د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د برلېن دېوال او ډیورنډ کرښه

سورګل ژمن تڼی 30.11.2014 01:02

د برلېن دېوال او ډیورنډ کرښه، دا دواړه د هېوادونو د وېښ نښې دي. د برلېن دېوال او ډیوذنډ کرښې ترمنځ هم یوشانتېوالی او هم بېلوالی شته. خو د دواړو (هغې دېوال او دغې کرښې) سیاسي مانا او مفهوم یو شان دی. ما له دې کابله چې د برلین دېوال ړنګولو جشن پنځویشتمه کالیزه څو ورځې د مخه، په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. ما د دې لپاره دا دواړه د هېوادو د بېلوالي نښې په یو ګډ عنوان کې راوړلې چې د ډیورنډ کرښې ته د یو هغه کوچني هغو افغانانو سم پام واړوم، د کومو په مغزو کې چې نور، نور څه ګرځي او راګرځي.
الف – د برلېن دېوال: د برلېن دېوال پوره اته ویشت کاله د جرمني خلک سره پېل او په دو برخو وېشلي وو. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې متحدینو (امریکا متدو ایالتونو، شوروي اتحاد، انګلستان او فرانسې) ماتي خوړلی جرمني هېواد، د پېتسدام په کنفرانس کې، خپلمنځي په څلورو زونو سره ووېشه. په هغې وېش کې د جرمني دولت پلازمېنه، برلېن ښارهم شامل وه. د وېش په پایلې کې، هر زون د بېل دولت تر کنترول لاندې شو.
د ۱۹۴۹م کاله پورې د متحدینو ترمنځ سیاسي واټن زیات شو. د هغوی ترمنځ د سیاسي واټن زیاتوالي له امله، د امریکا، انګلستان او فرانسې دولتونو کنترول لاندې سیمې سره یو ځای او متحدې کړل شوې او د فدرالي المان په نوم دولت یې جوړ کړو. د المان په دې برخې کې د امریکا متحو ایالتونو پوځي اډه پاتې شوه او تردا اوسه پورې هلته شته. په همدې مودې کې فدرالي المان جوړیده، د جرمني له بلې برخې څخه د شوروي اتحاد پوځونه ووتل او د دموکراتیک المان په نوم جمهوریت رامنځته کړل شو.
په ۱۹۵۰ مو کلونو کې، له خیتیځ (دموکراتیک) المان څخه، د لوېدیځ (فدرالي) المان پر لور، د ځوانانو د تېښتې لړۍ چټکه شوه. په ۱۹۶۱م کال د ختیځ المان دولت وپتيیله چې د لوېدیځ المان پرلور د ځوانانو د تېښتې لاره د اغزن سیم (وروسته دېوال جوړولو) سره ډب کړي. دوی لومړی د لوېدیځ المان سره د برلېن ښار منځ او ټوله پوله باندې، لومړی اغزن سیم واچولو او بیا یې د کلونو په تېریده (تر۱۹۸۰م کال پورې) سره، لوړ دېوال جوړ کړو. د دېوال لوړوالی ۳،۶ متره او پسور ۱،۲ متره وه چې پرسر یې اغزن سیم پروت وه او د څار ټول وسایل یې لرل. د برلېن دېوال د ۱۹۸۹م کال نوومبر میاشت په داسې حال کې چې شوروي دولت د ړنګیده په درشل کې وه، د دواړو جرمني خلکو له خوا په ډهلونو او اتڼونو ونړول شو او د جرمني خلک بېرته سره یو ځای شول.
سږکال چې د جرمني دېوال ړنګولو پنځه ویشتمه کالیزه، د جرمني دولت او خلکو له لوریه په سترو خوشحالیو او جشنونو لمانځل کیدله، د نړۍ هغو هېوادونو خلکو چې هېوادونه یې د استعمارچیانو له لوریه ټوټې شوي وو، زیات پام ځانته واړوه.
خوپه تأسف سره باید ووایم چې یو کوچنی شمېر افغانان په مډیا کې، د ډیورنډ کرښې له منځه وړو پرځای [د منځه وړلو وړ وخت یې نه دی]، د معاملې کولو، څرګندونې پیل کړي دي. دوی غواړي هغه رنګه، لکه چې د نورافغانستان په اړه یې د بهرنیانو سره د جیبخرڅ په اخیستلو معاملې وکړې، د پاکستان دولت سره، د ډیورنډ کرښې په اړوند هم همغه ډول، د جیبخرڅ په بیې جوړ راشي. خو زما بشپړ باوردا دی چې دوی په دې ډول خبرو سره، د افغاني ټولنې منځکې یوازې خپل مخونه توروي، نورهېڅ نشي کولی.
زه به دلته، د یو شمېرهغو محترمو لوستونکو لپاره، د کومو چې د ډیورنډ کرښې په اړوند معلومات نشته، د دې کرښې په اړه لږه لنډه غوندې رڼا واچوم.

ب – د ډیورنډ کرښه:
د نولسمې پېړۍ په دویمې نیميي کې، افغانستان ته د تزاري روسیې له لوریه د پامیر برخې کې خطره متوجه شوله. دا مهال روسي پوځونه د شغنان او روشن سیموکې له افغاني پوځونو سره د جګړې په درشل کې شول. د روسانو له هغې حرکت څخه، انګرېزان واوېرول او دا انګېرنه ورپیدا شوله؛ که روسان پردې سیمې واکمن شول، نو د هغوی د برید لمنې به د برتانوي هند سره ولګيږي. لندن له دې امله، د هند وایسرای لارډ لانسداون ته دستور ورکړ چې د باوري تن په مشرۍ، یو پلاوی افغانستان ته واستوي او هغه د افغانستان له بادشاه سره په ګډه د سیمې پرحالاتو غور وکړي او د روسي پوځونو د پرمختګ لاره ډبه کړي. د هند وایسرای د پلاوي له لېږلو د مخه، د افغانستان په پولوکې خپل جاسوسان فعال او هغوی ته دندې وسپارلې چې پښتني سیموکې شخړې او جګړې جوړې او تودې کړي. له دغې کار څخه د هغوی موخه دا وه چې امیر وارخطا او د شخړو حلولو په چاروکې ښکېل کړي. په دې کار سره به د هغه اعتبار په ټولنې کې لږ شي او لا زیات به زموږ مرستو او لاس نیوي ته اړ شي. په دې کار کې دوی یو څه بریالي شول.
وایسرای له دې کار وروسته، د مارټیمر ډیورنډ په مشرۍ یو پلاوی، کابل ته د بشپړ اختیار په درلودلو سره واستوه. هغه پلاوي ته یې دا دوې دندې وسپارلې:
الف - د روسانو له پرمختګ څخه باید مطلق مخینوی وکړي.
ب – د افغانستان او برتانوي هند تر منځ باید یوه آزاده سیمه جوړه کړي.
ډیورنډ او ورسره پلاوی یې د ۱۸۹۳م کال اکتوبر میاشتې په پنځمې نېټې په داسې حال کې کابل ته ورسیدل چې انګرېزي پوځونه ګندمک نومي سیمې کې ځای پرځای او تیارسۍ کړل شوي وو. همدا ډول، انګرېزانو محمد ایوب خان هم وردمخه، له اېران څخه لاهورته وړی وه او هلته یې د عبدالرحمن خان تهدید لپاره ساتلو.
د اکتوبر میاشتې په ۱۲ نېتې انګرېزي پلاوي له امیر سره لیدنه وکړه. امیر په داسې حال کې چې د تزاري روسیې له لوري تر تهدید لاندې وه، د انګرېزي پلاوي له لوریه هم ترفشارونو لاندې ونیول شولو. هغه ته پلاوي په ډاګه دا وویل چې موږ نه غواړو له روسانو سره زموږ پوله د اټک سیند شي، نو که تاسې زموږ دا سند چې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ آزاده سیمه جوړیدل دي ونه منی، موږ به برسېره پردې چې له تاسو څخه مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ ونکړو، بلکې په نورو چارو به هم لاس پورې کړو. د نورو چارو ټکي کارونو په اړه، د هېواد نامتو تاریخ پوه میر غلام محمد غبار داسې لیکلي دي: (مدت اقامت این هیئت درکابل متجاوز از ۴۰ روز طول کشید ومذکرات غیردوستانه به سردی وکندی پیش میرفت درحالیکه سپاه انګلیسی مقابل سرحد افغانستان درحالت تیارسی بود پیشنهاد انطور خلاصه میشد یا برعهدنامه مرتبه انګلیسی ونقشه مدونه انګلیس امضأ ګذاشته شود ویا مناسبات دولتین منقطع وبه عبارت اصلی جنګ طرفین مشتعل خواهد شد.)۶۸۸
ډیورنډ او ملو یې امیرته په ډانګ پییلي وویل؛ که تاسو دا سند لاسلیک نکړو، موږ به خپل پوځونه نورهم ستاسو خاورې ننباسو. خو که تاسې زموږ وړاندیز ومنی، موږ به د افغانستان پرپاتې خاورې باندې، د هربهرني تېري پروخت، ستاسو ملاتړ وکړو. موږ به تاسوته مخکې له مخه وسلې درکړو، او مالي مرستې به درزیاتې کړو.
د تاج التواریخ په ۴۱۸ مخ کې امیر عدالرحمن لیکي؛ ما انګرېزانوته وویل: لومړی خو د دغو سیمو خلک (د ده په اصطلاح د یاغیستان خلک) دومره جنګجو او خپلسري دي چې تاسې یې نشئ تابع کولی او دویمه خبره دا ده چې تاسې په دې کار سره، زما اعتبارته په ټولنې کې زیان اړوئ. هغه وايي، انرېزي پلوي زما د دغو خبرو پرخلاف، پرخپلې خبرې فشار اچولو او زه یې اړ ایستلم چې د دوی خبرې ومنم. هغه اړ کړل شو چې د نوومبر میاشتې په دولسمې نېټې (له لومړۍ کتنې یوه میاشت وروسته) ورسره لاسلیک کړي.
لکه چې د مخه اشاره وشوه، د برتانوي هند پوځیان لا د مخه له پښاور څخه نیولي ترخیبره، باجوړه، چتراله پورې، له کوېټې څخه ترچمن او پيښين پورې، د وزیرستان ځینو سیمو څخه نیولي د کرمې او ځینو نورو سیمو پورې، لا له پخوا څخه د ګندمک تش په نامه تړون له مخې د امیر تهدید لپاره ځای پرځای کړل شوي وو.
د امیر له لوري د هغه سند له لاسلیک کولو وروسته، د افغانستان هرقوم خلک (په تېره د ډیورنډ کرښې دواړې غاړې ته پرتو قومونو خلک) چې خبریدل، امیرته یې خپل نارضایتونه او تأثرونه په ډاګه څرګندول او په بېلو بېلو ډولونو یې غبرګونونه ښودل. د بېلګې په توګه، د وزیرو، مسیدو، داوړو او کاکړو قومونو د یوې سترې غونډې په جوړولو سره داسې غبرګون وښود: که دا خبره ثابته شوله چې امیر د دوی د خاورې پرسر له انګرېزانو سره معامله کړي ده، دوی به یې هیڅ ونه مني او انګرېزانو ته به اجازه ورنکړي چې د دوی پرخاورې قدم کېږدي. دوی د خبرې د سپینوي لپاره یوه جرګګۍ وټاکله چې د پکتیا له نائب الحکومه سره وګوري او له هغه څخه د خبرې د رښتیاوالي په هکله وپوښتي. کله چې هغه جرګګۍ د پکتیا له نائب الخکومه څخه کوم ځواب نه ترلاسه کوي، بیا یې بله جرګه امیرته واستوله چې پخپله د هغه له خولې واوري. امیر د وزیرو،...، له جرګې سره په کتو کې هڅې وکړې چې دوی نرم او آرام کړي، ترڅو انګرېزانو ته بهنه په لاس ورنشي چې پر افغانستان پوځي برید وکړي. خو هغه مرکچیان چې خپلو سیموته ستانه شول او خپلو قومیانوته یې د هغه لاسلیک شوي سند معلومات ورکړل، د هغو سیمو خلکو ټوپک ته لاس کړو او په غزاګانو یې پیل وکړو. هغوی ترهغه وخته خپلو غزاګانوته دوام ورکړو ترڅو چې انګرېزان د هند له نیمې وچې ووتل. د غازیانو نامتو مشر حاجي میرزاعلي خان (ایپې فقیر) خو لا د انګرېزانو له وتلو وروسته د پاکستان دولت هم داسې بللو: دا همغه انګرېز دی، یوازې کته یې بدله کړله.
امیرهم د تاج التواریخ په ۴۲۲ مخ کې لیکي چې د سند له لاسلیک وروسته د انګرېزانو ضد جګړې په چترال، باجوړ، ملاکنډ، وزیرستان، اپریدو، توریو او د نورو قومونو سیموکې پرلپسې جګړې روانې وې. امیر لیکي چې د ۱۸۹۴م کال جون میاشتې کې د وایسرای لارډ لانسټون دنده پای ته ورسیده. هغه انګلستان ته د ستنیدو پرمهال، رخصت اخیستونکو مامورانوته د واقعیتونو خلاف خبرې کړي وې. هغه اوریدونکوته ویلي وو چې له افغانستان څخه بېل کړل شوي سیمو خلکو زموږ لپاره جنجالونه جوړول، نو ځکه موږ هغه سیمې له افغانستان څخه بېلې کړې. خو وروسته وایسرای لارډ کورزون (۱۸۹۸-۱۹۰۵ د هند وایسرای) د ډیورنډ په نوم سند بې منطقه وباله او ویې ویل؛ دغه سند چې پرامیر باندې د فشار راوړو په ذرېعه لاسلیک شوی، داسې غمیزې رامنځته کړي چې قبیلې، ټبرونه او کورنس یې سره وېشلي او بېلې کړي دي. کورزون د سند د نورو بېمنطقیو په باب داسې لیکي: (پوښتنه دا ده چې ایا ډکه د برتانوي هند په سرحدي سیمه (فرونټییر) کې داخله او که له هغه د باندې ده. همدا ډول به نقشه کې تقریبي کرښه (دا روف لین) چې رسم شوي، ډېره ناسمه او بې سر او پښو ده.) ده ویلې چې هغه سند بله بېمنطقي دا ده چې په هغې کې انګرېزي لوری مکلف شوی چې افغاني لوري ته وسلې او مهمات ورکړي. پردې برسطره، د دې سیمو مؤظبت یې هم د انګرطزانو پرعاړې اچولی دی، حال دا چې د دې سیمو خلکو سره اړیکې ټینګول، له زیاتو او نه حل کیدونکو ستونزو ډک دي. لارډ کورزون دا نظر د انګلستان بهرنیو چارو وزیر جورج هاملتون ته لیکلی وه.

جورج هاملتون و کورزون ته د هغه لیک په ځواب کې، د ده له لیک سره بشپړ توافق څرګند کړی وه. ډیورنډ لاین، د بابریګل وزیر څړنیزه رساله؛ مخونه ۳۴- ۳۷ په انګرېزي ژبې.
استاذ ډاکتر رحمت ربي زیرکیار د ډیورڼد کرښې سندونو په اړه ژورې علمي څېړنې کړي دي. د هغه له څېړنو څو اړین او مهم ټکي په لنډو دلته رااخلو. ۱- د سند منل، د جګړې او تهدید (د هند وایسرای لیکلي اولتیماتوم) په فضا کې منځته راغلل، نو ځکه قانوني اعبار نلري. ۲- په دواړو ژبو لیکل شویو سندونو باندې لاسلیکونه نشته، نو ځکه اعتبار نلری. ۳- سند معیاري او د پوهیدلو وړ نه دی. په هغې سند کې یو ځل د فروټییر لین، یو ځل د فرونټییر، څلور خله د بارډر، یو ځل د باونډري لین او یو ځل هم د باونډري کلیمې کارول شوی دي. په سریزې کې هم د سفرز اف انفلوینس کلیمه چې په سیمې کې د نفوذ کولو مانا لري، کارولي ده. زیرکیار وايي چې د برتانوي هند نورو مشرانو په لیکنو کې هم، دې ته ورته (سیمې کې نفوذ) ټکي ډېر کارول شوي دي. د انګرېزانو له هغو ټولو خبرو ښکاره ده چې د هغوی موخه، په سیمې کې د نفوذ کولو پرسر وه، نه د هغو سیمو په برتانوي هند پورې د تړلو. له دې خبرو داسې مانا اخیستل کیږي چې د دغو سیمو اړوندتوب په افغانستان پورې پرځای پاتې وه. ۴- د امیر له خوا د سند ترلاسلیک کولو وروسته، سمدستي د افغانستان خلکو د سند پر وړاندې سخت غبرګونونه وښودل. هغه غبرګونونه پخپله د دې دلیل دی چې د افغانانو لپاره هغه سند د منلو نه وه. افغان جرمن انلاین سایټ، د جانباز دري له ژباړې څخه.
هو! ډیورنډ او ورسره پلاوي ته د امیر خبره پرځای وه، ځکه هغه د افغانانو په دې خصوصیت پوهیده چې هغوی پرخپلې خاورې باندې بهرنیان نشي زغملی. لکه چې وویل شول، د افغانانواو په خاصه توګه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو، د انګرېزانو له هند نیمې وچې تروتلو وخته (۱۹۴۷م کال) پورې مودې کې، همیشه د سر درد جوړکړی وه.
بهرنیو سیاتوالو هم د افغانانو دا خصوصیات چې پرخپلې خاورې باندې، د بهرنیانو په زور ژوند کول نشي زعملی، درک کړي وو. له همدې کبله وه چې یو وختې شوروي او جرمني واکمنو داسې هڅې پیل کړې چې ډیورنډ کرښې سره پرتو افغانانوته وسلې او نورې مرستې ورسوي او هغوی د انګرېزانو ضد جګړو لپاره سمبال کړي.
له هند څخه د برتانویانو وتلو پرمهال، افغان واکمنو د خپلې خاورې او ولسونو بېرته یو ځای کولو غږونه د انګرېزانو او نړیوالو غوږونوته ورسول. خو څرنګه چې زورور انګلیس د پاکستان له جوړولو څخه ژورې او د اوږدې مودې موخې لرلې، نو د غریب افغانستان آواز چا ونه اوریده.
د ډیورنډ کرښې هغه خوا پښتنو او بلوڅو په نوم اداره:
د ډیورنډ کرښې په نوم د سند له لاسلیک څخه د مخه وختونه، د دې سیمو خلکو د ښه اداره کولو، ژوند ښه والي او سیاسي پوهې لوړتیا په موخو اداره، ان د امیر شېرعلي خان پادشاهۍ پروخت کابل کې جوړه شوي وه. د امیر عبدالرحمن پادشاهۍ پروخت هم، همغه ډول یوه اداره جوړه شوله، خو دندې یې یو څه متفاوتې وې. په ۱۳۰۰ هش (۱۹۲۱م) کال د امیر امان الله خان له لوریه، د صدارت چوکاټ قلم مخصوص دفترکې یوه څانګه، د ډیورنډ کرښې بلې غاړې پښتنو او بلوڅو د سیاسي بیدارۍ لپاره جوړه او پرانیستل شوه. هغه څانګه په ۱۳۱۱ هش (۱۹۳۰م) کال، همغه د صدارت په چوکاټ کې پرعمومي مستقل مدیریت واړول شوله. د وخت واکمنو په ۱۳۲۶ هش (۱۹۴۷م) کال هغه عمومي مدیریت، په عمومي ریاست واړولو. د ۱۳۳۲ هش کال تلې (۱۹۵۳م کال سپټمبر) میاشتې کې د قبایلو ریاست، په داسې مستقل لوی ریاست واړول شو چې رئیس یې د کابینې غړیتوب درلود. د ۱۳۵۲ هش کال چنګاښ میاشتې ۲۶(۱۹۷۳م کال جولای میاشتې ۱۶) نیټې وروسته چې هېواد کې جمهوري نظام منځته راغلو، د قبایلو مستقل لوی ریاست د قبایلو او سرحدونو چارو په وزارت واړول شو.
د ۱۹۴۷م کال جولای میاشتې په ۲۶ نېټې د وخت دولت لویه جرګه جوړه کړه. په هغې جرګې کې د هېواد ټولو قومونو مشرانو د انګرېزي استعمار ټول ظالمانه «تړونونه» او ژمنې اخیستنې لغو اعلان کړې.
لکه چې د مخه اشاره وشوه، د وخت واکمنو د قبایلو مدیریت په همغې کال پر ریاست واړولو چې انګېزانو د هندوستان ترڅنګ د پاکستان په نوم دولت له جوړولو څخه ملاتړ وکړو.
په ۱۳۳۲ هش (۱۹۵۴م) کال چې سردار محمد داؤد د افغانستان پادشاه له خوا صدراعظم ونومول شو، هغه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورغی او خپله خط مشي (تګلاره) یې د جرګې ګډون کوونکو ته واوروله. د داؤد خان د هغې بیانیې د منځ زړی د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې د پښتنو او بلوڅو د آزاد سرنوشت تاکلو موضوع وه. د داؤد خان هغه ټوله خط مشي، د ولسي جرګې له لوریه بشپړه ومنل او تصویب شوه. له هغه وخت وروسته، د پښتنو او بلوڅو د آزاد شرنوشت ټاکلو موضوع د ولسي جرګو، مشرانو جرګو او لویو جرګو د چارو مرکزي ټکی وګرځید. همدا ډول، د افغانستان دولتي مشرانو به چې د نورو دولتونو له مشرانو سره لیده – کته لرل، هڅې یې کولې چې له هغوی سره د ګډو اعلامیو په خپرولو کې، د کرښې د بلې غاړې پښتنو او بلوڅو د آزاد سرنوشت ټاکلو ټکي راولي. د داؤد خان د جمهوري ریاست وخت ترپایه پورې، دې موضوع د افغانستان دولت بهرني سیاست په چاروکې خاص او غوره ځای درلود.
د افغانستان دولت هغه لوی ریاست (وروسته وزارت) په دې موخې جوړ کړو چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ښتنو او بلوڅو سره ژورې اړیکې وساتي او هغوی د پاکستان دولت غېږې ته ونه لویږي. د افغانستان دولت د کرښې بلې غاړې تنکیو ځوانانو لپاره، د خوشحال خان په نوم یو ښوونځی هم جوړ کړو چې یو ګڼ شمېر ځوانان په افغاني ملي روحیه پکښې وروزل شول. خو څرنګه چې د پاکستان دولتي مشرتابه ته د انګرېزانو وختونو تجربې مخته پرتې وې او له دې خبر وو چې د دې سیمو خلکو پورې د سیمې دولتونو پایښت تړلی دی، نو د پاکستان دولت هم د جوړیدو له نېټې، د دې سیمو خلکو کې د نفوذ کولو هڅې او هاندونه په چټکۍ سره پیل کړل. د پاکستان دولت، د دې سیمو مشرانو ته تنخواګانې او پرمټ پیل کړل او نور ډول ډول امتیازونه یې د دوی د روحیاتو او دودونو مطابق، د بډو په ډول ورته ومنل. د بېلګې په توګه سړک، ښوونځي او کلنیکونه نه درجوړه وو. هغه سړکونه چې پخوا ستاسو سیمو کې جوړ دي، که له هغو د باندې تاسې خپل منځکې مرګ او ژوبله وکړئ، دولت پرتاسو غرض نلري او دې ته ورته نور مضر څه.
پاس خبرې، لاندې داسې خلاصه کوو:
۱) امیر عبدالرحمن ونه غوښتل او یا یې جرأت ونکړو چې د ډیورنډ سره لاسلیک کړی سند لويې جرګې ته وړاندې او د جرګې هوکړه پرې واخلي. لکه چې بیان شول، د برتانوي هند نوي مشرتابه او لندن هم د ډیورنډ پر پرېکړې خوښ نه وو. له دې امله د دوی له لوري هم هغې سند قانوني پړاونه بشبړ نکړل او لندن پارلمان ته وړاندې نکړل شو. انګرېزي لوري، د هغه ټیټ رتبه مامور له هغې سند څخه، یوازې د سیمې په کچه د خپل نفوذ لپاره کار واخیست.
۲) په هغې لاسلیک شوي سند کې، یوازې د څو سیمو نومونه یاد شوي وو، خو د سیمې بشپړه نقشه ورسره مله او لاسلیک شوي نه وه. له هغې نیمګړي سند ښکاره ده چې دوی (امیر او ډیورنډ) یوازې د سیمو ځینو ټکو او دواړو لورو حقونو په اړه، په خبرو کې موافقه سره کړي وه. په بل عبارت، دوی د یو حقوقي تړون پرځای، ژمنې ته اهمیت ورکړی وه.
۳) لاسلیک شوی سند د انګلستان او افغانستان دواړو هېوادونو په خپرونوکې خپور نشو، دا پخپله داسې رسوي چې هغې تش په نوم سند، رسمي او د تړون اهمیت نه درلود.
۴) د ډیورنډ کرښې په نوم چاړه د افغانستان پر بدن راښکل او د افغانستان له وجود څخه په ظالمانه توګه یوه غټه ټوټه خاوره او ولس بېلول، ان له لومړي پیل څخه د ټولو افغانانو له لوریه مردود ګڼل شوي دي. له دې امله، هغې سند اعتبار نه درلود.
۵) د ویانا کنونسیون کې ویل شوۍ دي چې د هیوادونو ترمنځ د تړونو د لاسلیک پرمهال باید، د تړون دواړه لاسلیک کوونکي لوري خپل واک، اختیار او آزاده اراده ولري. هرهغه تړون چې د نړیوالو حقونو پرخلاف وي، هغه که د دغې کنونسیون څخه د مخه هم لاسلیک شوی وي، باطل کڼل کیږي. پس لکه چې د مخه وویل شول، هغه مهال د افغانستان دولت بښپړ مستقل نه وه او پر امیر باندې سند په زور لاسلیک شو.
۶) که د امیر عبدالرحمن او ډیورنډ ترمنځ هغه لاسلیک شوی سند ژمنه یا قول وبولو او یا يې د یوې شېبې لپاره حقوقي سند وګڼو، نو بیا هم هغه سند په دریم دولت (پاکستان) پورې هېڅ اړه نلري.
دلته دې خبرې ته اشاره باید وکړم چې پاکستان له هند سره، د کشمیر پرسر، دوې جګړې وکړې چې په زرونو وګړي پکښې ووژل شول. په کلونو کلونو د دواړو لورو پوځیان د هُمالیا غرونو لوړو سړو څوکو کې شپې سبا کوي. د کشمیر پرسر لانجې له امله، دواړو دولتونوته په نېغه او غیرمستقیمه توګه، په سوونو ملیارده ډالره زیانونه واوښتل. حال دا چې داسې کوم سند هم چې کشمیرد پاکستان خاورې برخه وه، شتون نلري. پاکستان یوازې په دې نوم چې کشمیریان مسلمانان او له دوی سره ګاونډيان دي، نو له دې کبله باید د دوی خاوره او ولس وبلل شي او له همدې امله یې، دا ټولې مرګ – ژوبلې، سختۍ او زیانونه پر اوږو یووړل او وړي یې. خو زموږ یو کوچنی شمېر «سیاسي سوداګر افغانان»، د هغې افغانستان چې پنځه زره کلن تاریخ لري، د خاورې پر یوې پراخې برخې د معاملې کولو سندرې وايي.
زه دغو کوچني شمېرګډبه افغانانو او د پاکستان هغو واکمنو ته چې د افغانانو پرحق یې خېټه اچولي، یوازې دومره یادونه کوم چې ټول افغانان به، هغوی که د ډیورنډ کرښې یوې یا بلې غاړې ته پرته دي، خامخه داسې څپانده جذبات، قوت او زور پیدا کوي چې خپل مسلم حق لاس ته راوړي. دوی به خپله خاوره او خپل خلک، حتمأ بېرته خپل څنګ او غېږې ته راولي، ولو که نور ډېر کلونه هم پرې واوړي.


سورګل ژمن تڼی