د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کـَبّره ږغ

وکيلي 16.11.2014 13:59

پـرمزار زما که راسې پـورته لاس که د دعاته
هـرحاجت چي دي په زړه وي وبې منم تاته
دامه وایه چي مړدی وایه پروت دلته دلـبـر دی
هـرنازچي کـوې وایه، د الله ښه غـواړم تاته
په ژوند مي وې مغـروره بېلتون دي تل حضوره
اوس خـاورو لـه مي راسه زما د ګور لیداته
دمیني ږغ راباندي وکه خوله ګـلاب غـونچه که
خبـره به دي بیـا کړم چي ښه راغلې وماته
هدېرې لره مي راسه زه به پروت یم په سکون
هـرمـراد چـي غــواړې در و بـه رسـم تاته