د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولس بايد خپل سر په خپله وساتي

محمدکريم نور 26.11.2014 10:47

په پکتيا کې د واليبال په لوبغالي کې د ځانبمي چاودنه يوازې د ملکي وګړو وژل نه دي، بلکې په ټوله کې د طالبانو اصلي څېره، موخه او د اسلام په نامه د دوی ځناورو ترهګري او د ککريو تجارت زبادوي .

ځانبمي تر شپېتو څخه ډېر کسان په شهادت ورسول او په لسګونو نور يې سخت ټپيان کړي دي چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ګڼل شوی دی . په دومره شهيدانو کې نه کوم دولتي کارمن شتون درلود او نه هم کوم بهرنی سرتېری چې د ځانبمي لامل ګرځېدلی وای . دا چې د ده مفتيان او باداران به دغه وحشت په کوم دليل روا ګڼي، يوازې دوی خوراج او داسې کسان به پرې پوهېږي چې د ابولهب په څېر د اسلام، انسانيت او انساني کرامت غليمان وي . حيرانوونکې لا دا ده چې د پېښې له ځای څخه لمبې او دودونه پورته کېدل، خو طالب خوراجو د وژل شويو کسانو نومونه په فېسبوک کې خپاره کړل .

دا چې دا لمړی وحشت نه ، بلکې د طالب د وحشتونو د لړيو يوه وړه پېښه ده، بايد هر افغان او مسلمان پوه شي چي دا د جهاد ټيکه داران يوازې او يوازې سړيخواره، د پنجاب غلامان، د اسلام ، انسانيت، سولې او افغانانو غليمان دي او بس . دغه ځناورو ترهګرو کړيو ته نور د جهاد او مجاهد نوم اخيستل په خپله له اسلام او زموږ له مظلوم ولس سره خيانت دی .

دردېدلی ولس د طالب له وحشتونو څخه د خلاصون نارې وهي، خو په خپله هېڅ هم نه کوي . د افغان دولت کمزورۍ ته پام سره بايد په ډاګه شي چې د طالب سړېخورو او د دوی د پنجابي، ايراني او غربي مرستندويانو وحشت ته افغان دولت په يوازې سر ځواب نشي ويلای . دولت له ولسي وګړو جوړېږي، ولس د دولت بنسټ جوړوي . له همدې امله بايد ولس په هر ځای کې خپله هڅه وکړي تر څو د خپل ناموس، سر او هېواد دفاع وکړي .

دا چې د سولې او پخلاينې بې دريغه هڅې وشوي، د پنجاب، ايران او غربي يرغلګرو اصلې څېرې ټول ولس ته مالومې شوې، د جهاد د ټيکه دارانو ماسکونه ولوېدل، نور نو د جهاد په نامه د ولس قتلول جرم دی، او د سولې راوستلو تمه له ګاونډيو او غربيانو څخه يوه لويه بې عقلې زباد شوه، بايد افغان ولس نور خپل برخليک په خپل لاس کې واخلي . له همدې امله بايد ولس په هر ځای کې چې وي تر هر څه لمړی د طالب ترهګرو او د دوی د مرستندويو پر ضد ولسي پاڅونونه وکړي تر څو نه يوازې د بهرنيو، بلکې د کورنيو ترهګرو وحشتونو ته د پای ټکی کېږدي .