د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟

عبدالغفارجُبیر 17.12.2014 11:50

دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی

3:پرفيسروليم هي(Professor William Hay)
ولیم هې دامریکادکلوریډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oenology) پروفیسردی۔
ولیم هې دامریکادسمندرپوهنې یومشهوره پروفیسردی، دې بیاپه ټولوکی مشوره اودلوړمقام څښتن دی، شیخ عبدالمجید اې زندانی دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمینځ واټنو نه، دسمندرځمکه اوداسی نورې پوښتنی وکړی چی ولیم هې ئې په ځواب کی وویل:
وماته داډېره په زړۀ پوری دی چی کوم معلومات په قرانکریم کی شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچینه شول؛ اودقرانکریم معلومات دسمندرپه هکله ډېرنوی، هېښونکی اوپه زړۀ پوری دی۔
اوزه داتصدیق کوم چی قرانکریم یوالهی کتاب دی، داځکه چی په هغه وخت کی داایاتونه په داسی وچ دښت کی نازل شویدی چی هیڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم کی ترډېروخته پوری موږواقف نه وو۔
4:پرفيسر دُرجاراو(Professor Durja Rao)
پروفیسردُرجاراوچی په شاه عبدالعزیرپوهنتون کی دسمندردمځکې پوهنې استادوو، اوشیخ عبدالمجیدزندانی دقرانی ایاتودحقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:
تاسی په قرانکریم کی دساینسی معلوماتوپه هکله څه وایاست؟ اوحال داچی امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په دې پوهیدی تاسی دقرانکریم پرتله دنوی ساینس سره څنګه کوی؟
دادهرشی په هکله چی په قرانکریم کی معلومات ورکول شوی دی په پوره تفصیل سره، ودې ته هرڅوک حیران شی، اوداکېدای شی چی په هغه وخت کی انسانانوپه څه شیانوکی څه محدودعلم درلودی، اوقرانکریم هرڅه داسی په تفصیل سره بیان کړیدی چی دادانسانی عقل اوپوهې څخه لوړدی، اوزه دامنم چی قرانکریم دمافوق الفطرت دیوې سرچینی څخه راغلی دی۔
5: پروفيسرسياويدا(Professor Siaveda)
پروفیسرسیاویدادجاپان دسمندردځمکپوهنې(جیولوجی) تجربه کاره اونامتو پروفیسردی۔
شیخ زندانی په یوه ځانګړی ملاقات کی ورڅخه ډېرې پوښتنی دقرانکریم دحقانیت په هکله وکړی، چی دغرو، سمندرو، دغرودجوړښت اودمځکې پرمضبوطوالی باندی مشتملې وې، اویوه پوښتنه ئې داورڅخه وکړل:
 دکایناتوهغه پټ رازچی اوس ساینس پوهانوپیداکړی دی، اوهغه 1400 کاله مخکی په قرانکریم اوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم کی موجودوو تاسی ورته په څه نظرګوری؟
زه په دې باوریم چی داهرڅه دپټورازونه نه ډک اودپوره یقین وړدی، تاسی چی هرڅه وایاست هغه ټول یقینی اوحق دی، اوداکتاب (قرانکریم) له ټولوکتابوڅخه امتیازلری، اوزه درسره موافق یم۔
6: پروفيسر تيجاتت تيجاسن
 (Professor Tejatat Tejasen)
پروفیسرتیجاتت تیجاسن دتایلینډپه چیانګ مائی پوهنتون کی دتشریح الاعضاء(اناتومی) پروفیسردی۔
پروفیسرتیجاسن دقرانکریم اوجنین پوهنې دمختلفومقالو مطالعه وکړل، ده څلورورځې دمسلمانانواوغیرمسلمانانوسره په دې هکله خبرې وکړی، دسعودی عربستا ن په ریاض کی ئې په اتم سعودی میډیکل کانفرنس کی داسی وویل:
دتیرودرې لسیزوراهیسی زمالیوالتیادقران سره زیاته شویده، کومی مطالعې چی ماکړیدی دادرته ویلای شم چی 1400 کاله مخکی چی قرانکریم دکوم شی بیان کړیدی هغه ټول حق دی؛ اودقران هره خبره دساینس یوبنسټ دی چی ددې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نشی پوټولای، محمدصلی الله علیه وسلم که څه هم  په لیک اولوست نه پوهیده خوبیاهم ئې دداسی پوره هستۍ داسی ښکلی پېغامونه ئې وخلکوته ورسول چی هغه ددې ټوله کایناتوپیداکوونکی دی، چی هغه  ته خدای یاالله وایی۔
زمالپاره دااړینه ده چی کلمه د(لااله الاالله محمدرسول الله) ووایم۔
پروفیسرتیجاسن داکلمه وویله اومسلمان شو، اوده په پای کی زیاته کړل چی ودې کانفرنس ته ترکلمی ویلوڅخه ماسوابل قیمتی شی مانه دی راړی۔
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه