د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خاموشه قاتل!

خوشال ثبات 12.12.2014 22:12

لیکونکې خوشال ثبات
خاموشه قاتل!
په نړی کی اصلی علت دانسان دمرګ د زړه ناروغی ده.
۲۰۱۵ کال د زړه د ناروغیو په مقابل کی د مبارزی کال اعلان شوی دی.
هر کا په نړی کی ۱۷ میلینه خلک د زړه ناروغی له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوې. چی د مرګ ټولو حالتونو څخه ۲۹٪ تشکیلوی. عمومآ هغه خلک چی پوښ عمرته نه وی رسیدلې د زړه په ناروغی اخته کیږې. یو کال څخه د بل کال په پرتله د نوی ځوانانو په منځ کی د زړه ناروغی زیاتې مومې. په همدی شکل په پرمخ تللیو هیوادونو کی د زړه ناروغې په ځوان نسل کې د مرګ او د بی توانایی ( فلجیدلو) اصلې لامل ګرځیدلې دی.
په دغه مقاله کی زه تاسې درنو لوستونکو ته د دغه موذې قاتل په هکله څرګندونی لیکم هیله مند یم چی ستاسې د استفادې وړ وکرځی.
د زړه په ناروغی عمومآ هغه کسان اخته کیږې چی ډیره پریشانې او یا تشویشونه کوی ( د روهی فشار لاندی وی )، هغه کسان چی ډیر سګرټ څکوې، هغه کسان چی الکولې مشروبات زیات استعمالوې او هغه کسان چی سالم او صحتمن ژوند ته اهمیت نه ورکوې. مشکل په دی کی دی سره له دی مونږ ښه وینو چی د سګرټو څکلو څخه، د بی حرکته ژوند څخه، په وینه کی د کلسترول د زیاتیدو له وجی، د وینې د فشار له وجی، د حد نه زیات کار له وجې او داسې نورو فشارونو له وجې زمونږ زړه ډیر رنج وړی بیا هم کله کله په دغه معاصره ټولنه کی دغې ناروغۍ ته خاصه توجه نشته.
باید ووایم چی د زړه ناروغۍ په ټوله نړی کی د یو ( خاموشه قاتل ) په نوم په رسمیت پیژندل شوی دې او بدبختانه چی مونږ خپله دخپل ځان د وژلو لپاره دغه اول نمبر قاتل ته د خپل مرګ فرمایش ورکوو. نن وخت کی زیاتره ځوان نسل د زړه د کورونری په ناروغی (coronary heart disease) اخته دی. د ( مدیرسندرم "Syndrome manager" ) په هکله به زیاترو لوستونکو اوریدلی اوسې: داسې هم پیښ شوی چی یو ناڅاپه ځوان سړې د کار د دفتر څخه راسن د روغتون عاجلی خونې (ایمرجنسی روم ) ته په امبولانس کی انتقال شوې دی.
څه باید وکړو چی د دغه موذې دښمن څخه خپل زړه او د زړه رګونه په امن کی وساتو؟
په اول قدم کی باید شخص خپله د خپل د روغتیا د ساتلو امادګی ولری. د خپل بدن تناسب اندام باید وساتی، د خپل ځان بد عددونه باید تغیر کړی، د غذا په رژیم کی باید د اشتباهاتو تصحیح راولی، د ورځنې غذایی رژیم کی باید تجدید نظر وکړی او بد خواړه باید په ښو خواړه بدل کړی او داسی نور. زمونږ زړه او رګونه ورزش ته ډیره اړتیا لری ورزش کول یا د سهر لخوا په پارک یا میدان کی منډه وهل زړه ته او رګونو ته ډیره ګټه لری، د ورزش سره ستړیا د انسان په بدن کی رفع کیږې، روهی فشار له مینځه وړل کیږی او په پوره بدن کی یو ویښتیا پیدا کیږی. که چیری مونږ همیش د موټر د جلو شاته ناست اوسو، ډیر کم په پخو وګرځو، د ډیر فزیکې او ذهنې کار په وخت کې په مرور د زمان سره وقفه یا استراحت ونکړو او همیش ساړه غواړه وخورو نو د زړه د ناروغی خطر موډیر زیات دی.
دی نه معلومیږی چی مونږ خپل سالم بدن ( ارګانیسم ) د څلورو دیوالونو منځ کی حسار کړی دی. ځکه د خپل سالم ارګانیسم مونږ سمه پالنه نه کوو، بیا وروسته حیرانیږو چی څنګه مونږ د روغتون چپرکټ کی پراته یو. په همدی خاطر مونږ باید د دی په هکله فکر وکړو چی ایا مونږ د الله تعالې د دغه انعام سمه پالنه کوو او که نه؟ باید ووایم چی د هرې دوا نه دا بهتره ده چی د خپل ژوند په صحیح طریقه تیر کړی، د ښه استراحت لپاره توانایی پیدا کړی او په طبیعت یا پارک کی همیش چکرووهی.
په اروپا کی که د زیات عمر خلکو نه پوښتنه وکړی چی ستا د دی اوږد عمر راز په څه کی دی؟ نو هغه به درته په جواب ووایی چی روزمره ورزش کی، لامبو وهلو کی او د سهار لخوا سپورتی تمرین کی دی. باید په یاد ولری چی که چیری تاسې د زړه ناروغی د خطر لاندی استې او یا د زړه ناروغی ولری، تصلب شریان (atherosclerosis) ناروغی ولری، دوینې جګ فشار ولری، د زړه سکتې ناروغی ولری تاسی ته پکار دی چی دسپورت فردی کورسونه د زړه د ناروغی لپاره زده کړی.
پل دادلی سفید د زړه د ناروغیو متخصص په وینا تر ۸۰ کلن عمره پوری د زړه ناروغې د الله تعالې مجازات نه بلکی د انسان خپل ځانې اشتیباهات له وجی ده. دانسان معمولې حالت په نسبت د روهی فشار او ډیر فزیکې کار په وخت کی زړه لس برابره زیات وینې او اکسیجن ته اړتیا لری. او همدا رنګه د وینې فشار چی ۱۰ میلی لیتر جګ شې نو د زړه د ناروغۍ ۳۰٪ امکانات زیاتیږې.