د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې ستونزې او د حل لارې

صحراني ګل آشنا 25.11.2014 19:24

بشري نړۍ له نارينه او ښځينه انسانانو څخه سرچينه نيولې چې د کورنۍ ژوند په پيلولو سره يې کلي ، قبيله ،ټولنه او ولس تشکيل کړې دي، چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د مبین دین په لارښونه او په غیري اسلامي هېوادونو کې د هغوي د خپل کلتور او منسوح شوي دین په لارښود سره د خپلوۍ او دوستۍ اړیکي او داسې نورې ګڼې رشتې رامينځته کړي دي.ديو نارينه انسان په څېر ښځو ته هم دنياوي او اوخروي مسؤليتونه متوجه دي او مکلف دي چې د دنيا د ژوندانه په شېبو کې هلې ځلې وکړياو د دنيا او اخرت سعادت ،نېکمرغي ،برياوې ،هوسا ژوند او وياړمنې شی، ددې لپاره ترټولو لومړي او اړينه وسيله علم او عرفان دي، چې په لاس ته راوړلو یې انسان له جهل څخه راوتلای شي، همدا د بې سوادۍ لاملونه دې چې اکثره ټولنې او نژادونه یې د بد بختۍ سره مخ کړي دی، د سید جمال الدین افغان وینا ده چې که نارینه زده کړي ونه کړي نو یو انسان بې زده کړو پاتې کېږي او که یوه ښځه علم او پوهه لاس ته را نه وړې نو یوه کورنۍ به بې سواده پاتې شي، نو همدا لامل دی چې د ټولنې د اوسنۍ اړتیاو په نظر کې نیولو سره لازمه ده چې هره ښځه باید زده کړې وکړي.
دافغانستان اوسني او تېرو لسیزو ناخوالو د هيواد د هر وکړي د زده کړي د چارو مخه ډب کړې بلکې ښځينه طبقې ته یې زیات زیان واړولو چې تر ټولو لويه ستونزه يې د زده کړو ترلاسه کولو په وړاندې ستونزې او خنډونه دې، ښځينه قشر يې زيات ځپلي او د بې سوادۍ د سرنوشت سره يې لاس او ګريوان چې زیات اثر یې په ټولنه او کورنیو باندې پرېوتی دی، دلته یې دانجونو دزده کړې پروړاندې خنډونو ته یوه لنډ کتنه کوو.
د ښځو د زده کړې پر وړاندېستونزې
• امنیتي ستونزې
د څو لسيزو راهسې افغانستان د ډېرو داخلي او بهرني عواملو په اساس د بې امنۍ په جال کې راګیر دی او نا امني اوس هم روانه ده، چې له امله يې د ژوند ټولې برخې ټکنۍ دي،خو ترټولو مهمه ستونزه بې امنیتي ده چې د هېوادوالو هوساينې ،سوکالۍ ،ارامتيا او پرمختګ په وړاندې یې زیات خنډونه را زیږولي دي. دغه بې امنیتي چې د ژوند په ټولو خواو یې اغیز ښندلی خو د زده کړې په بهیر کې یې زیاته اغیزه د انجونو په تعلیم باندې اچولې ده چې د انجونو د بې سوادۍ لامل شوی دی، تر ټول غوره مثال یې د انجونو پر مخونو باندې د تیزاب شیندل یا پاشل دي د ښوونځیو ته دانجونو د تللو مخه نیولي ده.


• اقتصادي ستونزې
څنګه چې په مخکې د امیني ستونزې څخه یادونه وشوه همدې امنیت په اقتصاد هم اغیز کړی دی، د هېواد اقتصاد مو په خارجی مرستو ولاړ دی نو د هرې کورنۍد اقتصادي کمزورۍ له امله والدين نشي کولي چې د اولاد لګښتونه پوره کړي، نو زياتره بچيان يې د تعليم پر ځای درانده او شاقه کارونه کوي او انجونو ترڅنګ هلکان هم د زده کړې څخه بې برخې دي، چې د زده کړو څخه بې برخې وې، او هغه کورنۍ چې اقتصاد نیم ژاندی دی هغوی بیا یواځي په هلکانو باندې زده کړي کوي چې بیا هم انجوني له زده کړو څخه بې برخي دي. ځینې کورنۍ ښه پیاوړی اقتصاد لري مګر د ښځو تعلیم ورته بې معنی ښکار او وایې ښځه د پردي کور ده.
• کلتوري ستونزې
په اکثره پښتنو سیمو او د بې سوادۍ له امله زیات خلک خپلې لوڼې ښوونځي ته لیږل شرم بولې او داهم بهانه کوي چې هلکان ښوونځی وایې انجونو ته اړتیا نشته، دا ډول خلک د خپل کهول او خپلوانو له پېغور څخه ډار او ویره لري، ددې ترڅنګ زیات داسې بهرنې عوامل هم شته چې د خلکو په زړونو کې یې له ښوونځي څخه کرکه پیدا کړې ده. لکه په اطرافي سیمو کې د ښوونځی څخه د یوې نمې نجلۍ بد نامه کيدل، په اقلیت برخه کې په اخلاقي فساد اخته کېدل، د کور ټلیفون په ناسمه توګه کارول او په بعضي سیمو کې دهلکانو لخوا ازار ورکول دي.
• اجتماعي ستونزې
ټولنېز ژوند باندې بیا هم اقتصاد او بې سوادۍ زیات اغیز کړی دی، چې ښځينه طبقي ته پکې یاخو خپل حق نه ورکول کیږي، چا یواځې د کور پورې محدوده کړي، څوک یې بیا ذلیله طبقه بولې، ځېني بیا په کورکې د لور پیدا کیدل شرم بولې او چا ورته د انسانیت نظر هم کړی.تر دې حد که کومه ښځه د حق د غوښتلو اقدام هم وکړي هغې ته له نورو ښځو لخوا سپین سترګې او بې شرمه هم ویل کیږي ؛ نو همدا لاملونه دې چې زیاتره اندازه ښځې د د ټولنیز ژوند له حقه محرومې دي، چې په همدې ټولنیزو حقونو کې دهغوي د زده کړي حق هم تر پښو لاندې شوی دی.
• د ښځو پر وړاندې د اسلامي زده کړو ناسم پوهاوی.
هغه خلک چې علم او پوهه نه لري هغوی د انجونو تعلیم ته په ښه سترګه نه ګورې او وایې چې اسلام نجونو ته د زده کړې اجازه نده ورکړې نو ښځې بايد درس ونه واي او په کورونو کې کيني د کور کارونه سرته ورسوي تعليم ورله ضرور ندی، نو که له اسلام څخه خبر شي په قران کې د ښځو د ژوند او حق په سورت النساء کې په پوره تفصیل سره بیان شوی دی، ښځې د سړیو لپاره د (قوامون) په کلمه کې پایګا بللی دی او په ښځې د سړیو لپار لباسونه او سړی د ښځو لپاره لباس ‌ذکر شوي دي.
• محيطي ستونزې
په ټولنه کې د تهذیب د ناسمې کارونې له امله یواه اندازه پوه او د علم خاوندان د ښځو د زړه کړې پروړاندې خپله ستونزې دي، په ښوونځیو کې د ځېنو ښوونکو غیرې اخلاق چلند، د انجو څخه د ناسمو اړیکو غوښتنې لکه په پوهنتونونو او دارالمعلیمینونو کې د انجو قصدې ناکامې، یا د اجبارې واده غوښتنه او د هلکانو لخوا ازارول دي. په زیاته اندازه داسې ښوونځي هم شته چې د هغوی موجده شرایط اوسر پنا او احاطي د دیوالونو نشتوالی دی چې انجونې نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي.
• د والدينو له لورې مخه نيول
اکثره والدين بې سيواده وي دوۍ د تعليم په ګټه نه پوهيږي په ژوند کې د تغير احساس نه لري،همداډول د خپل اولاد لپاره په راتلونکي کې سمه برنامه ريزي نشي کولي دې ته يې پام نه وي چې زما اولاد به د تعليم په وجه د عزت والا وي،که زده کړې وکړي نوژوند به يې د درناوي وړ او سوکاله وي، بې سواده خلک اکثریت د مادې ګټې په لټه کې وې او هغه چې په چاپریال کې د تعلیم یافته خلکو د زده کړو محصول له مادې نظره منفي وي نو د خپل اولادنو راتلونکي هم ورته منفي ښکارې، همدا د دولت لخوا دبې کارۍ لامل دی چې په بې سوادۍ یې یوه انداره منفي اغیز کړی دی.
• د مکاتبو نه شتون
لومړي خو دخرابې اوضاع له امله دولت ددې توان نه لري چې په هره سيمه کې جلا د نجونو ښوونځي جوړ او ښځينه ښوونکي پکې وګماري،خو که کوم ځاې کې د نجونو مکتب شتون ولري او دخلکو توقع ور څخه کېږي په هغه اندازه دولت ورته لاس رسی نه لري، او د کیفیت له مخې هم په پوره اندازه څه چې په هېڅ حساب دي. او هغه کيفيتي زده کړې پکې نشته کومې چې مطلوب دي.
• ښځينه ښوونکو نه شتون
ښځينه ښوونکې د زده کړنيزو مرکزونو لاسته راوړنه ده کله چې په يوه سيمه کې د نجونو ښوونځي نه وي نو هلته ښوونکې نه فارغيږي او د بې امنۍ، ضعيف امکاناتو له امله د بلې سيمې نه کومه ښځينه ښوونکې هم راتلو ته زړه نه ښه کوي ، پدې ستونزمنو شرائطو کې ښوونکي ځان مصؤن نه ګڼي او زده کونکي د نارينه ښوونکو نه د خطر احساس کوي، په ځېنو ځایونو کیداشي دښځينه ښوونکو نشتون یوه بهانه وي ځکه ښه مثال په ښوونځيو کې د بیسکټ او غوړو ویشل و چې په ښوونځيو کې د نجونو دشمولیت اندازه لوړه وه.
• د ادارې او استادانو نه پاملرنه
په دولتي چو کاټ د نجونو ښوونیز بهیر هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوي، هغه استادان چې هیڅ مسلکي زده کړې نه لرې او یا یې عمرونه زیات دې د نجونو ښوونځيو ته معرفی کيږي ښوونکي او اداره هم د نجونو د زده کړې لپاره سم پلان نه لري او نه يې د نجونو تعليم لپاره خپل رول په کار اچولي دي ،دمکتب اداره بايد په ټولنه کې د ښځينه زده کونکو نه د دفاع په موخه خپل رسالت او مسؤليت سرته ورسوي، د ټولنې او والدينو منفي ذهنيتونو درملنه وکړي.
• لازمو اسانتیاو کمښت
د نجونو زده کړييز نظام په وړاندې يو خنډ لازمو اسانتیاو کمښت دی، چې له امله يې تل د نجونو څخه زده کړې نيمګړې پاتې وي نو دوي لپاره کورني،ټولنه او دولت هر اړين او لازم وسايل او سهولتونه اماده کړي چې په ملتيا يې وکولي شي خپلو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

حل لارې
• ښځينه ښوونکو روزل او ګمارل
ددې ګټه داده چې له يوې خوا به نجونې په ډاډه زړه سره خپلو زده کړو ته لاس رسي ولريپه پوره جرأت سره به د خپلو استادانو سره درسي مباحثې او توضيحات پر مخ یوسي او د بل لور به کورنۍ به ډاډمنې شې چې کومه ستونزه ورته متوجه نده نو ددې اجازه به ورکړي چې خپلې زده کړې حاصلې کړي.
• دحجاب رعايت کول
حجاب يو شرعي فرضي اصل دی د نجونو ښکلاده د حجاب د عزت سمبول او ګاڼه ده، د بې پردګۍ څخه د ژغورنې وسيله ده، حجاب په اړه اسلامي اساساتو ډېر ټينګار کړي دي،په پلي کولو يې د ستونزو،شکونو او زيانونو مخنيوي کيږي او ښځينه طبقې ته وياړ او درنښت ورپه برخه کوي، که چېرته پلي شي نو د يوې ښځې باور او اعتماد پياوړی کوي.
• د هغه نجونو مخنيوی وشي چې اخلاقيٍ فساد ته لاره هواروي
هغه نجونو مخه ونيول شي چې شرعي حجاب نه رعايت کوي او د نورو پاک لمنو نجونو اعتماد او باور ته زيان رسوي، چې دغه ډول یې زیاتره په ښارونو کې لیدل کېږي او اغیزې په کلیو او اطرافو هم ښندل کیږي.
• دعامه خبرتيازمينه برابرول
په ټولنه کې د نجونو تعليم د ګټو په اړه عامه خبرداري ورکړي شي ترڅو هغه منفي ذهنيتونه چې په ټولنه کې شتون لري د مينځه لاړ شي او د زده کړو ترلاسه کولو لپاره وهڅول شي.دا چې افغانستان يو اسلامي هيواد دي نو د ديني شعايرو او اساساتو سره سم چلند يې هيله او ارزو ده ،په ولایتونو او مرکز کې بايد د نجونو لپاره ځانګړي خوندي ليلې جوړې شي ترڅو په سمه توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
• ديني علماء نقش پکې پياوړي شي
ديني علماء په ټولنه کې په خپل ايماني او علمي مسؤليت ترسره کولو کې د نجونو د تعليم په لړ کې د نصوصو نه سم برداشت په اخستلوسره په ټولنه کې منفي ذهنيت لري کولو لپاره هلې ځلې وکړي، ټولنې ته دقران اوسنت په رڼا کې قانع کونکي دلايل وړاندې کړي ترڅو په اسلامي رڼا کې د نجونو تعليم په حاصلولو کې مثبت قدمونه پورته کړي.
• اجتماعي شخصيتونو رول ته پکې ارزش ورکړي شي
اجتماعي شخصيتونه تل دټولنې خير او مصلحتونو لپاره کار کوي لدې امله په ټولنه کې مخور،خبره يې منل کېدونکي او د درناوي وړ وي کولی شي په ټولنيز ذهنيتنونو کې د مثبت بدلون لپاره کار وکړي او دټولنې مصلحه وګړو رول ادا کولوسره نجونوتعليم ته ټولنه وهڅوي.
• والدينو توجه پکې زياته شي
والدين خپل اولاد يوشان وګڼي د ځوي او لور توپير پکې ونه کړي،دټولو په روزنه کې يو شان ونډه واخلي او توجه ورته وکړي.
• د بې وخته ودونو مخنيوي وشي
بې وخته د نجونو ودول هم د تعليم د مخنيوي مهم لامل دی،پدې کار سره نه يوازې نجونې د تعليم نه بې برخې بلکه د نجونو راتلونکی ژوند هم ښه پايله نه ورکوي نو ددغه ناوړه دود ماتول د ټولنې مسؤليت دی.
• په لويو کلو کې ورته ځانګړي ښوونځي جوړ شي
کومو کليوکې چې زيات وګړي استوګنه کوي بايد نجونو لپاره پکې ښوونځي تاسيس شي او د فراغت نه وروسته ورته د ترانسپورت زمينه برابره شي تر څو د نور زده کړو لپاره يې مرکزي (تعليمي مرکزونو) ته انتقال کړي ترڅو زده کړې يې نيمګړي پاتې نشي.
• امنيت يې تامين شي
هيواد وال د سوليز ژوند لپاره په عملي توګه لاس پکارشي او دولت تر څنګ یو موټی د ښمن پر وړاندې ودریږي، یوازې د نجونو د تعليم زمينه برابره نه کړي بلکه د ټول هېواد د هر وکړې لپاره د صلحي ډک ژوند زمینه براره شي، ديوې ټولنې ژوند ،بقااوثبات لپاره امنيت مهم دي ځکه دامنيت پرته ټولنه ژوندۍ نشي پاتې کېدلی.
پایله
په پايله کې ويلي شو که چېرته په هيواد کې دغو ستونزو ته پاملرنه ونه شي، نو نجونې به بې تعليمه پاتې شي، نيمه ټولنه به د علم نه بې ثمره وي، د ماشومانو سمه تربيه به نشي کېدلی، ښځې بهدخپلوحقوقو،خاوندانو،موراوپلارله حقوقو اولاد دروزنې مسؤليت څخه به ناخبره پاتې شي، نو په ټولنه کې کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی زیات شي.
خو که چېرته امنیتلپاره کار وشي،نجونو لپاره په هره سيمه کې ښوونځي جوړ،ښځينه ښوونکي وګمارل شي، ديني علما‌ء،قومي مشران، والدين اود پوهنې وزارت مرکزي او ولايتي ادارې په اخلاص د نجونو لپاره په تعليمي ماحول برابرولو کې رغنده ګامونه وچت کړي نو د نجونو لپاره به مناسبه زمينه برابره شي،د ټولنې اړتيا وړ رشتو کې به نجونې وروزل شي او په هر کور او کلي کې به ښځينه قشر تعليم يافته او د راتلونکي نسل سالمې روزنې لپاره به ښه زمينه برابره شي .