د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اماراتو له افغانستان څخه دویمه کرکېټ سیالۍ هم وګټله

عطا محمد میاخېل 01.12.2014 11:13

د یکشنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د لړم ( عقرب) نهمه او د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د نومبر له دېرشمې نېټې سره برابره وه ، د عرب اماراتو او افغانستان کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د اماراتو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې یوه ورځنۍ دوېیمه پنځوس اوریزه کرکېټ سیالۍ تر سره شوه .
  د لوبې پچه افغان لوبډله مشر محمد نبي عیسی خېل وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
لوبه د افغان دوه تکړه توپ وهونکو نوروز منګل او عثمان غني له خوا پیل شوه ، چې عثمان غني د اماراتو د توپ اچونکو په وړاندې مقاومت ونه شو کړای او خپله وېکټه یې ډېر ژر له لاسه ورکړه .
   افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۰ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۸۱ منډو هدف ورکړ .
   د افغان لوبډلې له لوري نوروز منګل ډېره ښه  توپ وهنه ترسره کړه ، چې په ۱۲۳ توپونو یې ۱۲۹ منډې جوړې کړې ، ۴ شپږیزې او ۸ څلوریزې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
   د اماراتو لوبډلې ټاکلی هدف یې د ۴۸.۲ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ،تر لاسه  او افغانستان ته یې د ۶ وېکټو او ۱۰ توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
     د اماراتو د لوبډلې له لوري خرم خان ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په ۱۳۸ توپونو یې  ۱۳۲ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې ، ۱۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه .
د افغانستان او اماراتو د توپ وهنې او توپ اچونې لېست په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ عثمان غني په  ۱۵ توپونو یې  ۷ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ نوروز منګل په ۱۲۳ توپونو ۱۲۹ منډې جوړې کړې ، ۸ څلوریز او ۴ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ افسر ځاځي په ۸۳ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې ، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ محمد نبي په ۱۵ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې ، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ اصغر ستانکزي په ۲ توپونو یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې اوټ شو .
۶ ـــ سمیع الله شینواري په ۲۸ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې ، ۳ څلوریزې یې تر سره کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ ګلبدین نایب په ۱۴ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې  یوه شپږیزه او یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ میرویس اشرف په ۱۱ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۹ ـــ دولت ځدراڼ په ۴ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
۱۰ ـــ شرف الدین اشرف په ۳ توپونو کومه منډه جوړه نه کړه .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ میرویس اشرف ۷.۲ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۵۴ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ حمید حسن ۸ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۶۴ مڼډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ دولت ځدراڼ ۱۰ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۴۵ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړی یې وسوځول .
۴ ـــ محمد نبي  ۸ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۳۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ شرف الدین اشرف ۶ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۳۲ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ سمیع الله شینواري ۵ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۲۸ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۷ ـــ ګلبدین نایب ۴ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۲۱ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
   د اماراتو د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ امجد علي په ۸ توپونو ۸ منډې جوړې کړې ، ۲ څلوریزې یې تر سره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ برېنګر په ۵ توپونو ۷ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ  محمد شهزاد په ۹۷ توپونو ۷۹ منډې جوړې کړې ، ۱۰ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ خرم خان په ۱۳۸ توپونو ۱۳۲ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې ، ۱۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه .
۵ ـــ شیمان انور په ۱۳ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې ، ۲ څلوریزه یې ترسره کړې او کلین بولډ شو .
۶ ـــ ثاقب علي په ۳۳ توپونو ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ۴ څلوریزې یې تر سره کړې .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ محمد نوید ۱۰ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۴۲ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
۲ ـــ منګولا ګروګي ۱۰ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۸۱ منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړی یې وسوځول .
۳ ـــ محمد شهزاد ۹ اوره توپ اچونه ترسره کړې ۵۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ کرشنا کرتی  ۹ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۴۵ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړی یې وسوځول .
۵ ـــ سلمان فاروق ۶ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۲۳ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ  خرم خان  ۶ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۳۵ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .