د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاګله دا یې لا بله

اجمل درمان 23.11.2014 14:21

د کورنیو غلو، داړه مارانو، هیواد پلورونکو، بې وجدانه خلکو ، د پردیو د لاسپوڅو او د بل ډول ته د ګډیدونکو افغاني مافیاو اصلي څهرې ورځ په ورځ ولس ته ښکاره کیږي. د تل لپاره افغان ولس له خپلې لمنې اور اخیستی دی. که ډیر لیرې لاړ نشو او د هیواد نږدې تاریخ پاڼو ته په زیر سره وګورو نو لکه د لمر په څیر روښانه معلومیږي چې افغان ملت د تل لپاره د خپلو داخلي داړه مارانو ښکار شویدی. دا چې له اصلي موضوع لیرې لاړ نشو نو په تیر تاریخ نه غږیږو راځو اصلي موضوع ته.
د شنبې ورځ (۱۳۹۳/۹/۱) ویسا خپلواکې ملي ورځپاڼې په (۲۳۳۶) ګڼه کې د یو خصوصي تلویزون په حواله یو ریپوټ خپور کړی و چې په کې راغلي و:
»» یو شمیر ښځینه وکیلانو د امنیتی تړون پر سر د امریکا له سفارت سره پټې معاملې پيل کړي دي. د ریپوټ په دوام کې راغلي ول، د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته اوس د دغه تړون برخلیک د ملي شورا په واک کې دی، خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایې چې په جرګه کې دننه د دغه تړون د تصویب په هدف د یو شمیر ښځينه وکیلانو له خوا د امریکا په ګټه پراخ کمپاین پيل شوی دی. د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون ریس قاضي نذیر احمد خنفي او د دې جرګې بل غړی محمد داود کلکاني د ولسي جرګي یو شمیر ښځینه غړې تورنوي چې امریکایانو ته یې خپل کور ته بلنه ورکړې او ورسره یې د وکیلانو د لیست له شریکولو وروسته د دغه تړون د تصویب ډاډ ورکړی. د جرګې دغه غړي دغه کار ملي خیانت بولي او وایې چې یاد وکیلان باید امریکا ته د جاسوسۍ په تور محاکمه شي.««
هغه وکیلانو چې د دې کار مخالفت کړی او دایې ملي خیانت بللی او تورنو ښځينه وکیلانو ته یې، امریکا ته د جاسوسۍ په تور د محاکمې غوښتنه کړې ده، د دغو وکیلانو دې کور ودان وي خو زه وایم چې د دغو نورو هیواد پلورونکو او د امریکا غلامو وکیلانو لمړی باید مخونه تور، او بیا د رسنیو په مخ کې د کابل په ښار کې وګرځول شي تر څو د دوي کرغیړنې څهرې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو ته ښکاره شي چې د نورو خلکو لپاره عبرت وګرځي.
داهغه خاینان دي چې ترپرونه یې په قاچاق، د دولتي او د عامو خلکو د ځمکو په غصب، ددې ملت په وژنو او سلګونه نورو جرمونو کې یې لاسونه ښکیل وو او حتا نن هم خپلو بادارانو ته په خپلو کورنو کې پټې میلمستیاوې ورکوي او خپله لمن ورته په سر را اړوي.
په پښتو کې یو متل دی چې وایې : د سپي لکۍ که سل کاله هم په نچه کې واچوې نو نچه به کږه شي خو د سپي لکۍ به سیده نه شي. دوي هغه بې شرمه ډله ده چې د امریکا سره د امینتي تړون په موخه په مشورتي لویه جرګه کې یې هم ځاي درلود او په واز کومي یې د دغي تړون د ژر لاسلیک غوښتنه کوله. دوي له همغه وخته په لویدیځو هیوادونو خپل ضمیر او وجدان خرڅ کړی دی. په هغه وخت کې خو پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل افغاني غرور او احساس پر اساس د دې تړون له لاسلیکه ډډه وکړه او لاسلیکول یې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت ته پاتې شول.
لکه څرنګه چې د نوي دولت له جوړیدو مخکې او بیا د دې دولت په لومړیو کې د همدې تړون د لاسلیک په خاطر ځینې مصنوعي نا امنۍ هم رامنتځته شوې نو هماغه و چې ولسمشر د خپل کار په دوهمه ورځ دغه تړون لاسلیک کړ.
ټول ولس غوښتل چې د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته به ترینګلي امنیتي وضعه ښه شی، د هیواد اقتصاد به پیاوړی شي، افغانۍ به د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت لوړ کړي، ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي او .......... !
خو اوس دا دی د امنیتي تړون ثمره ګورو چې ورځ تر بلې امنیتي وضعه کړکیچنه کیږي، د پلازمینې کابل په ګډون په ګڼ شمیر ولایتونو کې هره ورځ خلک د انفجار او انتحار په زړه بوږنوونکي غږ له درانه خوبه راپاسیږي، پر کونړ ولایت د پاکستان له لوري راکټي بریدونه د پخوا په څير راروان دي، د افغانۍ ارزښت مو د نورو اسعارو په مقابل کې په زړې اندازې ولاړ دی، او هره ورځ مو په زرګونو افغان ځوانان د بې روزګارۍ له وجې نورو هیوادونو ته مهاجر کیږي.
خو زه وایم دوي په کومو سترګو له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک تايید کوي؟
دا هاغه امریکا ده چې پخوا یې په بار بار ویلي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به په بشپړ ډول له افغانستان وځي او یوازې ۹۰۰۰ سرتیري به یې په افغانستان کې پاتې کیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت به په غاړه لري خو اوس د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پټه يو داسې امر لاسليک کړى چې له مخې يې د دغه هېواد ځواکونه تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې عمليات ترسره کولى شي.
تر دې مخکې امريکا او ناټو ويلي وو چې دوى به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې يواځې د روزنې ماموريت پر مخ وړي او ټول عمليات به د افغان ملي ځواکونو له خوا او د هغوى په مشرۍ ترسره کېږي.
د بارک اوباما دغه نوى امر له هغې پخوانۍ پرېکړې سره په تضاد دى کې دى، چې هغه د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو اعلان کړى و.
اوس چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون برخلیک د ملي شورا په واک کې دی، نو د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایې چې په جرګه کې دننه د دغه تړون د تصویب په هدف د یو شمیر ښځينه وکیلانو له خوا د امریکا په ګټه پراخ کمپاین پيل شوی دی. داسې اندیښنې هم شته چې امریکا او ځینوا لویدیځ پلوه کورنۍ کړۍ د پیسو، مېلمستیاوو او نورو وسیلو په بدل کې له تړون سره مخالف وکیلان دې ته اړ کوي چې دغه تړون تایید کړي.
په اخرکې يو ځل بیا هم وایم چې دغه ملي خاینان چې ځان د ولس استازي هم ګڼي دوي په حقیقت کې د ولس استازي نه بلکه د ولس وقار، عزت او افغانیت پلورونکي دي. دوي کوښښ کوي چې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د پرمختګونو مخنیوی وکړي او په یو نه یو ډول دولت ته بدنامي واړوي. دوي دومره په بشري ناورین او فساد کې ډوب دي که هرمجرم ونیول شي نو خامخا به د دوي له جملې څخه دیوه خاین وکیل له ملاتړه برخمن وي او د هغه په غوښتنه به هر ډول جنایتونه ترسره کوي. د دولت له لوړپوړیو څوکیونه څخه رانیولی بیاتر یوه عادي ماموره کوم کسان چې خیانت کوي د همدوي له ډلې نه دي او بیا جالبه لا دا ده چې پخپله همدوي په ډیره بیشرمۍ سره په حکومت نیوکې هم کوي.
په هر صورت اوس خبره ولسې جرګې ته پاتې ده. نن به ولسي جرګه له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو په اړه فوق العاده غونډه جوړوي، نو د ټول ملت سترګې اوس همدوي ته دي. په دې هیله چې په دغه غونډ‌ه کې د هیواد او هیوادوالو ګټې او د سر خوندیتوب او د امریکا تیر دیارلس کلن حضور په نظر کې ونیول شي، د افغان ملت قربانۍ او د امریکا ړانده او بې سترګو هوایې بریدونه په نظر کې ونیول شي، د افغان ملت اړتیاوې او د امرکا کړې ژمنې په نظر کې ونیول شي او بیا یې اړوند د تایید او یا د رد اقدام وشي.