د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژبې دروندوالی - ۴

نجیب منلی 17.12.2014 11:48

۴ – د ویناوال عاطفي دریځ (انګېرنې، هیلې او کږنې)

کله د وینا محتوا د ویناوال له احساساتو سره په اړیکه کې وي. هغه څه چې شوي، کېږي یا کېدونکي دي کېدای شي چې د ویناوال خوښي یا ناخوښي په کې وي، کېدای شي چې ویناوال یې له وقوع څخه په تشویش کې وي، تمه ترې ولري یا کوم بل عاطفي تړاو ورسره ولري.

-          باران اوري.

دا یوه ساده خبري جمله ده خو کله چې د وینا پر مهال کارول کېږي نو له باران سره د ویناوال تړاو یې عاطفي بار بدلوي: که باران زما د کومې پروژې مخه نیسي نو همدغه ساده جمله یو مفهوم لېږدوي او که زما کوم کار له اورښت سره تړلی وي بل مفهوم لېږدوي.

-          ما سره ډوډۍ وخوره.

-          ما سره ډوډۍ خورې؟

-          ما سره ډوډۍ نه خوري؟

-          ما سره به دې ډوډۍ خوړلې وه.

څلور واړه جملې د ډوډۍ خوړلو بلنه ده. لومړۍ جمله چې ساده، د امر جمله ده یو چاته د ډوډۍ خوړلو ست دی مګر ویناوال ورسره کومه ځانګړې علاقه نه ښکاره کوي (البته د خبرې د ساده بیان له پاره د جملې پر بېلابېلو توکو د تکیې مسله دلته له پامه غورځوم). په دویمه جمله کې بلنه د پوښتنې په بڼه ده یانې ویناوال واک خپل مخاطب ته پرېږدي. په دریمه جمله کې خوړل په منفي ډول یاد شوي دي یانې د ډوډۍ خوړلو ست درته کوم، که راسره یې خورې خپه پرې نه یم او که راسره یې نه خورې نو چندان پروا یې هم نه لرم. په څلورمه جمله کې د ډوډۍ خوړلو بلنه له یو ډول هیلې او یا یو ډول بې تفاوتۍ سره تړلې ده چې د وینا لحن د تردید د رفع کولو په برخه کې اساسي  نقش لوبوي.

-          زلمی راځي.

-          را دې شي!

په «را دې شي» کې کېدای شي چې یوه ساده اجازه ووینو، یا په کې هرکلی حس کړو او یا یې له ګواښه ډک وارزوو.

د عاطفي دریځ د څرګندولو له پاره مرستندوی جوړښتونه هم کارول کېږي:

-          کور دې ړنګ شه، کور دې ړنګ مه شه، زوی دې ومره، زوی دې مه مره، ...

دا اصطلاحات – که په مثبت یا منفي ډول وکارول شي – د اعتراض او ناخوښۍ مفاهیم لېږدوي د وینا شرایط مخاطب دې ته نه پرېږدي چې د ښکنځلو مفهوم ترې واخلي.

-          دا څوانیمرګ به نو کله سړی کېږي؟

-          دا د بورې زوی به نو کله سړی کېږي؟

دلته د یو چا د «سړي کېدلو» هیله بیان شوې ده خو دا هیله یو څه ناممکنه غوندې برېښي. هغه څوک چې د سړي کېدلو هیله یې شوې ده، ویناوال ته بې تفاوته نه دی، یو ډول مینه ورسره لري. «ځوانیمرګ» چې د یو ژوندي کس له پاره (چې ممکن ځوان هم نه وي) کارول کېږي، موخه یې له هغه څخه د یو ډول بې زارۍ اظهار دی. «ځوانیمرګ» او «د بورې زوی» هم مهاله له هغه کس څخه زړه خوړینی او د هغه کس د مړینې یا نشتوالي ډار بیانوي. خو «د بورې زوی» په غیر مستقیم ډول د ده مړینې ته اشاره ده: د ده مړینه نه یادوم، د ده د مور د زوی مړینه یادوم. په دې توګه ویناوال د خپلې وینا له اصلي موضوع سره عاطفي فاصله زیاتوي.

-          سبا له خیره کابل ته ځم.

-          سبا، که خدای کول کابل ته ځم.

-          که خدای غوښتي وو، سبا کابل ته ځم.

کابل ته تګ زما یوه پروژه ده چې سبا به یې پلې کوم. خو که په ډاډ سره ووایم چې «سبا کابل ته ځم» نو کېدای شي چې کومه پېښه رامنځ ته شي او و نه کړای شم چې کابل ته ولاړ شم. مذهبي روزنه مې هم دا راته وایي چې په ډاډ سره د یوې راتلونکې پېښې وړاندوینه کېدای شي چې د خدای د ارادې یو ډول محدودول وي چې دا کار ناروا دی نو ځکه باید چې یو شرط ورته کښېښودل شي. دلته که د «که خدای کول» شرط په «که احمد راغی» شرط بدل کړو د ګرامر له مخې سره ورته جملې دي خو د وینا د محتوا له مخې سره پراخ توپیر لري.

هغه امکانات چې ژبه یې د عاطفي دریځ د بیانولو له پاره لري خورا ډېر دي. که د لیکلو پر مهال د ډېرو توصیفي جملو د راوړلو پر ځای دغو ټکو ته پام وشي او پر ځای وکارول شي نو هم پرې د لیکنې فصاحت زیاتېږي او هم مفاهیم په نسبتاً دقیق ډول کېږدول کېږي.