د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه ۸

پوهندوی آصف بهاند 30.11.2014 16:48

اتمه برخه
(په مخکتاب او تویترکې د لنډیو څرک)
۱
ګورونه سم جوړ کړئ عالمه
د پکتیکا وړوکي نازک دي خوږ به شینه
خدایه د تیلو کوهیان وچ کړې
عرب غریب کړي چې جانان کور ته راځینه
 
ځینې خلک یې داسې انګیري چې لنډۍ یوازې د خندا، عشق و عاشقي له پاره کارول کیږي؛ چې داسې نه ده. لنډۍ د ژوند د ټولو اړخونو رڼه هنداره ده، داسې صافه هنداره چې د ژوند هر څه او هر اړخ په کې لیدل کیدای شي. هر څه چې په عیني ژوند کې تیریږي، هغه د لنډیو په هنداره کې لیدل کیدای شي. دغه لنډۍ یې ښه مثال کیدای شي. دغې لنډۍ ته وګورئ چې د کومې مور، کومې خور، کومې میرمنې، کوم پلار، کوم ورور یا کوم هیواد وال د سوي زړه د اور له لمبو نه به را ټوکیدلې وي:
ګورونه سم جوړ کړئ عالمه
د پکتیکا وړوکي نازک دي خوږ به شینه
په اوسني وخت کې ژوند له نوې پرمخ تلونکې تکنالوژۍ سره تړلی دی. ټول خلک او هر ژوندی ملت هڅه کوي چې د پرمختګ او نوي ژوند له دې کاروانه بیرته پاتې نه شي. د تکنالوژۍ او تمدن ټولې لاس ته راوړنې باید د نوي انسان دروزنې ، د خپل فرهنګ د غوړیدو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره وکارول شي. دا دی لنډۍ هم د تکنالوژۍ او نوي عصر د نویو وسایلو له کاروان سره یو ځای روانه او له نوې میډیا سره یې ځان همغږی کړی دی.
د نوي ژوند د نویو قوانینو په لړ کې په دولتونو کې د قواوو اصل د جان لاک له خوا وړاندې شو او بیا  منتسکیو په نوې بڼه وده ورکړه  او د دولت په چوکاټ کې یې  قواوې په دریو برخو وویشلې: مقننه، اجرائيه او قضایه.
وروسته له دې د نوې نړۍ په نوي ژوند کې د تکنالوژۍ په کړندي پرمختګ سره میډیا د خپل مهم رول له کبله د څلورمې قوا په بڼه ځان خلکو او ټولنې ته ور وپيژاند.
 اوس اوس داسې ویل کیږي چې ټولنیزې شبکې(فیسبوک، تویتر او ...) د خپل اوسني رول د ډیر مهم والي په خاطر د څلورو یادوو قواوو تر څنګ، د پنځم ځواک په ډول پیژندل شوی دی.(۱)
د همدې له پاره موږ ته اړینه ده چې د لنډیو د پښو پل په ټولنیزو شبکو کې هم پسې واخلو. د اوس له پاره زه د ټولنیزو شبکو په ټولو برخو کار نه لرم، غواړم یوازې د ټولنیزو شبکو په دوو برخو(فیسبوک او تویتر) کې د لنډیو پلټنه وکړم. دا ادعا هم نه کوم چې زه به د ټولنیزو شبکو په دغو دوو برخو کې ټولې راغلې  یا راوړل شوې لنډۍ ستاسو مخکې کیږدم. غواړم په فیسبوک او تویتر کې یوازې په هغو لنډیو لنډ بحث وکړم او نوې لنډۍ ورنه را انتخاب کړم چې زما له نظره تیرې شوې دي.
څنګه چې ما د لنډیو د مقالو په مخکنیو برخو کې ویلي وو: لنډۍ له بام، ګودر، بڼ، غره، پولې، پټي او کلیو نه راپيل؛ بیا ښار، ښاري ژوند، مطبوعاتو، رادیو، تلویزیون، ښوونځي او پوهنځي ته ورسیده او اوس په کمپیوتر کې، د فیسبوک او تویتر په عصري باغونوکې چکر وهي.
دا د لنډۍ ځانګړنه ده چې ځان له ورځني ژوند سره برابروي او په ټولنیز ژوند کې چې هر څه تیریږي، لنډۍ یې په هنري بڼه اوسني نسل ته او راتلوونکو نسلونو ته ور ښيي؛ او دا دی اوس ګام په ګام له تکنالوژۍ سره هم مسته روانه ده.
دا چې لنډۍ د ژوند په هر پړاو کې ځان ته بدلون ورکوي، همدا یې د تل پاتې کیدو، غني کیدو او ښکلا سبب دی. همدا په ځان کې بدلون راوستل او د نوي ژوند نویو پدیدو ته په خپله لمن کې ځای ورکول؛ همدا لنډۍ ته نوی ژوند ورکوي .لندۍ کولای شي چې د بدلون راوستلو د استعداد په زور په نوې نړۍ کې ځان ته نوی ځای او دریځ پیدا کړي او په نوي عصر کې ځانته نوی مقام وګټي. همدا د لندۍ د تل پاتې کیدو او غني کیدو یو لوی عامل او دلیل هم دی.
کله چې په  فیسبوک او تویتر کې ما په لنډیو پسې لټه پیل کړه، نو ډیر ژر له لنډیو سره مخ شوم. ومې لیدل چې د لنډیو څه باران غوندې دی. دا چې چا څه ډول پیل کړي دي، زه ورباندې پوه نه شوم.
په فیسبوک او تویتر کې د لنډیو له پاره دغه درې پروفیل انځورونه ما ولیدل:

دا په فیسبوک او تویتر کې د پښتو لنډیو ځانګړې پاڼه ده، چې آدرسونه یا لینکونه یې دا دي:
 https://twitter.com/PashtoLanday   
https://www.facebook.com/pashtolanday
په تویتر او فیسبوک کې د پښتو لنډیو له پاره په ځانګړو پاڼو کې له راغلو موادو داسې ښکاري چې د پاڼې  چلوونکو د پاڼې د شکلیاتو د لا ښه کولو هڅې هم کړي دي. د همدې له پاره یې کله، کله له خپلو لوستونکو نه نظر غوښتی دی. د پاڼې په یوه مخ کې داسې نظر غوښتل شوی دی:
«د پاڼي د Cover په انځور خپل نظر راکړئ. آیا مناسب دی او کنه؟
 همدارنګه د کوور او پروفایل د انځور نوښت مو خوښ دی او کنه؟
 هیله ده ډاډ راکړی.
ژوندون»(۲)
د دې برخې د لا رنګینۍ له پاره په پای کې دغه څو نوې لنډۍ:
خدایه د تیلو کوهیان وچ کړې
عرب غریب کړي چې جانان کور ته راځینه
 
ستا چې دا شنې شولې پخیږي
 ما به مرغۍ په ژړا ستړې کړي مینه

دزړه ویکټ مې نه دریږي
د جانان سترګو په فولټاس ویشتلي یمه

خیال دې د خوار پټي غله ده
  کله را ډیر شي کله ځان پنا کوینه

ستوري مي ټوله شاهدان دي
 تل مي سپوږمي خورکۍ ته وایمه حالونه

خدای دی زما د چای پیاله کړه
چی هر سهار دی په سرو شونډو ښکلومه

ګودرد پیغلو پارلمان دی
بوتلی نشته په منګو ویشتل کوینه

ستا یارانه د شګو بند دی
که چنارونه پکې ږدم اوبه یې وړینه
                                                  نور بیا