د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه

عطا محمد میاخېل 19.11.2014 12:13

د ارواپوهنې کلمه چې د ( Psychology ) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسني مفهوم څخه زیات لرغونتوب لري ویل کېږي ، چې ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche ) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده ، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لري ، لکه چې وویل شول د
(Psychology ) کلمه په همدې یوناني مفهوم نه ده او د پنځلسمې پېړۍ پیل کې منځته راغلې ده ، خو یوناني ژبه د دې کلمې په جوړښت کې اغېز لري او د هغې په رامنځته کېدو کې د بشر په روح کې د څېړنې او ځیرنې هدف نغښتی دی ارواپوهنه د پنځلسمې پېړۍ په پیل کې د پنوماتولوژي ( Pneumatology ) د څانګې یوه برخه وه ، چې د مغزي فلسفې ، فعل او انفعالاتو ، رواني عواملو او نورو ټولو هغو چارو په اړه یې بحث کاوه ، چې په یو نه یو ډول یې ور پورې اړه پیدا کوله .
د ارواپوهنې علم چې په لومړي سر کې یې هدف د انسان د رواني عواملو په اړه فکر او نظري څېړنه ، ځان پېژندنه د سلوک او چلند کنټرول و ، په ۳۲۲ ق کال د ارسطو له خوا را منځته شو ، تر اوسه یې اوږده پړاونه وهلي او اوس یې نوي بعدونه او اړخونه هم پیدا کړي دي . د نولسمې پېړۍ د دویمې نیمایي په شاوخوا کې ارواپوهنه ، چې په دې وخت کې له فلسفې سره ګډه وه ، خپل فلسفي اړخ یې له لاسه ورکړ او یوازې د رواني چارو د څېړنې او مطالعې له پاره وکارول شوه تر دې وروسته ارواپوهنه د فلسفي څېړنو له دایرې څخه ووته او اصول یې د کتنې او تجربې تابع وګرځېدل ، په بل عبارت ارواپوهنې یو وخت د مغز د کیفیت او د هغه د اړوند فعل او انفعالاتو په اړه بحث کاوه ، اول ټول ارواپوهان په دې عقیده دي ، چې ارواپوهنه هغه علم دی چې د انسان د کړو وړو بېلابېل اړخونه ، له : بدني ، عاطفي ، عقلاني او تخیلي اړخونو او د دې اړخونو مطالعه او یا په بل عبارت ارواپوهنه په انسان او حیواناتو کې د کړو وړو او ذهن سیستماتیکه مطالعه ده ، چې پر مشاهدې او تجربې ولاړه وي .
ارواپوهنه د خپلو بدلونونو په بهیر کې د کرونولوژي له مخې په بېلابېلو بڼو تعریف شوې ده. په ۱۸۹۰ م کال ارواپوهنه د مغزي چارو او د هغو د اړوندو پدیدو د مطالعې علم بلل شوی دی په ۱۹۰۲ م کال ارواپوهنه د ژوندیو موجوداتو د کړو وړو د مطالعې له پاره مثبت علم ښودل او ګڼل شوی دی ، په ۱۹۲۹ م کال ارواپوهنه هغه علم ګڼل شوی دی ، چې د ذهني فعالیتونو مطالعه کوي په ۱۹۳۴ م کال وویل شول ، چې ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د مغز د پدیدو او مغزي فعالیتونو په اړه څېړنه کوي . په ۱۹۴۰ م کال ارواپوهنه هغه علم وباله چې د ذهن ، د مغز د آګاهانه عملیو ، احساس ، اند ، حافظې او نورو له څېړنې سره سروکار لري . په ۱۹۵۸ م کال ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د انسان چلند ، کړه وړه او مغزي عملیې څېړي . په ۱۹۶۱ م کال ارواپوهنه هغه علم دی چې د حیواناتو او نورو ژویو چال چلند څېړي . په ۱۹۶۴ م کال ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د انسان او حیوان کړه وړه مطالعه کوي . په ۱۹۸۷ م کال ارواپوهنه د ذهن او سلوک د څېړنې علم دی په ۱۹۸۹ م کال ارواپوهنه د انسان د چال چلند او آګاهانه تجربو د مطالعې علم دی . د ۱۹۹۴م کال د تعریف له مخې ارواپوهنه د مغزي جریانونو ، د ژوندیو موجوداتو د (آګاهي او نا اګاهي ) د چلند علمي مطالعه ده ، د علمي ارواپوهنې بنسټ ایښودونکی ویلهم ونټ دی دغه عالم په هغو تجربوي څېړنو کې ، چې سرته یې ورسولې ، ارواپوهنه له فلسفې څخه را جلا کړه او د هغې اصول یې په ۱۸۷۹ م کال لیبزیک د ښار په آزمونتون کې تر څېړنې لاندې ونیول باید وویل شي ، چې له دې عالم څخه د مخه یو شمېر نورو لکه ګوستاوفخنر           هرمن فون ، هلم هولتز ، الکساندر بین او فرانسس ګالتون هم دې حقیقت ته ور پام شوی و چې نه شو کولای ارواپوهنه او فلسفه په یوه قالب کې و څېړو ، خو ویلهم ونټ باید د علمي ارواپوهنې د ازمېښت بنسټ ایښودونکی وبولو ، که څه هم ویلهم ونټ او نور هغه پوهان ، چې پورته یاد شول د علمي او تجربوي ارواپوهنې بنسټ ایښودونکي بولي ، خو د ارواپوهنې د علم په برخه کې د شیخ الرئیس ابو علي سینا ( ۹۸۰ ـــ۱۰۳۷ م ) او د محمد بن زکریا( په ۳۱۳ ق کې مړ ) خدمتونه د هېرولو نه دي ، دوی د هغو ګوتو په شمېر پوهانو او عالمانو څخه دي ، چې زموږ د هېواد په آسمان کې همېشه ځلېدلي او د ارواپوهنې ژوندي بحثونه یې د عمل او تجربې په برخه کې پلي کړي دي ، لکه چې د قانون د کتاب یو ځانګړی څپرکی یې د روحي ستونزو د طبابت موضوع ته ځانګړی کړی او نظامي عروضي سمر قندي په ( چهار مقاله ) کې د محمد بن زکریای رازي او ابو علي سینا حکایتونه راغلي دي ، چې د دغو لوړ پوړو دووطبیبانو د روحي درملنې علمي طریقه د روحي درملنې په ښوونځي کې یادوي ، او د هغوی خدمتونه د ارواپوهنې د پرمختیا او روحي درملنې د ښوونځي د رامنځته کېدو سبب شوي دي ، د ارواپوهنې نوې تیوري چې د دې علم د څېړونکو له خوا وړاندې کېږي د الکترونیکي ماشینونو په واسطه چې د ارواپوهنې د مهمو لوښو او آلاتو په توګه منځ ته راغلی د پوهانو د کلونو کلونو د څېړنې ، تجربې او تحلیل محصول دی ، که څه هم په خپله (Psychology ) پوهانو په وړاندې باور نه دی تر لاسه کړی ، نو د بیولوژۍ ، کېمیا او فزیک پوهان او انجینران په خپلو ځانګړو څېړنو او ارزیابیو کې د ارواپوهنې د مطالعې د نتیجې او معلوماتو له مجموع څخه ، چې د دغه علم په وسیله را غونډېږي استفاده کوي ، د بېلګې په توګه هغه انجینران چې د سپرلۍ الوتکو د څوکیو په جوړولو کې طرحه جوړوي او یا د سوکاله کورونو د ژوند له پاره د جوړولو په اړه پلان جوړوي او یا د صنعتي ماشینونو او دقیقو کمپیوترونو د جوړولو اراده لري که چېرې له هغو ارواپوهانو سره چې د مصرف کوونکو په ذاتي ځانګړنو خبروي ، مشوره وکړي په یقین سره به ډېر ګټور معلومات خلکوته وړاندې او بشپړ کړي ، ارواپوهنه یو ټولنیز علم دی او له نورو علومو سره نه شلېدونکې اړیکې لري ، ځکه هریو علم له بل علم څخه استفادې ته اړتیا لري ، همدا لامل دی ، چې د نورو علومو پوهان له ارواپوهنې څخه استفاده کوي ، دغه علم هم له نورو علومو څخه ګټه اخلي . هغه حیاتي درمل چې په وروستیو کلونو کې د رواني ، عاطفي ، پریشانیو او په خوی او عادت پور د اړوندو ستونزو د درملنې له پاره کشف او استعمالېږي له نورو علومو سره د ارواپوهنې د اړیکو یو دلیل دی او همدارنګه د دې واقعیت ښکارندویي کوي ، چې د علومو بېلابېلې څانګې د خپل ځان په اړه د چاپېریال د کنټرول په منظور بشریت ته د مرستې له پاره په پرله پسې توګه بشپړېږي .