د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه ۹

پوهندوی آصف بهاند 03.12.2014 12:34

(په مخکتاب او تویترکې د لنډیو څرک)
۲
ځوانان یې ګور ته روان کړي
میندې یې ناستې په سر خاورې بادوینه
 
په خوله دې لاس کېږده لالیه
فېسبوک کې ګرځي شیطانان رسوا به شونه

په ټولنیزو شبکو کې مې د لنډیو د لټې په سلسله کې، په فیسبوک او تویتر کې په ځیر سره ټولې شته لنډۍ ولوستې. بیا مې د پاڼې د جوړونکوو، د لنډیو د ټولولو د څرنګوالي او د دې پاڼې د پرانستلو د نیټې، انګیزو او ... د مالومولو په موخه، د دوي ایمل پیدا او د ۲۰۱۴ کال د نومبر په دریمه  نیټه د اروپا په وخت د ورځې په۱۳ بجو او پنځه دیرش دقیقو، په لاندې متن یو ایمل ور ولیږه:
ګرانو دوستانو، درناوی مې ومنئ!
زما نوم آصف بهاند دی. زه پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم. اوس د اروپا په ډنمارک کې ژوند کوم، خو په ډیره مینه ادبي څیړنو کوم، شعر او ادب ته کار کوم. د همدې فرهنګي کارونو په سلسله کې له څه مودې را په دې خوا د لنډیو په باب څیړنه کوم او د نویو لنډیو د ثبت او را ټولولو کارمې پیل کړی دی او د مقالو په بڼه یې خپروم. اوه برخې یې خپرې شوې دي.
د خپلو څیړنو او لټونو په لړ کې له نیکه مرغه په فیسبوک او تویتر کې ستاسو په پاڼو باندې ورپیښ شوم. زښته ډیر ورته خوشاله شوم، خدای دې تاسو سره ښه وکړي چې دا کار مو پیل کړی دی او پر مخ یې بیا یئ. زه غواړم له خپلو مقالو څخه په یوه برخه کې ستاسو پر فعالیتونو تم شم. که لطف وکړئ ما ته د دغو پوښتنو ځواب راکړئ، خوشاله به شم:
ــ له څه مودې پخوا مو دا کار پیل کړی دی او په ټاکلي ډول د چا له خوا پیل شوی دی؟
ــ آیا لنډۍ خپله راټولوئ که یې نور خلک درته درلیږي؟
ــ دغه راز که د خپلو هڅو په باب نور هر څومره مالومات راکړئ، زما په لیکنه کې به ډیر موثره وي
بریا مو غواړم.
  خو تر نن پورې چې د نومبر۲۱مه نیټه ده، ما کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی. بیا مې نو پاڼه کې په شته لنډیو باندې خپل کار پیل کړ.
په پیل کې باید وویل شي چې دوی دا توره کړې چې د بینوا صاحب د لندیو(پښتو لنډۍ، د عبدالروف بینوا په زیار، ۱۳۳۷کال) پښتو مقدمه یې، چې د لنډیو په باب عمومي مالومات دی، په انګلیسي ژبه په بشپړ ډول ژباړلې ده او د لنډیو په پاڼه کې یې ایښې ده.(۳)
د ټولنیزو شبکو په دې پاڼو(فیسبوک ـ تویتر) کې څو ډوله لنډۍ تر سترګو کیدای شي:
ــ داسې لنډۍ شته چې کیدای شي د پاڼو کارکوونکو په خپله ایښې وي.
ــ د نورو خلکو له خوا ورته رالیږل شوې لنډۍ.
ــ د مناسبتونو  په خاطر لنډۍ.
ــ ځانګړي پښتني نومونو له پاره لنډۍ. لکه لونګ او ...
د نورو خلکو له خوا په رالیږل شوو لنډیو کې د دغو ښاغلو او آغلو نومونه ډیر تر سترګو کیږي:
برهان الدین کریمي، شینوګۍ بلاګۍ، نبي خان تره خیل، ګلستان شینواری، ی ـ دراني، نذیر احمد نذیر، سمسور کنړی، انجنیر عبدالقادر مسعود، س احمدزی، حنیف مایار، ایرج شکیب، بلال سلطاني او ...
که د ځینو کسانو نومونه زما له قلم نه پاتې وي، همدا اوس بښنه غواړم.
د دې یادول اړین دي چې له بده مرغه په دومره پښتنو کې، یوازې دغه څو دګوتو په شمار کسان دي چې له دې پاڼو سره مرسته کوي، په بنډارونو کې یې ګډون کوي او کله کله یوه نیمه لنډۍ ورلیږي. زما په نظر دا دوه دلیله لري:
ــ ښايي دا پاڼې تر اوسه چاته سمې مالومې نه وي،
ــ له افغانستان نه د باندې په لرې پرتو هیوادونو کې میشت افغان ځوان قشر ښايي له خپلې ژبې او کلتور سره سمه آشنايي ونه لري او په خپله مورنۍ ژبه باندې به لیک لوست نه شي کولای.  
دواړه ټولنیزې شبکې که په ځیر سره له نظره تیرې شي، هماغه یو ډول لنډۍ او پر لنډیو باندې بحثونه لري.
په لوموړۍ برخه کې په خپله د چلوونکو له خوا ایښودل شوې لندۍ چې دا مطلق د دوی د ذوق نماینده کوي.
د خلکو له خوا ورلیږل شوې لنډۍ چې دا یې څو بیلګې دي:
زړه ﻣﯥ ﭘﻪ ﺗﻮﭘﻮ ﻧﻪ ﻧړﻳږي
 ﺳﺘﺎ ﭘﻪ وړو ﺧﺒﺮو دړې وړې ﺷﻴﻨﻪ  (د سمسور کنړي له خوا)

ما ته دې داسې غم راکړی
 چې خوشحالو پسې اوس کډې ګرځومه (د شینوګۍ بلاګۍ لخوا)

 د زړه ویکټ مې نه دریږي
 د جانان سترګو په فولټاس ویشتلي یمه (د خلیل ارغستاني له خوا)

خدایه د تیلو کوهیان وچ کړې
عرب غریب کړي چې جانان کور ته راځینه (د اسد افغان له خوا)

د یار به هله یقین راشي
چې ساه مې خیژي نوم یې نیم نیم یادومه (د اسد افغان له خوا)
ــ د مناسبتونو له پاره لنډۍ:
په دې پاڼو کې د ځانګړو مناسبتونو په خاطر هم لنډۍ ایښودل شوې دي. دا څو مناسبتونه د نمونې له پاره ولولئ:
نن د اختر ، وصال ، میني ، خوشحالۍ، سولې او خندا لنډۍ وایو ...
د شپې او کټ له پاره یې داسې وړاندیز کړی دی:

په نیمه شپه کې د نیمي شپې او کټ لنډۍ، راځئ چې څوک به ډیرې ولیکي:
راشه په کټ راسره کینه
په صراحي غاړه مې واړوه لاسونه
په بل ځای کې لولو:
د لنډۍ مینه والو ستړي مه شئ. راځئ د روژې، شب قدر او اختر لنډۍ ولیکو:

لکه شب قدر راښکاره شه
لکه اختر راباندې واچوه لاسونه

صبر كوه اختر به راشي
 موږه روژې د صداقت نيولي دينه
 
پوښتۍ مې ماتې شوې يارۍ کې
 مورته بانه کړمه چې برېښ کوي مینه
د مرګونو په مناسبت لنډۍ:
 کله داسې هم پیښ شوي دي چې دوی د چا د مړینې په خاطر هم یوه نیمه لنډۍ ایښې ده. د مثال له پاره د پسرلي صاحب د مرګ له په خاطر لومړی دا لنډې جملې او بیا یوه خوا شینونکې لنډۍ :
«په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د ادب د آسمان ځلانده ستوری او ستر انسان محمد صدیق پسرلي له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي...»(۴)
مرګی ظالم دی، په زړه سخت دی
د پښتنو له بڼ نه څانګې غوڅوینه
دلته هم یو څو نوې او زړې لنډۍ:

ځوانان یې ګور ته روان کړي
میندې یې ناستې په سر خاورې بادوینه
 
ګورونه سم جوړ کړئ عالمه
د پکتیکا وړوکي نازک دي خوږ به شینه
 
 
آیپد پـــه لاس درتـــه ولاړ یم
 چوپه خوله راشه ګاونډیان بـه خبر شینه

 په خوله دې لاس کېږده لالیه
فېسبوک کې ګرځي شیطانان رسوا به شونه

دا دی څو ورځې انتظار یم
چوپه خوله راشه غمازان به خبرشینه

لکه اختر را باندې راشه
لکه ماشوم به درته ډیر خوشاله شمه

دهجرت تورو تور شپوکې  
مخ دې ډیوه زه به تتیارې رڼا کومه

خلکو زړې یارۍ تازه کړې
ما ته د نوې یارۍ غم جوړ کړ مینه   

د سهار لمونځ په تيموم کړه
 چې د سرو شونډو خوند دې خوله کې پاتې شينه
 
 خوله مې پرون اخيستی خلکو
 پر شونډو نن ژبه وهم مزه کوينه

ياري د خوار پټي غله ده
کله چارک شي کله وکړي خروارونه

کور دې له هسکو غرو پنا دی
زه واوره نه یم چی په غرو در جګه شمه

په آخرت به سترګې غواړم        
په دې دنیا خو راته نه شته علاجونه

 ستا د راتلو لوظ میرات شـه
زه دې د ګوتو په شمارلو ستړې کړمه
 
حسن دې کم ظلم دې زیات دی
خلک د حسن مطابق ظلم کوینه
نور بیا