې پر وضعیت بې باوره کړي او په اقتصادي چارو بوخت پانګوال د کارونو راټولولو او کمزورتیا ته اړباسي، چې دا پخپله د ملي وحدت دولت پر وړاندې د ډېرو ستونزو راولاړولو او د هغه دکمزورتیا لامل کېږي، چې په دې توګه مخالفین د یو کمزوري او د ستونزو په ګردابونو کې راګیر دولت په وجود کې په ښه توګه خپل ټاکلي اهداف ترسره کولای شي.
استخباراتي ناانډولي او کمزورتیا: دا خبره مې د همدې سټېج له لارې پخواني دولت ته هم په ورا وار کړې او داده نوي ملي وحدت حکومت ته يې هم په ټینګار سره وایم، چې زما په اند په افغانستان کې د امنیتي وضعیت کابو کولو او مهارولو لپاره د مخالفینو له تخریبي کړنو سره د مقابلې پرځای ددغو کړنو وقایې، مخنیوي او شنډولو ته ډېره اړتیا ده، ځکه اوسمهال په افغانستان کې جګړه تر ډېره بریده جبهه يي نه، بلکې تاکتیکي او استخباراتي جګړه ده، چې د مخینوي لپاره یې پیاوړي استخباراتي سازمان ته اړتیا ده، داسې استخبارات چې په هېواد کې د سیمې او نړۍ د استخباراتي پیاوړو او پرمختللیو استخباراتي شبکو او سازمانونو د پټو او پر استخباراتي نوو تاکتیکونو سمبالو پلانونو د کشف او شنډولو وس، مهارت او وړتیا ولري، له دې پرته به دغه ګڼ سیمه ییز او نړیوال استخباراتي سازمانونه زموږ په هېواد کې د ډېرو نوو او عصري استخباراتي تاکتیکونو او نوې ټکنالوژۍ څخه پر ګټې اخستنې داسې امنیتي، سیاسي او نورې تخریبي کړنې ترسره کړي، چې زموږ استخبارات به یې په هیڅ ډول د مخینوي، وس، وړتیا او امکانات په لاس کې ونه لري، پېښې به د هېواد وسله والو ځواکونو (ملي اردو او ملي پولیس) د رښتینو او پراخو هڅو، مقابلو، سرښندنو، قربانیو او جدي پاملرنې سره سره هم همداسې پرلپسې دوام ولري، زموږ وسله والو ځواکونو او ملکي وګړو ته به درنه مرګ ژوبله او درانه زیانونه اوړي، قرباني به اخلي، ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکي به د هېواد نورو لوړو غوښتنو، اړیتاوو، اصلاحاتو او پرمختګونو پرځای د قربانیانو په فاتحو، د هغوی د کورنیو ډاډګیرنې او د پېښو د ټپیانو په پوښتنو او پالنې کې بوخت پاتې شي او هېواد به په ډېرې چټکې له بېلابېلو خطرونو او ناخوالو آن تباهۍ سره مخ شي.
داسې نور ګڼ لاملونه هم شته، چې د وروستیو امنیتي پېښو په پراختیا او زیاتوالي کې ونډه او اغېز لري، چې یادونه به یې د بحث د اوږدوالي لامل شي.
حل لارې:دا جوته خبره ده، چې ددغو ګڼو لاملونو د شنډولو او مخنیوي لپاره ګڼو کړنو او اقداماتو ته هم اړتیا ده، چې ملي وحدت دولت یې اوسمهال د عملي کولو وس نه لري او په دې برخو کې له ګڼو ستونزو، کمزورتیاوو، ننګونو او خنډونو سره مخ دی، چې ډېری یې د پخواني دولت ناوړه میراثونه دي، نو زما په اند ملي وحدت دولت به د پخواني دولت د زړې کابینې په وجود کې په هیڅ صورت ونه شي کولای له دغو ستونزو او ننګونو سره مبارزه وکړي او پرهغوی برلاسی او بریالی شي. ښه به دا وي، چې ملي وحدت دولت په بېلابېلو برخو کې د کره، سنجول شوو او پراخو اصلاحاتو د راوستلو ترڅنګ د نوې کابینې جوړولو ته ژر ترژره اقدام وکړي او په کابینه کې د وړ، ژمنو، کارپوهو او رښتینو وطنپالو مسلکي کادرونو پر ګمارلو، د نړیوالې ټولنې په پراخو همکاریو، د امنیتي چارو په ګډون، د هېواد په ټولو برخو کې د اصلاحاتو، سمون، پراختیا او پرمختګ لپاره اړین او چټک ګامونه اوچت کړي، پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي او په بشپړ جدیت او پراخه توګه یې عملي کړي، تر څو په دې توګه که امنیتي پېښې په بشپړه توګه له منځه نه شي وړلای، نولږ تر لږه کمې یې کړي او د لا پراختیا او پیاوړتیا مخه یې ونیسي.