د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غیرحتمي خبري (subjunctive)

وکيلي 12.12.2014 11:26

په پښتوژبه کي هم لکه په نورو نړۍ والو ژبو کي شرطي او التزامي خبري کیږي .
شرطي هغه خبري دي، چي شرط پکښې وي . لکه : که ولاړسي؛ که راسې؛غوښتلي به ئې وي .
التزامي هغه خبري دي، چي شک، ترديد اوګمان پکښې وي یاغوښتنه یا امکان پکښې وي . لکه : ښایي چي راسم . وي به چي یوه ورځ سره ووینو . که مو سره ولیده .شایدچي دی راسي .
دشرطي او التزامي خبري په ځینو ټوټوکو (prepositins) او تړونکو (adverbs) سره جوړیږي . لکه : که؛که چیري؛ ویبه؛ ښایي؛ کله چي؛به؛امکان؛شاید؛ اودغسي نور.
په وییګړوکي که چيري دغه توري ور زیات سي نو التزامي او یا شرطې خبري جوړه وي .
دغه شرطي خبري (conditionl sentences) مثبتي ښکاري خو په منځپانګه کي خپل منفي وي . دبولګي په توګه : [ که دی تللی وای؛ ته به هم خبر سوی وای . ] -- اوس ګور چي دئ نه دی تلل او نه هم ته خبرسوی يې . اخباري حالت ئې داسي دی : [ دی نه دی تللی او ته هم نه ئې خبرسوی .] دلته دغه ( که ) اړتوری (conjunction) د امکان حالت جوړه وي . داسي هم ویلای سو : [ که چیري دی تللی وای؛ښایي چي ته به هم خبرسوی وای . ]
د«تلل» اخباري حالت : اوړون (conjugatio) :
اوسمهال ـــــــــــــــــــــــــ تېرمهال ـــــــــــــــــــــــــــ نږدې تېرمهال
زه ځم موږ ځو زه ولاړم موږ ولاړو زه تللی یم موږ تللي یو
ته ځې تاسوځۍ ته ولاړې تاسو ولاړۍ ته تللی يې تاسو تللي یاست
دی یا دا ځي دوی ځي دی ولاړی دوی ولاړه دی تللی دئ دوی تللي دي
دا ولاړه دا تللې ده
لیري تېر مهال ـــــــــــ راتلونکی مهال
زه تللی وم موږ تللي وو زه به ولاړسم موږ به ولاړسو ته تللی وې تاسو تللي وۍ ته به ولاړسې تاسوبه ولاړسۍ دی تللی وو دوی تللي وه دی به ولاړسي دوی به ولاړسي داتللې وه دابه ولاړه سي
التزامي حالت :
زه ولاړ سم یاولاړشم موږ ولاړ سو یاولاړشو
ته ولاړ سې یاولاړشې تاسو ولاړ سۍیاولاشۍ
دی ولاړسي ولاوشي دوی ولاړسي یا ولاړشي
دا ولاړه سي یاولاړه شي
تېرمهال
زه تللی وسم یاتللی وشم موږ تللي وسو یاتللي وشو
ته تللی وسې یا تللی وشې تاسو تللي وسۍ یاتللي وشۍ
دی تللی وسي یا تللی وشي دوی تللي وسي یاتللي وشي
داتللې وسي یا تللې وشي
التزامي حالت : (کول)
دامکان په صورت کي :
زه ستاسره مرسته کولای شم موږ ستاسره مرسته کولای شو
ته زماسره مرسته کولای سې تاسو زموږ سره مرسته کولای شۍ
دی یا دا له ماسره مرسته کولای سي دوی له تاسي سره مرسته کولای شي تېرمهال
ماستاسره مرسته کولای سوه موږ ستاسره مرسته کولای شوای
تازماسره مرسته کولای سوه تاسو زموږ سره مرسته کولای شوای
ده یادې له ماسره مرسته کولای سوه دوی له تاسو سره مرسته کولای شوای
په التزامي حالت کي امکاني صورت ئې تل یو کړنځی یاني مصدر د(کېدل) له کړنځي سره راځي او «اوړونیږي » . لکه څرنګه چي په پورته « اوړون » یاني (conjugation) کي لیدل کیږي ، چي د«کول » کړنځی د « شول » کړنځي سره ګردان سوی دی . او د « ول » دکړنځي کړنه یاني (verb) « وای » که په یوه وييګړه یاني (sentence) کي راسي؛نو شک،امکان یاغوښتنه ښیي . لکه په دغه ویيګړه کي : [ که ته راسره نه وای؛زه به وهل سووای . ] دخوشحال بابا دغه بیت :
بدرګه که محبت راسره نه وای ++++ یک تنها به په خون خواري لاري تلل څوک
التزامي خبري :
کاشکي خو دی تللی وای؛خو زبه هم څه آرام سوی وای .
که دی پروند راغلی وای،نو بې ښه مېله کړې وای .
اخباري حالت :
دی پروند نه دی تللی؛ خوزه هم ارم نسومه .
پروند دی را نه غی؛ نو مېله ئې هم ونه کړه .
التزامي :
که مي ورور را خبر سوی وای؛نو به دی ډېر راته په قهرسوی وای .
کاشکي ښوونځي ته تللی وای؛هلته به مي لیک لوست زده کړی وای . اوس به يوځای مامور وای کار به مي درلودای اوچاته به اړ نه وای .
التزامي خبري هغه مهال کیږي،چي یوکار یا پېښه په هيله مندۍ کي وي یا نه وُسي .
دامکان په صورت کي یائې ارمان لري؛ نو واي : کاشکي زه ښوونکی شم .
که زه ښوونکی شم؛نو خپلو زده کونکو ته به ښه او آسانه لوست ورو ښه یم .
التزامي خبري هم دغسي پکاردي لکه اخباري خبري،خوتوپیرئې په دې کي دی،چي التزامي خبري مثبت اورېده کيږي په خپل ذات کي منفي وي شک پکښې وي یاني حقیقي نه وي .
التزامي خبري په پښتو ادب کي یو مهم رول لري . رحمان بابا وایي :
که دي زلفي په پېچوتاب شوې ښایې+++وېښته څه طاقت لري د اور له تاب
حمیدماشوخېل وایي :
که هزارځله په داراو په سنګسارشم+++لکه وو هغه منصور دی زما دل
دغسي بلګي د پښتو په ادبیاتو کي ډېر لیدل کیږي .

اخځونه :
۱: ویکیپیدیا
۲: پښتوگرامر جزء اول مؤلف پوهاند صدیق الله « رښتین »
۳: گرامر زبان المانی ابتدائی وعالی دکتر نصرالله حریریان