د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامی امت د خلاصون هلې ځلې

صدیق الله فدایي 28.11.2014 13:19

نن ورځ موږ ګورو چې اسلامي هیوادونه د لویو خطرونو سره مخامخ دي. له سودان نه نیولې تر کراچې پورې په ټولو اسلامي هیوادونو کې امن نشته، په زرګونو مسلمانان په بی ګناه توګه وژل کیږي او د مصر نه نیولې تر پاکستانه پورې مسلمان ځوانان له محکمې پرته په زندانونو کې ورځې شپې تیروی. عراق، افغانستان، پاکستان، سوریه، مصر او لیبیا د جګړې په اور کې سوځي او ورو ورو دغه بې امني نورو اسلامی هیوادونو ته لاره مومي.
کله چې روسانو په افغانستان برید وکړ نو امریکاییانو په دې نامه چې اسلام په خطر کې دی په ملیاردونو ډالر په افغانستان کې مصرف کړل. د جیمی کارتر امنیتی سلاکار پولینډی الاصله بریژینسکي لندی کوتل یا لواړګې ته راغی او د هغه ځای نه یې د مسکو په لوري د کلاشنیکوف ډز وکړ. وروسته له دې سړه جګړه خپل اوج ته ورسیده او د پاکستان خواته امریکایي پیسې، ستینګر راکټونه او د پطرولو د شیخانو لاس خلاص سخاوتونه پیل شول. انورالالسادات په مصر کې د خپلو وسلو ګودامونه د مجاهدینو په مخ خلاص کړل. په دې وخت کې د نړۍ د مسلمانانو او امریکې تر منځ د شوروي اتحاد پر ضد یو نړیوال ايیتلاف رامنځته شو. په دې جګړه کې دوه ملیونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونه معیوبین موږ ته په میراث راپاتې شول. په ۱۹۸۹ زیږدیز کال شورویان له افغانستان نه ووتل، د برلین دیوالونه ړنګ شول، ختیځه اروپا د شوروي له نفوذ نه آزاده شوه او امریکاییان د نړیوالو سیاسي سیالیو بریالي اتلان شول. په هغه وخت کې ځینو اسلامي کړیو تبلیغات کول چې امریکاییان اهل کتاب دي او د شوروی اتیستی کفري رژیم پر ضد باید له دوی سره اتحاد وشي. د سړې جګړې په دغه تاوده حالت کې امریکاییان وتوانیدل چې حتی په غیر مستقیمه توګه د شورویانو پر ضد د چین ملاتړ ترلاسه کړی. وروسته تر دې چې شوروي اتحاد ړنګ شو نو امریکه د نړۍ ملکه شوه او دا حق یې ځانته ورکړ چې د نړۍ د پولیس او ژاندارم په توګه هر هیواد ته ورداخله او هلته خپل لاس پوڅي حکومتونه قدرت ته ورسوي. په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې په بغداد کې د امریکې سفیرې صدام حسین ته شین څراغ ورښکاره کړ چې په کویټ برید وکړي. د همدې کال په اوړي کې صدام وکړای شول چې په ډیر لنډ وخت کې کویټ تر خپل تسلط لاندې راولي. په دې جګړه کې امریکاییانو صدام حسین ته یو تلک ایښی وو چې تر دې برید وروسته په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې خپل پروګرامونه عملي کړي. په عین وخت کې د لویدیځ وسله تولیدوونکو او خرڅوونکو سوداګرو د ځان له پاره دا موخه وټاکله چې د شوروي اتحاد په عوض له اسلام نه یو ببو جوړ کړي او غربي حکومتونه په دې وډار کړی چې که چیرې دوی امنیتی او صنعتي وسلې له دوی نه وانخلي نو دوی به د اسلامي اورپکو له خطر سره مخامخ شي. دسپتامبر له یوولسمې نه وروسته د وسلو دغه بازار نور هم پسې تود شو. او غربي کمپینیو په ملیاردونو ډالرو وسلې په عراق، افغانستان، سعودی عربستان، عربی اماراتو، بحرین، پاکستان، یمن او مصر باندې خرڅې کړې.د هر هیواد په هوایي ډګرونو کې امنیتي کمرې نصب شوې او حتي په شخصي کورونو کې د وسلې د لټون آلې ځای پرځای شوې. اوس که تاریخ ته نظر وکړو چې د امریکې اشغال او پوځي بریدونو او یا د رژیمونو بدلولو کوم مثبت بدلون راووست، په لاندې ډول یې څیړلی شو:
که د صدام حسین او معمرالقذافي په وخت کې سلګونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، لیکن د امریکې تر مداخلې وروسته او د امریکې تر حاکمیت لاندې دغه شمیر په میاشت کې زرګونو تنو ته ورسید. له بلې خوا دغو په اصطلاح دیکتاتورانو د پراخو پانګو په درلودلو سره ونشوکړای د امریکې ضد مقاومت ته وسلې ورسوي. په پای کې دوی خپل سرونه هم وخوړل او هغه پانګې چې دوي په لویدیځ کې، د سویس په بانکونو کې زیرمه کړې وې هم د لویديځ حکومتونو ته ورپاتې شوې چې اوس کولای شي  د اسلامي امت په پانګه د اسلام په ټکولو کې ترې استفاده وکړي. د سپتامبر له یوولسمې نه وروسته په زرګونو ځوانان په امریکايی محبسونو کې بند ته واچول شول. دغه وحشی زندانونه چې د بشری حقونو حتی ابتدایی پرنسیبونه پکې تر پښو لاندې شول، د ابوغریب، ګوانتانامو او بګرام محبسونه دي. امریکاییانو له بخارست نه نیولې تر قاهرې پورې، له بغداد نه تر قندهاره او کراچې پورې او په مختلفو نورو هیوادونو کې شخصي محبسونه جوړ کړل چې هلته نه څارنوال موجود وو او نه قاضی، نه مدافع وکیل او نه کوم شاهد. د زندان مشر هلته هم د اعدام حکم کولای شو او هم د خلاصون. په عین وخت کې په نړۍ کې داسې قوت نه وو چې د بشر د حقونو د دې مدافعینو په بشري سرغړونو نیوکه وکړی، مسکو، پیکنګ او نوي ډیلي هم خپلو خولو ته قفل واچاوه او د اعتراض هیڅ غږ یې پورته نه کړ. یوازې د کیوبا پخواني جمهور ریس فیدل کاسترو په کیوبا کې د امریکې سفارت ته مخامخ ځینی احتجاجي پوسترونه نصب کړي وو. دغه پوسترونه ما په خپله چې کله په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې کیوبا ته تللی وم په خپلو سترګو ولیدل. په خپله امریکا کې هم د دې محبسونو پر ضد ځیني اعتراضونه وشول او دغه اعتراضونه د دې سبب شول چې د امریکې جمهور ریس بارک اوباما په خپل انتخاباتی کمپاین کې څرګنده کړي چې کله دی قدرت ته ورسیږي نو د ګوانتانامو زندان به وتړي. له دې وعدې شپږ کاله تیر شول خو د امریکې جمهور ریس په دې نه دی توانیدلی چې دغه زندان وتړي. د امریکې جمهور ریس کولای شي چې په زرګونه عسکر عراق، افغانستان، سوریې، لیبیا او نورو ځایونو ته ولیږي، په ملیاردونو بودجه د امریکې د سیاستونو له پاره ځانګړې کړي خو په دې نه توانیږي چې د ګوانتامو په ټاپو کې دغه وړوکی زندان وتړي. دلته پوښتنه پیدا کیږي چې آيا په امریکې کې پریکړې منتخب جمهور ریس کوی که کومې نورې کړۍ چې اختیارات یې تر جمهور ریس هم زیات دی؟
اوس به دې ته راشو چې آیا یو نړیوال قدرت لکه امریکا د ولسونو په ګټه دی او که په ضرر. زه فکر کوم چې نړۍ مختلفو قطبونو ته اړتیا لري. ځکه کله چې د یو قوت باداري واوسي نو هغه قوت به هیڅوخت نړیوالو او بشري قوانینو ته د درناوي سر ټيټ نه کړي. اوس که موږ غواړو چې اسلامي ټولنه د یکه تازې امریکې له غلامۍ نه خلاصه شي، نو په دې باندې باید فکر وکړو چې آیا په اسلامي هیوادونو کې بیرته د یو امنيتي نظم د راوستلو له پاره اسلامي نهضتونه او ولسونه د مشترکو ګډو ګټو د خوندي کولو له پاره په یو ائتلاف کې سره راټولیدلای شي او که نه.  زه فکر کوم که نړۍ غواړي چې د امن فضا بیرته رامنځته کړي، جګړې ختمې شي او نړۍ ته بیرته سوله راوګرځي نو د یوه نړیوال ګډ ائتلاف اړتیا موجوده ده. دلته دا پوښتنه مطرح کیږي چې آيا اسلامي هیوادونه د دې وړتیا او د نظر پراخوالی لري، په یوه نړیوال ائتلاف کې چې هغه د بقا او وجود ائتلاف دی سره راټول شي؟ او آیا هغه نړیوال قوتونه چې پیسې، امکانات او نور مادي توانونه لري دې ته به حاضر شي چې په دې ائتلاف کې ور ګډ شی؟ زه فکر کوم که منطقوي قوتونه دغه نقش و نه لوبوي دوی به هم د قذافی او صدام په سرنوشت اخته شي.

http://www.youtube.com/user/SidigullahFadai/videos