د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولسمشر غني کېدونی بريد

محمدکريم نور 23.11.2014 13:24

د جنرال دوستم د وژلو توطئه نه يوازې بايد د يوه لوړپوړي چارواکي د وژن توطئه وګڼل شي، بلکې په ټوله کې بايد دا ومنل شي چې د افغان ولسي وګړو او دولتي چارواکي د لمنځه وړلو روانه لړۍ له پخوا پيل شوې وه، ډېرې ککرۍ يې تر خاورو لاندې کړې او لا هم په زغرد او زوږ د نورو د وژن پلانونه نيول کېږي . څومره به پټ او بې پوښتنې تر سره کېږي، خو تر ټولو څرګنده دا ده چې وژل شوي او تر يرغل لاندې ټول د اشرف غني او يا د يوه با ثباته افغانستان او غښتلي دولت ملاتړي او غوښتونکي دي .

د امريکايانو له يرغل سره سم چې شمالي ټلواله واکمنه شوې ده، په ځانګرې توګه د پښتنو او نورو قومي مشرانو چې يو باثباته افغانستان غواړي، د وژلو لړۍ پای ته نه رسېږي . بېلګې يې له شمالي ولايتونو څخه نېولې تر ننګرهار، کابل، پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند او هرات پورې رسېږي . حيرانوونکې لا دا ده چې د دې وژنو پر تور هېڅوک هم ونه نيول شول .

ولسشمرۍ ته د ټاکنو له پيل څخه تر اوسه پورې د اشرف غني له ملاتړيو څخه درې کسان شهيدان شول، د لسګونو کسانو ګوتې پرې شوې او د څو کسانو د وژن ناکام يرغلونه وشول . تر ټولو د پېژند او نفوذ وړ هغوی سترجنرال جمعه خان همدرد، شکريه بارکزۍ او جنرال دوستم دی . د ترهګرۍ دغه لړۍ د شخصي دوښمنۍ پر بنسټ نه ده پيل شوې، بلکې د سياسي ليد لوري پر بنسټ .

د شمالي ټلوالې بدماشان له ديارلسو کلونو يې هم دولت نيولی او هم اوپوزيسيون، هم سياست کوي او هم ورسره قاچاق او تجارت . له همدې امله دوی نه يوازې خپل شخصي شتون په خطر کې ويني، بلکې خپلې او د ګاونډيو ( د دوی د بادارانو) ګټې هم . نو ځکه هڅه کوي چې د يوه با ثباته، پازوال (مسئول)، غښتلي او خپلواک دولت مخه ونيسي . د سم پوهاوي لپاره اړينه څرګندونه دا ده چې دغه بدماشان په خپلو جرمونو او توطئو کې يوازې نه دي، بلکي د ګاونډيو هر اړخيزې مرستې هم ورسره دي . واکمن اندواند او تېرې تجربې دا هم وايي په افغانستان کې د ښکېل يرغلګرو، امريکا، انګلستان او فرانسې هوکړه به هم ولري . ځکه چې د دوی له خبرتيا، هوکړې او پلان څخه به شمالي ټلوالې د دې زړه ونه کړي چې دومره لوړه والوزي .

دا چې د خلکو لخوا په ټاکل شوي ولسمشر او د ده په چارواکو يرغل په ټول ولس يرغل دی، نو بايد ژر تر ژره د شمالي ټلوالې د بدماشانو مخه ونيول شي . که د ددې سړيخورو له لاسه ټوپک وانه اخيستل شي، لرې نه ده چې دا ځل ولسمشر اشرف غني په نښه او د ولس په ضد نور هم د جنګ او جګړې ډګر توود کړي .