د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان پوهنتونونه او د کتاب او کوریکولم ستونزه

محمد عارف رسولي 26.11.2014 19:56

لیکواله: کریستینه رورز

ژباړونکئ : محمد عارف رسولي

سریزه

د دې ژباړې موخه داده چې زموږ ګران هیوادوال، اړین پریکړه کوونکوي، ګران ځوانان په هیواد کې د لوړو زده کړو ستونزې له ستونزو ښه خبر شي، ورباندې فکر وکړي، لمړيتوبونه وټاکي او که ممکنه د حل لارې ورته و مومي.  

د درسي کتاب د نشتون او د سیي کریکولم نشتون ستونزه

د افغان پوهنتونونو زده کړیال تراوسه هم سم درسي کتابونه نلري. دهغوي استاذان ورته هغه په نامه د څپرکو کاپۍ یا د لکچرنوټونو او کتابونو څخه اخیستل شوې برخې ورکوي چې ډېرئ یې زیات وختونه د وخته تیر او زاړه وي. له بلې خوا، کتابتونونه، د بودجې له کموالي سره مخ دي او دهغو بخشش شوو کتابونو د غورځولو ځای دي چې تر ډېره له اړتیاوو سره سم ندي او د کوریکولم یا د درسي پروګرام له محتویاتو سره سمون نه خوري. ولې دا تراوسه داسې ده، ۱۳ کاله وشول چې په یوه سکتور کې مرسته شوې چې ښوونه او لوړې زده کړې یې یوه د بریالیتوب کیسه بللئ؟ کرستینه رورز د زده کړې او ښوونې د زیرمو په وړاندې درئ مهم خنډونه ارزوي او تشریح کوي چې څنګه دا له نورو مسئلو سره اړیکه لري: د کوریکولم اصلاح، بودجه او د مکتب د لمړنیو او ثانوي دورو له سکتور سره نه همغږي. دا هغه وړاندیزونه چې استاذانو او مشاورینو یې سپارښتنه کړې وه معرفي کوي چې په پایله کې به زده کړیالانو ته مناسب درسي کتابونه ورسوي. هغه وایي، په خواشینۍ سره داسې معلومیږي چې نه د لوړو زده کړو راتلونکي پنځه کلن پلان او نه په سکتور کې غټو مرسته کوونکو دا بیړنئ حالت درک کړئ وي.

دا درسي کتابونه یوه نښه ده چې تراوسه د افغانستان په لوړو زده کړو کې څه نا سم او غلط دي. په داسې حال کې چې زده کړیالان (محصلین) د نورو هیوادونو د پوهنتونونو په ساحو کې له درسي موادو ډکو غټو بکسونو سره ګرځي، خو په افغانستان کې بیا زده کړیالان له یوې نرۍ  پلاستیکي کڅوړې سره چې یو څو کاپي شوي مخونه پکې وي زیات څه له ځان سره نلري. د حیرانتیا ځای نه دئ: په دې موادو کې ډېر داسې څه نشته چې ورڅخه زده کړه وشي – ۱۳ کاله په داسې یوه پانګونه تیر شوي چې ښوونه اوروزنه او لوړې زده کړې یې د پرمختیایي هڅو د بریالیتوب کیسه بللې ده.

یو څو غیر پلان شوې مصاحبې د کابل پوهنتون له زده کړیالانو سره د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په میاشت کې:

تمیم د اقتصاد د پوهنځۍ په دوهم سمستر کې دئ او زرده چې  مکرو اکانومیکس (عمومي اقتصاد) لکچر ته لاړ شي. دئ وايي، له هغه سره یو پلاستیکي کڅوړه ده او په هغه کې د ۲۰ مخونو کاپي شوې وړوکئ کتابګوټئ دئ چې وزارت ورته کاپي کړئ دئ چې د اقتصاد د اساساتو په هکله دئ. په دغه نوټ کې د کورس په اړوند د نورو درسي موخذونواو سپارښتنو څرک نه لګي. “        موږ دا مخونه وایو، موږ پوهیږو چې په څه باندې باید پوه شو”
محمد رسول ریاضیات وایي. هغه د انټرنټ کفې ته چې د پوهنتون له ساحې بهر ده ځي چې که په انټرنټ کې انلاین د احصایي ( ستاتیسکس) په مسئلو کې د ګرافونو کارولو په هکله څه ومومي. رسول وایي، دیپارتمنت یا شعبه یې د احصایې په هکله دوه عصري کتابونه لري خو دا کتابونه داسې څه نلري چې دئ ورباندې د پوهیدو اړتیا لري.  یو غټ ګروپ د زده کړیالانو له یوه مولف څخه راټول دي او شکایت کوي چې د تحلیلي هندسې، پیچلو ارزونو، تفاضلي معادلو او نورو ډېرو عنوانونو په هکله باندې تازه درسي مواد نشته. یو له دوي وایي، موږ ډېر لایق استادان لرو، خو هغوي موږ ته نوي درسي مواد نشي برابرولئ. دا استاذان وایي چې هغوي کمپیوتر ته لاسرسئ نلري ترڅو نوي او ښه درسي مواد ومومي او یا دهغوي انګلیسي دومره ښه نده چې و یې ژباړي.

نقیب الرحمن د وترنرۍ پوهنځۍ په دوهم سمستر کئ  درس لولي. هغه د پوهنتون د فوتوکاپي د دوکان په مخکې ولاړ دئ، دئ د ۳۰ مخونو نوټ چې استاذ یې د وترنرۍ د طبي ټرمینالوژۍ په هکله ورته برابر کړئ دئ د کاپي کولو غوښتنه کوي. د نوټ وقایه د هغه کتاب یا کتابونو نه ښیي چې دا معلومات ورڅخه اخیستل شوي دي. د کتاب نوم لړ(فهرست) ډېرساده ښکاري، او بیانوي چې په انګلیسي کې د حیواناتو خونه د څه په نامه یادیږي.  نقیب الرحمن وایي چې د هغوي د فاکولتې کتابتون ښه مجهز دئ خو په هغوانګلیسي کتابونو چې دئ نه ورباندې پوهیږي.

ولې د افغانستان د پوهنتونونو زده کړیالان سم درسي کتابونه نلري او له نورو ننګونو سره مخ دي؟

د افغانستان په پوهنتونو کې د نني ښوونیز او درسي خواشینوونکي حالت او مواد لمړئ لامل دا کیدئ شي چې لوړو زده کړو ته وروسته پاملرنه شوي ده. تر ۲۰۱۰ میلادی کاله پورې نه مرسته کوونکو او نه هم د فغانستان دولت په دې ساحه کې کومه دلچسپي درلوده. له بلې خوا د زده کړیالانو شمیر په خورا لوړه کچه پورته تللئ دئ ځکه چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان دولت او مرسته کوونکو دمعارف په لمړنیو او ثانوي دورو ښوونیز سکتور باندې زیات تمرکز کړئ دئ. په ظاهره خو دې یو بریالیتوب ترلاسه کړ خو له لیسو یې دومره کسان فارغ کړل چې په پوهنتونونو کې نه جذبیږي.
اوس، وزارت، ۳۴ دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو عالي موسسې حیران دي چې څنګه دنورو زده کړیالانو لپاره ځای پيدا کړي او دا ځای هیڅ نشته او په ورسره هڅه کوي چې د ستونزو یوه لویه لړۍ اصلاح کړي. دا په ډېرو ولایتونو کې دلوړو زده کړو خراب تاسیسات او زیربناوې، د زده کړو د کیفیت مسئله، د کوریکولم ناتمام اصلاح، د استادانو د ظرفیت او وړتیا لوړول، د ښځو لپاره و لوړو زده کړو ته لاسرسئ، پوهنتونونو ته د داخلیدو د له درغلیو ډک سیستم اصلاح، یا د پوهنتونو اکادیمیکي او مالي ازادي او نور دي.

د حیرانتیا خبره نده چې له دې پورته لیست څخه ځینې شیان غورځول شوي ول ترڅو وروسته یې غم وخوړل شي. د درسي نوو موادو برابرول او ورته لاسرسئ په دې غورځول شوو شیانو کې وو. د درسي کتابونو مرسته وقفه اي، د لږو هڅو لرونکې او ترډېره د داخلي او بهرنیو استادانو د ملګرتیا په صورت تحفه ورکړل شوي دي. دا په خپله مهم کارد ئ خو هیڅکله د ټولو استادانو، د ټول هیواد د مرکزي کتابتونونو لپاره بس ندي او د زده کړیالانو ستونزې د درسي کتاب لپاره خو په ځای پاته دي. نو ځکه څه چې زده کړیالانو ته درس ورکول کیږي چانس ته پریښودل شوې او لږ بریالیتوب هم د زده کړیال په مهارت او د داخلي استادانو په منابعو پورې اړه لري. د دې زړو او له نیټې تیرو نامنظمو درسي موادو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کیږي چې په حیرانوونکي توګه په عین ساحه کې په ملک کې مختلف ډوله زده کړیالان تربیه شي.

د بانک جهاني د هیواد د لوړو زده کړو خلاصه چې مخکې په ۲۰۰۷ کال کې لیکل شوې وه بیانوي چې: د درس ورکولو مواد او پیداګوژیکي میتودونه په ناوړه توګه زاړه دي ..... د اړینو پیداګوژیکي موادو لکه انټرنټ ته لاسرسئ، درسي کتابونو، ژورنالونو او د لابراتراورونو د موادو د رانیولو لپاره مالي زیرمې نشته. اووه کاله وروسته، تراوسه داسې یو څه چې د مطالعې او زده کړې په مرکز کې وي لکه نوي، په سټندرد برابر، د لاسرسي وړ او د پوهیدو وړ درسي مواد نشته دي. دا مسئله د وزارت، پوهنتونونو، همدارنګه مرسته کوونکو لخوا داسې لیدل کیږي چې د وروسته وخت خبره وي او بیا به ورسره ګوري. د اړینو درسي کتابونو دلرلو ستر خنډونه په ځای پاته دي.

لمړئ لمبر خڼد – بودجه نه درلودل
لمړئ شمیره خنډ د بودجې نه لرل دي. د کابل په پوهنتون کې مامورین وايي چې هغوي یوه افغانۍ هم د مرکزي کتابتون لپاره نلري، نه استادان پیسې لري چې د خپل اړتیا وړ واړه کتابتونونه برابر کړي او همدا حالت د ولایتي پوهنتونو لپاره هم رښتیا دئ.

د بودجې په برخه کې یوه وړوکې برخه د کتاب اخیستو لپاره بیله شوې. دا ډېره وړه برخه ده او د هر پوهنتون لپاره یوازې زر ډالره بیل شوي دي تر څو ورباندې کتابونه واخلي. همدارنګه، کومه لایحه نشته چې دا پیسې به په کتاب ولکیږي. هغوي یې په نورو شیانو لګولئ شي لکه قرطاسیه، تختې، او نورو باندې او یایې د نورو شیانو په خرچه ولګوي لکه د برق بیل او نور.

د افغاني پوهنتونونو کتابتونونه ترډېره په تحفو او خوشي ورکړل شوو کتابونو تکیه کوي. لکه یوه ورځ یو کس چې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابخانه کې کار کوي د یو شمیر نووو رارسیدلو کتابونو په هکله چې ۲۵۰ جلده وو او د ځینو سفارتونو په واسطه تحفه ورکړل شوي وو خو دې کارمند وویل چې یو یې هم په در نخوري.  لمړئ کتاب یوه ایراني ترجمه وه چې موضوع یې د خپل ماشوم د طبیعي نبوغ راویښول وو، یو کتاب چې د ارواپوهنې شعبې ته باید واستول شي خو ښه به وي چې له خپل ځان سره د مرستې د زړو کتابونو څانګې ته واستول شي. یو بل کتاب بیا د ټولنیز اقتصاد کتاب وو چې له یوه ُمهر څخه یې ښکاریدل چې د جرمني د کومې کتابخانې څخه غوړځول شوئ کتاب وو. دا د تجارتي قانون دریم ټوک کتاب وه او دوه نوره ټوکه یې له جرمني څخه افغانستان په سفر کې ورک شوي ول.   

دا د بې پلان شوو تحفه ورکړ شوو کتابونو لرونکې کتابتونونه د زده کړیالانو لپاره بې ګټې او بې معنا دي ځکه دهغوي د استادانو له لکچرونو او دهغو ازموینو سره اړخ نه لګوي چې هغوي د سمستر په پای کې ورسره مخ وي.

د مرکزي کتابتون مرستیال په لنډه کې داسې وایي: موږ پوره کتابونه نلرو. موږ د نوو کتابونو پوره کاپۍ نلرو. موږ په پښتو او دري پوره کتابونه نلرو او زموږ زده کړیالان په هغو ځینو کتابونو چې موږ یې په انګلیسي کې لرو ښه نه پوهیږي.

لږ ترلږه کتابتونونه په حقیقت کې دکاپي کولو په دکانونو بدل شوي دي. په دې ځای کې استادان او زده کړیالان هغه په نامه چپترونه (څپرکي) دلته جمع کوي. دا فوتوکاپي ګانې تراوسه ترډېره یا بیخي په لاس لیکل شوي نوټونه دي چې زده کړیالان باید ورسره کار وکړي. دوي باید هغه په اصطلاح په لفظي توګه له یاده زده کړي چې یو زوړ میتود دئ خو له بده مرغه تراوسه د افغانستان په پوهنتونونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او که څه هم ځینې ځوان استادان اوس دا طریقه په کراره کراره پریږدي.

نور بیا......

دیوه سرلوړي، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله