د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محب زغم ته، ستا ښار او زما کلی!‏

زیار شینواری 12.12.2014 12:28

دوه کاله به کېږي، چې ستاسو یو استخباراتي او پولیسي ناول مې لوستی. له هغه مخکې مې ځینو وېب پاڼو کې کله کله ستاسو لیکنې لوستې. د ناول عنوان و «د ولسمشر فرمان» او د استخباراتو (ملي امنیت) ادارې کارمندانو ته مو ډالۍ کړی و. اوس راسره نه هغه کتاب شته او نه مې د ډالۍ دقیق الفاظ په یاد دي.

زما د دې یادونې یوازنۍ نښه ستاسو هغه ناول نه دی، بلکې ستاسو عمومي دریځ په باره کې دا لیکنه کوم.

ښاغلی زغم، ما و تا داسې یو وطن کې ژوند کوو، چې د دوو لوریو ترمنځ د جګړې ډګر دی. لکه څنګه چې د دې وطن جغرافیه دې جګړې په یوې لیکې سره وېشلې ده، دغسې يې وګړي هم په همدې لیکه سر وېشل شوي او هر یو ځانته ځانته او بېل او بېل نظریات او افکار لري. زما او ستا وطن داسې یو بدمرغه هېواد دی چې هره ورځ یې بچیان وژل کېږي، په یوه کلي کې، یوه جنازه د طالب او بله د حکومتي عسکر خاورو ته سپارل کېږي. یوه ورځ، د کلي دوو غاړو کې د خیرات دیګي باندې وي، هلته د یوه ځوان طالب مور بوره وي، د امریکايي ځناورو بمبارد مو ماشومان شهیدان کړي وي او دلته د ملي اردو د یوه سرتېري خویندې ورارې وي. دواړو غاړو کې چغې او کوکارې وي.

پرون ماښام کابل کې، د استقلال لېسې تالار کې د فرانسویانو پر یوه فرهنګي نمایش چاودنه وشوه. خو وړمه ورځ بیا د پروان سیاګرد کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ښوونځي پنځه تنه داسې ماشومان شهیدان کړل چې ځینې وايي د والیبال لوبه یې کوله او ځینې نور وايي چې د کانکور امتحان ته یې اماده ګي نیوله. خیر، دا مهمه نده چې په څه بوخت وو، مهمه دا ده چې ولې په نښه شول؟

راځئ دواړه پېښې په پام کې ونیسو. کابل کې، د فرانسې فرهنګي آتشه یو نمایش سازوي، داسې نمایش چې آیډیا او فکر یې فرانسوي فرهنګیانو وړاندې کړی، زما او ستا وطنوال یې یوازې سیلانیان وو. ته ښايي تر ما ښه پوه شې، چې فرهنګي آتشې ولې دلته داسې نمایشونه کوي؟ زما او ستا وطن کې خلک ډوډۍ نه لري، په وږې خېټه څوک نمایش نه شي لیدلای. تاسې ښه پوهېږئ چې داسې د فرهنګي نمایشونو په نامه پروګرامونو نه د بهرنیانو هدف څه وي؟

را به شو د سیاګر پېښې ته. دلته پنځه تنه نوي ځوانان چې میندو او خویندو به یې ورته څومره هیلې او امیدونه لرل چې زوی او ورور یې د ۹۳کال کانکور کې برخه واخلي او پوهنتون ولولي او د خپلې کورنۍ او هېواد خدمت وکړي. خبرې نه وې خوارانې چې امریکايي الوتکې یې په یوه ورځ ټولې آرزوګانې ورخاورې ایرې کړې.

د کابل د پېښې مسئولیت طالبانو ومانه. دلیل یې دا وښود چې هلته د فرانسې له خوا د هغوی د فرهنګ د ترویج نمایش اجرا کېده. طالبان خو د یوې نظامي-سیاسي ډلې په څېر دلته د راغلیو بهرنیانو پر ضد مقاومت کوي. بهرنیان په نښه کوي، لکه څرنګه چې بهرنیان طالبان په نښه کوي، دواړه سره دښمنان دي، يو پر بل رحم نه کوي. بار بار طالبانو وطنوالو ته ویلي چې د دوی له مېشت ځایونو او موټرو لرې وګرځي. زه په خپله چې کله هم د بهرنیانو موټر وینم، ترې لرې ګرځم، د طالب دا نصیحت مې په یاد وي چې هسې نه د چاودنې نښه وګرځم.

مګر سیاګرد کې چې اوس خبره ښه ثابته شوه چې هلته واړه کوچنیان وو او په خپلو کارونو بوخت ول چې امریکایانو شهیدان کړل. خو امریکایان لا هم خپل جنایت نه مني. له «بښنې» څخه یې مونږ ورتېر. امریکایان نه جرم مني او نه بښنه غواړي. زه له امریکایانو ګیله نکوم، پردي دي، زما د ژوند دښمنان دي. زما ګیله خپله ځانه ده، زما ګیله له تا ده.

له تا مې ځکه ګیله ده چې تاته د ښار د سینمايي نمایش د کتونکو وینې سرې ښکاري خو زما د کلیوالو وینې بې ارزښته برېښي. ګورئ، تاسې ښاریان دا درې اوونۍ کېږي چې چاودنې وینئ، داسې چاودني چې هدف يې بهرنیان دي، افغانان پکې ضمني شهیدان شوي دي؛ خو زما په کلي کې د امریکا بې پيلوټه یوازې زما خوار کلي وال ماشومان وژني، داسې ماشومان چې هېڅ یې ندي لیدلي، ټوله نړۍ یې خپله دره او پوله پټۍ دي.

ستا ښاریان کله کله د چاودنو ښکار شي، داسې چاودنې چې نښه بهرنیان وي. خو زما کلیوال له داسې بمونو سره اوس روږدی شوی، اوس یې د ژوند برخه ګرځېدلې.

زما د کلي د شهیدانو د غم خبر نه تلویزون خپروي او نه هم راډیو، نه فېسبوک پېژني او نه ټویټر چې څوک یې غږ ورسوي؛ خو ستا د ښار له چاودنې ژر وروسته، څو دقیقو کې، د چاودنې سیمې ته امنیتي ځواکونه او امبولانسونه راورسېږي، مړي ژر اوچت کړي او زخمیان بې وقفې شفاخانې ته رسوي، ستاسې په څېر لیکوال یې غم ته په رسنیو کې ژاړئ او د عاملینو پر انسانیت یې شک کوئ. خو زما په کلي کې بیا کیسه بل ډول ده. دلته چې امریکايي بې پيلوټه الوتکې ماشومان، ښځې او سپين ږيري راشهیدان کړي، شپې بیا د راډیو خبرونو کې د شهیدانو میندې، پلرونه یا زامن اوري چې خبریال په خوښۍ وايي چې ... شمېر طالبان ووژل شول! له خبر وروسته «کارپوه» هم غږوي، هغه یې بیا نتیجه داسې په ګوته کوي چې د «طالبانو» داسې «تصفیه» به «امنیتي وضع کې بهبود» راولي! د خدای پار دی، زمونږ کلیوال تلویزیونونه نه لري، کنه چې پر تلویزیون یې د خپل شهید زوی عکس لیدای او د «کارپوه» خبره یې اورېدای چې «طالبان» ووژل شول، له غمه به یې زاره چاودلې وای!

زما ګیله نه له دغو راډیوګانو نه ده او نه هم د پروژو له ټلویزیونونو څخه؛ زما ګیله له تا ده، زما ګیله له ځانه ده، چې ولې د طالب برید چې څو بهرنیان وژني او څو هېوادوال پکې شهیدان شي، په افراط یادوو. خو زما د کليوال غم راسره نه یادوئ، هغه پېښه چې یوازني تلفات یې زموږ ساده، شډل او له دنیا ناخبره کلیوال وي. که د ښار د شهیدانو عاملینو پر انسانیت شک کوئ او ناانسانه یې ګڼئ، لږ خو د کلي د شهید له پاره ښکېلاکګر په خپل قلم وګواښه!

دا لیکنه مې ستاسو د ننني فېسبوک پوسټ په اړه وکړه. تاسې لیکلي وو: «د انسان او طالب ترمنځ توپیر همدا دی». بل ځای لیکئ: « زه حیران یم چې دا خلک څه رقم وجدان لري چې د طالبانو دفاع کوي. د طالب یعنې د وحشت، ظلم، بې رحمۍ، قتل و قتال او د انسان د بربادۍ دفاع.»

زه د طالب ننګه له تا نه کوم. خو د امریکايي په نقد کې له تا ګیله من یم. چې ولې بیا همدا تېز قلم پڅ شي!

ستاسې د پوسټ خطاب داسې و: « د وحشي طالبانو منافقو مدافعانو!»

د انسان وژنه غندم، پرې ژاړم، خو د خپل وطنوال پر درد او غم یو په لس ژاړم، ځکه د خپل او پردی درد نه سره برابرېږي.

په دې هیله چې د کلیو د شهیدانو غم او درد –چې امریکایان یې شهیدانوي- مو وجدان راوننګوي او قلم مو څه لیکلو ته اړ باسي.