د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زخم ناسور بیا را وبریښید!

محمد ناظم "ساحل" 25.11.2014 12:05

افغانستان هغه هیواد دی چې له کشره تر مشره د اټکل په چوکاټ کې کار کوي او اتکل یې د ژوند برخلیک ټاکي، موږ د تیرو دیارلسو کلونو په ترڅ کې، پینځه سلنه هم زده نه کړل، چې په نني عصر کې د یوه ښه او پرمختللي ژوند معیار په څه کې دی؟ زموږ د نابودۍ پروسه (ټولټاکنې) پایته ورسیده، له امریکې او ناټو سره مو امنیتي ټړون لاسلیک کړ، خو هیڅ کومه ګټه مو ترې پورته نکړه، ځکه چې زموږ سیاستوال د ۳۰۰ کلونو پخوا سیاستونه لوبوي او عام خلک خو د تاریخ په اوږدو کې غولیدلي دي، لامل یې دادی چې موږ افغانان تل په یوه ډول نه، په یوه ډول د بهرنیو لخوا د موجوده شایعاتو او شومو سیاستونو پربنا د قومي، ژبني، سمتي او داسې نورو تعصبونو له امله غولیدلي یو او خپلو ځانونو ته مو کندې کیندلي دي، لکه څرنګه چې شل کلونه پخوا د شوروي سره پوځ پروړاندې زموږ د مجاهدینو ورونو له نیکو احساساتو ګټه پورته شوه، کوریې وران شو، زوی مړ شو، ښځه ترې بوره پاتې شوه او دیته ورته نورې ناخوالې یې هم وزغملې، ان تر دې چې یو شمیر کسانو خو د جنت او دوزخ د تلو او نه تلو اجازه هم خپله کړې وه، خوارکي کمونیست ډاکتر نجیب به چې څومره چغیده چا به یې غږ نه اوریده، ځکه هغوی (د نجیب دولت او له هغه مخکې سیاستوال) خوارکیان هم د بهرنیو د سیاستونو ښکار شوي ول او د بهرنیو صداقت او ریښتیا ورته مالومه شوې وه او په دې به یې اقرار هم کاوه چې بهرنیان صادقه نه دي! خیر مجاهدین کامیابه شول او افغانستان ته راغلل، خو د یو لړ توطیو له امله چې د دوی په منځ کې جوړې شوې وې او هر یوه د قدرت تږی و او خپلو شخصي موخو ته د رسیدو لپاره یې هر هغه څه تر سره کړه، چې هیڅکله به یې هم تاریخ هیر نکړي، نو د دوی د نابودۍ په پلمه د تالیب (طالب) په نوم داسې یوه ډله را څرګنده شوه، چې د جنت پخوانیو ټیکه دارانو پروړاندې یې د کفر ټاپه ولګوله او نن یې هر یو په خپلوار سره وژني، نو دې پلمې ته په کتو سره له تالیبه وروسته همدغسې یوه بله ډله به په کار شي، چې په دوی به د کفر او الحاد ټاپه ولګوي، خو یو ځل بیا به هم افغانان وغولیږي او خپل کور په وران کړي او خپل ورور او پلار به ووژني.
د خبرو په پریکولو سره به اصلي موضوع ته راشو چې، امریکا او نور ملګرو یې خو د (۲۰۱۴ کال) په پلمه له ۳ تر ۴ کلونو پورې د افغانانو په اذهانو حکومت وکړ او خلک یې د ناهیلۍ ډنډ ته ور لاهو کړل، خو د خپلو فورمولیکو سیاستونو په رڼا کې یو ځل بیا دې ته متوجه شول، چې لاهم بس نه دی او دا زحم ناسور (۲۰۱۴ کال) باید له سره ژوندی شي، نو زه فکر کوم چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې د امریکایي پوځیانو د جګړییز ماموریت له غځیدو سره، د امریکایانو ها پخوانی زحم ناسور (۲۰۱۴ کال) را پریووت او یو ځل بیا به د افغان ولس په اذهانو کې د ورکاوي، ظلم،تشدد، بدمرغیو او بدبختیو ډول وغږول شي، نن امریکا او ملګري یې په دې پوه شول، چې افغانو ولیدل چې له (۲۰۱۴کال) وروسته هم هیڅ څه هم ونشوه، نه وږي پاتې او نه هم د لوږې او درد له امله مړه شول، ځکه د دوی روزي ورکوونکي او ساتندوی یوازې پاک الله جل جلاله دی او بس! د امریکا او نورو یهودو کرغیړن زړونه لا تر اوسه هم په دې مظلوم ولس نه دی تش شوی او یوځل بیایې (۲۰۱۴کال) را ژوندی، څو دا مظلوم ولس د نیستئ او نابودئ په آندونو کې ډوپ او خپلو شومو موخو ته ورسیږي!
الله پاک دې په دې مظلوم ولس ورحمیږي!