د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ نړيوال جام ته د ملي لوبډلې ننګونې

سيد اسحاق سادات 14.12.2014 16:33

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال په دويمه مياشت (فبرورۍ) کې د کرکټ يو ورځنيو لوبو نړيوال جام د اسټراليا او نيوزيلنډ په کوربتوب پيل شي.
د يو ورځنيو لوبو په نړيوال جام کې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله برخه اخلي، خو پوښتنه دا ده چې ايا لوبډله به د تير په پرتله اوس سيالو لوبډلو ته څومره ګواښ رامنځته کړای شي؟
افغان کرکټ بورډ د ياد نړيوال جام لپاره ديرش کسيزه ملي لوبډله اعلان کړې چې تقريباً ټول ځوان او د پاخه عمر لرونکي لوبغاړي يې پکې راخستې دي.
خو دا لوبډله داسې مهال نهايي شوې نه ده، چې په منځ کې يې د کرکټ بورډ يو شمير مشران له ندو ګوښه او پر ځای يې نوي کسان وګمارل شول.
کرکټ بورډ ويلي وو چې د نړيوال جام په موخه به له يو شمير تمريناتو وروسته پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړي، خو اوس چې په کرکټ بورډ کې بدلونونه راغلل، ښايي په پنځلس کسيزه لوبډله کې هم ډير څه نوي ترسترګو شي.
له ديرش کسيزې لوبډلې وړاندې چې کرکټ بورډ کومه لوبډله اعلان کړې وه، په هغې کې شهزاد محمدي له لوبډلې کينول شوی و، چې د شهزاد يو شمير مينه والو د کرکټ بورډ دا پريکړه ناسمه ګڼله.
وروسته کرکټ بورډ په دويمه اعلان شوې لوبډله کې افسر او شهزاد دواړه له اړې ورځې راواخستل او ښايي په بل پړاو کې له دوي دواړو څخه يو انتخاب کړي.
اوسمهال په کرکټ کې فکري لوبې ته ډيره اړتيا ليدل کيږي، هغه خلک چې په فکر سره لوبه کوي، په کرکټ کې به تلپاتی واوسي خو هغه چې بې فکره او بې پلانه لګيا وي، په کرکټ کې به د څو ورځو لپاره ميلمه وي.
افسر ځاځې داسې يو لوبغاړی دی چې تل هڅه کوي د پلان او فکر له مخې خپله توپ وهنه ترسره کړي.
ما په ۲۰۱۲ کال کې د نولس کلنو ځوانانو نړيوال جام تر ډيره بريده تعقيب کړی و. په هغو سياليو کې له افغان لوبډلې څخه افسر ځاځي داسې لوبه کړې وه چې ټولو کرکټ شنونکو د افغان ملي لوبډلې راتلونکي لپاره يو ښه زيری بللو. په ياد نړيوال جام کې نوموړي په افغان لوبډله کې له جاويد احمدي څخه وروسته دويم لوړ اوسط درلود.
له بلې خوا افسر ځاځی زمونږ د کورني کرکټ خپل توليد دی او ټولې هغه ځانګړنې پکې ليدل کيږي چې په يو نړيوال شهرت لرونکي لوبغاړي کې وي. که چيرته د هغه په روحياتو کار وشي نو د خپلې لوبډلې لپاره به په راتلونکي کې ګڼې لاسته راوړنې ولري.
په ورته وخت کې مې د محمد شهزاد محمدي مهمې بيلابيلې سيالۍ هم تعقيب کړي دي، او په پايله کې يې رامعلومه شوې چې پر نوموړي په هره سيالۍ کې د ښه لوبې باور نشي کيدای. تر هغو چې شهزاد د سيالۍ لپاره په هر اړخيز ډول او په نړيوال معيار ځآن نه وي فټ (برابر) کړې، بايد له لوبې کينول شي او پر ځای يې ځوان لوبغاړو ته ځکه موقع ورکړل شي چې همدا ځوان لوبغاړي د ملي لوبډلې راتلونکي اتلان دي.
که د پاکستان، هند يا نورو هيوادونو کرکټ ته پام وکړو، په هغو هيوادونو کې په سلګونه بااستعداده او داسې لوبغاړي شته چې په ډيرو سياليو کې يې په لوبډله کې کليدي رول لوبولی خو اوسمهال د ناسمې وړتيا له امله له لوبډلې کينول شوي دي.
زمونږ شهزاد هم د ملي لوبډلې لپاره په ډيرو سياليو کې برياوې تر لاسه کړي، او د نوموړي له لوبډلې ويستل د دې معنی نلري چې ګواکې نوموړی په لوبه نه پوهيږي، بلکې اوسمهال هغه د سيالۍ لپاره برابر ندی.
بلخوا د اسټراليا او نيوزيلنډ ميدانونو ته مونږ بايد له ځان سره داسې اوپنر لوبغاړي ولرو، چې په لومړي سر کې هيڅ ډول تر فشار لاندې رانشي. چې د دې لپاره عثمان غني او نورعلي ځدران مناسب لوبغاړي دي.
او له دې وروسته هغه لوبغاړي راواخستل شي چې نه يوازې تر فشار لاندې رانشي بلکې مسوليت هم واخلي او فکري لوبه وکړي.
په توپ اچوونکو کې حميد حسن هم په ډير ښه شکل بيرته لوبډلې ته راستون شوی دی، شاپور ځدران، دولت ځدران او فريد ملک هغه لوبغاړي دي چې په نړيوال جام کې ورڅخه د ښه لوبې تمه کيدای شي.
له دې سره جوخت په افغان کرکټ بورډ کې د چټکو بدلونونو رامنځته کيدل هم ښايي په لوبډله منفي يا مثبت اغيز وکړي. ځکه پوښتنه راپيدا کيږي چې ايا لوبغاړي به د راتلونکي نړيوال جام لپاره فکراً برابر واوسي؟
که د کرکټ بورډ نوي چارواکي له نويو ميتودونو کار واخلي او د ملي لوبډلې هر لوبغاړي د روحيي تقويي کولو په موخه تر راتلونکي نړيوال جام پورې ځانګړي پلانونه برابر کړي نو ښکاره خبره ده چې اغيز به يې مثبت دي.
که چيرته له نړيوال جام نه وړاندې د پنځلس کسيزې لوبډلې په انتخاب کې کوچنۍ تيروتنه هم کيږي نو په نړيوال جام کې به افغان لوبډله له لويي ګواښ سره مخ شي. که کرکټ بورډ له دې وړاندې د هرې سيالۍ لپاره په هر ډول لوبډله اعلانوله، خو د راتلونکي نړيوال جام لپاره بايد ټولو خواوو ته پام وشي او يوه داسې لوبډله اعلان شي چې لږ تر لږه په نړيوال جام کې يوه بريا خپله کړای شي.